د فساد له امله د افغانستان امریکايي پوهنتون د تړل کېدو امکان

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار اداره «سیګار» وايي امریکايي پوهنتون هم فساد کې غوښنه ونډه لرلې چې ښايي دراوزه يې را قلف شي.

دې ادارې امریکايۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز ته ویلي چې د افغانستان امریکايي پوهنتون له لوري شاوخوا ۶۲میلیونه ډالر تالا ترغه شوي چې د لګښت يې هیڅ سند په لاس کې نه شته.

د سرچینې په وینا تر اوسه پورې له دې پوهنتونه پر هر فارغ شوي محصل ۱۶۰زره ډالر لګښت شوی دی، چې په وینا يې که دا ټول محصلین يې امریکا ته د زده کړو لپاره لېږلي وای هم؛ تر دې ډېر کم لګښت به پرې راغلی و.

افغانستان امریکايي پوهنتون چې د افغاني کلتور بشپړ خلاف چاپیریال تر څنګ پرې د قومونو تر منځ د تفرقې، تصعب او کینې کرلو تورونه هم پورې دي په ۲۰۰۶ز کال يې بنسټ کېښودل شو او لومړنی رییس يې شریف فایض و.

فایض د امریکايي یرغل له پیله تر پورته نېټې د د لوړو زده کړو وزیر و، چې له هغه وروسته د یاد پوهنتون رییس او تېر کال ومړ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د