کابل: طالبان په ښار کې پوستې سقوط کولی شي-ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰غبرګولي، ۱۳۹۸ل): سره له دې چې حکومت د بهرنیانو په ملګرتیا په کلیوالو سیمو کې پر شپنیو عملیاتو بوخت دی، طالبان د پلازمېنې په منځ کې جګړه کوي، پوستې سقوط کوي او غلچکي بریدونه کولی شي.

یوازې په پنخمه میلادي میاشت کې طالبانو د کابل ښار په بېلابېلو حوزو او د دې تر څنګ ولسوالیو کې ګڼ بریدونه کړي، پوستې يې نیولې او په امنیتي برخه کې يې مهم کسان وژلي دي.

د می میاشتې په اوږدو کې یوازې موسهي ولسوالۍ کې اوه بریدونه شوي، چې پکې ګڼو عسکرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د دې ولسوالۍ په عبدالروف کلا سیمه کې د اردو پر عسکرو د ماین چاودنې، مفتي کلا سیمه کې د طالب سرتېرو مخامخ برید، د ولسوالۍ پر مرکز توغندیز برید، لوی تنګي سیمه کې مخامخ جګړه او شادخاني سیمه کې د پولیسو پر رینجر بمي چاودنه هغه د نمونې په ډول پېښې دي چې پکې دولتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د می پر څلورمه ماهیپر کې پر پوسته راکټي برید او پر همدې ورځ د تورناو او سورۍ تېږي سیمه کې پر پوستو بریدونه هغه پېښې دي چې څلورو عسکرو ته يې مرګ‌ژوبله واړوله.

د می پر پنځمه د سروبي ولسوالۍ مربوطاتو کې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار د نورستان امنیه قومندان د طالبانو کمین ته برابر شو، چې دوه رینجر موټر يې تخریب شول او طالبانو پکې د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو خبر ورکړ.

د یادې میاشتې پر شپږمه ډبیلي سیمه کې د طالبانو برید ۳ عسکرو ته مرګ‌ژوبله واړوله او تېره اوونۍ بیا تېزین سیمه کې پر پوسته نیم ساعت جګړه وشوه، خو د دې تر څنګ ماهیپر کې هم پر پوستې برید یو عسکر ژوبل کړ.

د ماهيپر پوسته بالاخره د می په اوولسمه د طالبانو لاس ته ولوېده او څلور تنه عسکر پکې ووژل شول.

د می پر یوویشتمه طالبانو د یادې ولسوالۍ په سپرکونډۍ سیمه کې د ګډو ځواکونو د چاپې په غبرګون کې د توندې جګړې خبر ورکړ، چې دوی پکې د ۲۰ تنو کمانډو عسکرو د وژلو یادونه کړه او له خپله اړخه يې د پنځو تنو مرګ‌ژوبله تایید کړه.

پغمان هم چې له ښار سره نښتې ولسوالۍ ده یوازې په می میاشت کې د ګڼو امنیتي پېښو شاهده پاتې شوې ده.

د دې میاشتې پر لسمه طالبانو د پغمان اړوند او کابل ښار دروازه «ارغندۍ» کې د اردو پر کتار برید وکړ چې پکې دوه اکمالاتي موټر تخریب شول او طالبانو د پنځو عسکرو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکړ.

له دې پېښې اوونۍ وروسته په همدې سیمه کې د پولیس رینجر د طالبانو کمین ته برابر شوه چې پکې دوه تنه عسکر ووژل شول خو تر دې نښتې څلور ورځې وړاندې د پغمان په قلعه‌ملک سیمه کې طالبانو پر عسکرو برید وکړ چې څلورو تنو ته يې مرګ‌ژوبله واړوله.

د دې میاشتې وروستیو کې د یادې ولسوالۍ په څوکۍ سیمه کې د تالاشۍ کنډک هم د طالبانو تر برید لاندې راغی چې درې عسکر يې ووژل او دوه میله وسله يې له ځان سره یووړه.

له غلچکي بریدونو هم دا ولسوالۍ خوندي نه ده پاتې شوې، وړمه ورځ سهار مهال د کوزې ارغندۍ سیمه کې د ملي امنیت کارکوونکی شامحمد ووژل شو، چې طالبانو يې پړه پر غاړه واخیسته.

د دې تر څنګ، ګلدره، قره باغ او چهاراسیاب هم د ورته ګڼو بریدونو شاهدانې پاتې شوې، چې مرګ‌ژوبله يې د نورو په پرتله کمه وه.

ده‌سبز چې وړاندې ترې د امنیتي پېښو خبرونه کم و، د می په اوولسمه پکې طالبانو د ملي امنیت اړوند «نود ریاست» د مستنطقینو د رییس مرستیال عمراخان چې په «قند بې خدا» مشهور وواژه او پرون يې بیا د دې ولسوالۍ د امنیت پر مدیریت نیم ساعت جګړه کړې چې د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ویل شوي.

د ښار اړوند پوستې د طالبانو لاس ته لوېږي

سره له دې چې د می میاشتې په لومړیو کې پر کاونټر پارټ امریکايي مؤسسې د طالب سرتېرو برید د رسنیو د سر ټکی شو، د دې تر څنګ په اوومه او پنځمه حوزو کې سلامتي پوستې د دوی لاس ته ولوېدې.

می میاشت کې احمدشاه بابا مېنې ته څېرمه بوت‌خاک سیمه کې بمي چاودنې دوه پولیس ووژل، له دې پېښې لا اوونۍ تېره نه وه چې د ښار بله څنډه کمپنۍ بازار کې چاودنې د ملي امنیت موټر په نښه او دوه تنه يې ووژل.

له دې پېښې درې ورځې وروسته د می پر شلمه یوولسمه حوزه کې د هوايي ډګر یو صاحب منصب د طالبانو په بمي برید کې ووژل شو.

تازه پېښو کې څرخي پله سیمه کې پر حربي پوهنتون توغندیز برید شوی چې د تلفاتو په اړه يې معلومات نشته، خو اوومه او پنځمه حوزو کې غبرګې پوستې سقوط شوې دي.

د می پر شلمه د اوومې حوزې اړوند دوغ اباد سیمه کې بشپړه پوسته سقوط او اته عسکر ووژل شول، طالبانو ویلي دوه ملګري يې ټپيان شوي او نور بېرته خوندي ځایونو ته سلامت رسېدلي دي.

پرون ورځ دشت برچي سیمه کې هم طالبانو د دولتي ځواکونو پر پوسته برید وکړ چې تر نیم ساعت ډېر يې دوام وکړ، طالبانو ويلي پوسته يې بشپړه له منځه وړي څلور عسکر وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

نن جمعه هم طالبانو د ښار د نهمې حوزې مربوطاتو کې پر بهرنیانو موټر بم برید وکړ، چې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د څلورو امریکایانو ټپي کېدل مني، خو طالبان وايي لس تنه يې وژلي دي.

د شنونکو په باور په امنیتي ارګانونو کې نه همغږي او د طالبانو پرلپسې بریدونه د دې علت شوي چې دولتي ځواکونه روحیه له لاسه ورکړي او طالبان د پلازمېنې زړه کې سلامتي پوستې د اور خوراک کړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

روژه مو په خیر،
په پوسته کی ناستو خلکو ټوله ورځ روژه نیولی وی.او روژه ماتی کی تاسو برید په وکړی.
هغه مخته پروت دسترخوان یی په وینو سور کړی.
هو په داسی حالات کی یی خامخا سقوط کولای شی.خو په کوم دین کی دا روا دی؟

pattang
میلمه
pattang

دا خبرې د خپل دالري پلار ته وکړۍ چې په درونو او چاپو انسانان دا ۱۸ کاله وژني

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

په بحث کې ګډون وکړه…پتنګه.
همدا ډالرو،یورو ته خو تا د اسلامی هیوادونه څخه پناه وروړی ده،دا چه په جرمن کی پروت یی.
خلک وایی چه اعوذ بالله من الشیطین الرجیم.یعنی یآالله ج زه تاته د شړل شوی شیطان څخه پناه دروړم.
او تا بر عکس شیطان جرمن ته له اسلامی ملک څخه پناه ورړه.
ایا ته په اسلامی ملک کی له لوږی مړکیدی؟همدا ډالرو او یورو ته د عملا پناه وروړه.