نړيوال جام: د پاکستان لوبډله په «۱۰۵» منډو وسوځېدله

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۰ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان او ويسټ انډيز لوبډلو ترمنځ سيالۍ کې پاکستان لوبډلې د «۱۰۵» منډو په جوړولو په ۲۲م اور کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د نړيوال جام په دويمه سيالۍ کې د پاکستان لوبډلې توپوهونکي له سختې ناکامۍ سره مخ شول او له ۲۲ منډو څخه يې کوم لوبغاړي زياتې منډې جوړې نشوې کړای.

په ننۍ سيالۍ کې امام الحق ۲، فخر زمان او بابر اعظم ۲۲-۲۲، حارث سهيل او سرفراز احمد ۸-۸، محمد حفيظ ۱۶ او بل زياتې منډې جوړونکی وهاب رياض و چې ۱۸ منډې يې جوړې کړې.

په ۲۲م اور کې د پاکستان ټول لوبغاړي په ۱۰۵ منډو جوړولو وسوځېدل، د ويسټ انډيز لخوا توماس ۴، لوبډلمشر جيسن هولډر ۳ او انډري رسل ۲ لوبغاړي وسوځول.

له تېرې اوږدې مودې راهيسې د پاکستان لوبډله له پرلپسې ماتو او ناکاميو سره مخ ده، له نړيوال جام وړاندې انګلستان په پنځه سياليو سيريز کې په ۴-۰، او په تمريناتي سيالۍ کې افغان لوبډلې ماتې ورکړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د