نظــر

د طالب ملي لباس کې د طالب حریت نغښتی

اتل مشواڼی

دا تړلې پګړۍ، ړنګ بنګ څادرونه او باوقاره ملي لباس د ټولو هغو تورونو او پروپاګندو رد دی، چې روسيې، یا بل کوم هیواد ته د تمعې او سوال لپاره ورځئ.

غلامي او سوال هغه خلک کوي، چې د خپل بادار ټول اکټونه یې کاپي کړي او پۀ ځان منلي وي، کله چې ملاقات ورسره کوي، نېکټايي، پتلون ورته اغوندي، سل زر رقمه چاپړوسۍ او تملق ورته کوي.

طالب تمعې او چاپړوسۍ دې مقام ته نه دی رسولی؛ بلکې دا د هغې بې درېغې قربانۍ او استقامت نتیجه ده، چې پۀ دې اتلس کاله کې یې ورکړې ده.

لۀ امریکا سره شمالي کوریا، چین، روسیه، ایران، سعودي بل بل بل جنګ نه کوي او نه یې جرءت کوي، یوازې طالب دی، چې وایي، زۀ لۀ امریکا سره جنګ کوم، تر هغې ورسره جنګېږم، چې اصول ومني او زموږ لۀ خاورې ووځي، زور، کبر هر څۀ ورسره کوم او لګیا هم یم.

لۀ همدې نقطې یې در قیاس کړئ، چې نړۍ، خصوصاً د امریکا مخالفان، طالب ته څومره ضرورت لري.

طالب ښۀ روان دی، څۀ موده کې به ټولې نړۍ ته ځان با اصوله، ارزښتونو ته ژمن، د ښو روابطو پالونکی او ازادۍ خوښی تحریک ثابت کړي، بیا داسې خنډ نه تر سترګو کیږي، چې طالب ته ووایي، تۀ ولې پر خپله خاوره واکمني کوې؟

المفکري ماشومان دې همداسې پۀ بې فرهنګې او لۀ ښکنځلو ډکې سیاسي دلالۍ کې خوسا وي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

ښه خبره خو داسی نه چی ټول اسلام منحصر په پګړی او ږیری کړی. د امارت وخت یی یو مثال دی. هر کوچی طالب وو او په هر سر لوڅی ته د کافر فتوای ورکول کیده. ملا ترابی به هر ورځ په سلګو کسان د ږیری لنډولو په خاطر زندان ته استول. خلګ څنګه ستاسو پر خبرو باور وکړی، خپل اعتبار مو خام کړی دي.

د منفی لایکو پر ځای ښه ده چی یوه منطقی او علمی خبره را وسړی. کور مو آباد ځوی لوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x