چوشک یان څنګه مهمو څوکیو باندې کښېناستل؟!

لیکوال: سید احمد غزنوي
د ډاکټر صیب غني ۵ کلن ناکام حکومت کې ځینې داسې اصطلاحات او لقبونه رامنځ ته شول چې ترشا یې لوی لوی مفاهیم پټ او معنی یې خورا مناسبه ده، خیاټان، ټامیان، ویسکي بوایز… یې ښه مثالونه دي. ددې لقبونو له ډلې یو هم د چوشک یانو اصطلاح ده.
چوشک یان هغو ځوانانو او پیغلو ته وایي چې تر اوسه یې عمر لا د پوهنتون دی، خو دوی پر داسې بستونو مقرر شوي چې حداقل ۱۵- ۲۰ کلنه تجربه غواړي.
اوس خبره دا ده چې څنګه داسې په بېړه چوشک یان مهمو څوکیو ته، بلکې آن د وزارت مرستیالیو ته ورسېدل؟
په مقرریو او ټاکلو کې یې دومره بېړه وشوه چې پر کومه څوکۍ به چوشک یان مقررېدل؛ تر ده وړاندې مسؤل به حتی له منفکېدو نه وو خبر، د منفکېدو خبر به یې له خواله رسنیو لیدلی.
ډاکتر غني چې د جانکیري په وساطت ارګ برمته کړ، له لومړنیو وعدو یې یوه هم د اداري کارمندانو او په ټوله کې د دولتي چارواکو د ځوانولو وه، ده وویل چې نوره باید اداره ځوانانو ته په لاس ورکړل شي.
هغه مهال دا وعده تر ډیره بریده ښه راغلاست او وستایل شوه؛ زیات شمیر ځوانان پر مهمو دولتي څوکیو وګمارل شول.
خو د ځوانانو په ټاکلو کې دومره افراط وشو چې د داخلې وزارت غوندې مهم ارګان لپاره د ۲۴ کالو په عمر یوه پیغله وټاکل شوه، د عامې روغتیا وزارت تازه ځوانه معینه هم دغسې درواخله؛ چې نه یې غرب کې مثال شته نه اروپا د داسې ناکردو شاهده ده. دا ډول ګمارنو په تعلیمي قشر کې یوه څپه شکونه را ولاړ کړل. سیاست پوه او تعلیمي قشر به ډیری وخت دا اندېښنه مطرح کوله چې د اداري ځوانتابه کولو تر شا کومه پټه دسیسه یا نامشروعه چاره نه وي نغښتې. خو دولتي چارواکو به دا شکونه ردول او تل به یې استدلال دا وو چې ګواکې اداره او دولت داري باید ځوانه شي.
خو تازه په تازه د ډاکتر صیب غني سلاکار (حبیب احمدزي) له داسې رازونو پرده پورته او رسنیز کړل چې ښیي چې دا کسان ظاهراً د ادارې ځوانولو په بهانه ټاکل شوي، خو ترشا یې مسله بل ډول ده.
احمدزی وایي چې ارګ کې خاصې کړۍ چې فاضل فضلي یې مشر دی، پیغلې او ځوانې ښځې په دې شرط پر مهمو څوکیو ټاکي چې د دوی جنسي غریزه سړه کړي. احمدزی وړاندې زیاتوي چې فضلي ګروپ ځوانو پارلمان ته کاندیدو ښځو سره اړیکه نیوله، ورته ویل یې چې که غواړي بریالۍ شي، باید د دوی دفتر ته مراجعه وکړي. احمدزی مشخصا د دوو نجونو نوم اخلي چې تر ۶۰۰ لږ رایو باندې ولسي جرګې ته ننوتي دي.
د احمدزي یادې خبرې د امنیت سلاکارې مریم وردګ لخوا هم تایید شوې. د مریم وردګ ترڅنګ ګڼو نورو ښځو هم دا ډول پېښې وخت پر وخت رسنیزې کړي دي.
که وکتل شي د همدې ټاکلو او مقرریو ترشا د نارینه وو لخوا د رشوت او اداري فساد مسله روانه ده او ځوانې ښځې چې تر ډیره روپۍ نه شي ادا کولای؛ څوکۍ ته د رسیدو په پار باید اخلاقي فساد او تن فروشي ته غاړه کېږدي.
د ادارې ځوانول، د ښځو ونډه زیاتول، ابتکار او نوښت یوازې د شعار او ملت غولونې تر بریده موضوع ده. ددې ترڅنګ دوی ته د کړیو جنایتونو په پټولو کې لږ مرسته هم کولای شي.
خو تر ټولو بده یې دا ده چې هم همدا په جنسي معاملې څوکۍ ته رسېدلې ښځې ټوله ورځ نارې وهي چې له طالبانو سره د امریکې په سوله کې د دوی اتلس کاله کې ترلاسه کړي حقونه ضایع نشي.
او تر دې هم بده دا ده چې ارګ کې حاکم ټیم دا پر جنسي او رشوتي مقرریو د ابتکار نوم ږدي، د ځان لاس ته راوړنه یې بولي. آن نړیوالو ته باټې وهي چې زمونږ اداره ځوانه ده.
خو تاریخ هرڅه څاري، نه د ټامیانو جفاوې ترې هیریږي، نه د چوشک یانو انډوخر. بدبختانه هېواد مو د حاکم ټیم له امله د تاریخ تر ټولو توره دوره کې اوسي. آن د شاه شجاع او ترکي دور لا شرف پرې لري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د