ورزش

نړيوال جام: ويسټ انډيز په ۱۴م اور کې پاکستان ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۰ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان او ويسټ انډيز لوبډلو ترمنځ د نړيوال جام په دويمه سيالۍ کې ويسټ انډيز د پاکستان پر وړاندې په ۱۴م اور کې بريا خپله کړه.

د پاکستان لوبډلې توپوهونکي له سختې ناکامۍ سره مخ شول او له ۲۲ منډو څخه يې کوم لوبغاړي زياتې منډې جوړې نشوې کړای.

د پاکستان لخوا امام الحق ۲، فحر زمان او بابر اعظم ۲۲-۲۲، حارث سهيل او سرفراز احمد ۸-۸، محمد حفيظ ۱۶ او بل زياتې منډې جوړونکی وهاب رياض و چې ۱۸ منډې يې جوړې کړې.

په ۲۲م اور کې د پاکستان ټول لوبغاړي په ۱۰۵ جوړولو وسوځېدل، د ويسټ انډيز لخوا توماس ۴، لوبډلمشر جيسن هولډر ۳ او انډري رسل ۲ لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د ويسټ انډيز لخوا کريس ګيل په زړه پورې توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې په مرسته يې ويسټ انډيز ټاکلی ۱۰۶ منډې هدف په ۱۴م اور کې د درې ويکټو په سوځېدلو بشپړ کړ.

کريس ګيل ۵۰ منډې جوړې کړې، نوموړي ۳ شپږيزې او ۶ څلوريزې ووهلې، ورسره نيکولس پورن ۳۴ ګټونکې منډې جوړې کړې، د پاکستان لخوا محمد عامر درې لوبغاړي وسوځول.

د يادونې ده چې په دې لړ کې به افغان لوبډله سبا د شنبې په ورځ د مازيګر په پنځه بجې د استراليا لوبډلې سره په لومړۍ سيالۍ کې مخامخ کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x