د هر افغان کیسه!

خالد ځدراڼ

جوهر روژه ماته کړه، مور ته یی مخ ور واړاؤ، ګوري چې مور يې په جاینماز ناسته ده، مخ ته یې د تیرې شپې په څېر یو تصویر نیولی او ژاړي.

جوهر ورته وویل: مورې هره روژه ته د ماښام د لمانځه ورسته د بابا تصویر ګورې او ژاړې پریږده! مورې بابا مې هسې هم له دنیا تللی.

مورې یی د ژاړه ډکې سرې سترګې ورواړولې، او ورته يې وويلې: جوهره بچیه! ته کوچنی وې بابا به دې هره روژه دلته ؤ یو ځای به یې راسره روژه ماتوله خو بدبختې غریبۍ د سعودي مسافر کړ تر یو کال تیره ولو ورسته یی د غر په شان غټ موټر ټکر کړ او له دې نیمګړي دنیا څخه لاړ، ژاړم په دې چې ما بدبختې یی اخیرنی دیدن هم ونه کړ ظالمانو هلته مسافرو خاورو ته سپارلۍ و.

جوهر ورته وویل: هو! په دې هر څه خبر یم، خو ستا ژړه بابا بېرته نه شي را ژوندی کولی، په ژړغوني غږ يې پسې اوږده کړه چې ته پوهېږې مورې؟ بابا یو ځل ومړ ما ستا ژړه هر وخت وژني!

مور يې ژر، ژر په لمن اوښکې پاکې کړې، ورته يې کړه: چوهره بچیه! داسې مه وایه، دا دی بس نه ژاړم، ته خو زما د ژوندانه یو څراغ یې، ته چې خفه وې نو په ژوند څه کوم ګرانه ته مه ژاړه نوره هیڅکله زه هم نه ژاړم.

جوهر هم په لمن اوښکې پاکې کړې، د اوبو ګیلاس يې پر سر واړاوه ولو، د ګیلاس له ایښودلو سره سم د کور دروازه وټکېدله، مور یی ورته وویل، مخ دې پاک کړه، ورشه کوم مسافر به وي واخ ډوډۍ به غواړي.

جوهر هم څپلۍ په پښو کړې د دروازې په طرف ورروان شو، دروازه دا ځل بیا وټکېدله او دا اواز هم وشو چې دروازه لرې کړئ، ژر اوبه او ډوډۍ راوړئ د ملي اردو والا یو!

جوهر دروازې ته ور ورسیدلو، د دروازې له خلاصولو سره سم يې په قومندان زرداد سترګې ولګېدلې.

جوهر په بنده، بنده ژبه ورته وویل: قو- قومندان صیب! تاسو یئ، په خیر راغلې؟

قومندان: هو زه یم لس نفره مې ستاسو ګوانډي ته ورولېږل، ۸ نفره دلته راغلو حجره خلاصه کړه، ژر ډوډۍ راتیاره کړه!

جوهر په منډه د حجرې دروازه ورته خلاصه کړه، قومندان ته يې د ننوتلو وویل.

جوهر کورته لاړو مور ته یی وویل: مورې! د برکلي د پوستې قومندان زرداد دی، ۸ نفره ورسره دي ډوډۍ غواړي.

مور یې په سر نوکارې ټینګې کړې بچیه! بیا به مو طالبان نه پرېږدي وايي به چې ډوډۍ مو عسکرو ته ورکړې؟

جوهر ورته وویل مورې خو که ور يې نه کړو، په زور یی هم غواړي هغه د خان کاکا زوی تا ونه لیدلو چې صرف د کور د دروازې په نه خلاصولو یی په توپک وویشتو؟!

مور یی سوړ اسوېلی وویستلو، بچیه! الله ﷻ دې د دوی لاسونه مات کړي، دا دی زه د ډوډۍ غم خورم، ته دا پاتې شوی شربت وروړه.

جوهر هم شربت ته لږ اوبه نورې هم ور ګډې کړې، حجرې ته یی وروړ، بېرته ډوډۍ پسې راغلو، مور یی د روژه ماتي پاتې شوني ډوډۍ او د پیشمني لپاره کېښودل شوي ډوډۍ او ترکاري سره یو ځای کړل جوهر ته یی لاس کې ورکړل،

جوهر هم حجرې ته وروړل، حجرې ته له ننوتلو سره یی قومندان ته وویل قومندان صیب همدا ډوډۍ پاتې وه، که ایسارېږئ بیا تازه نوره تیاره وو.

قومندان: نه نه! بس همدا ډېره ده، هلکانو ژر، ژر کوئ چې بیا په ګزمه دروموو.

جوهر هم ډوډۍ ورته کیښودله، د حجرې لر سرته د اوبو له جېک سره ناستو عسکرو په ډوډۍ خواړلو شروع وکړه، تر لږ ځنډ وروسته قومندان په جوهر غږ وکړ، ماشومه ډوډۍ اوچته کړه او ورپسې زیاته یی کړه، ګوره کله کله د شپې لپاره موږ دلته راځو د حجرې دروازه خلاصه پریږده!

جوهر: سمه ده قومندان صیب!

قومندان په ملګرو د روانېدلو امر وکړ، ټول ولاړ شول او له حجرې دباندې ووتل،

جوهر ډوډۍ ټوله کړه کورته یې یوړه،

د جوهر د مور شپه د تېر په څېر د خپل بچي جوهر د اینده راتلونکي په غم کې تېرېدله، په همدې سوچونو کې یی مور په خواږه خوب ویده شوه، د کلي د مسجد د لوډسپیکر څخه د پیشمني د ګوګو په شروع کولو یی مور له خوبه را ويښه شوه، سوچ یی وکړ چې ریښتیا د پیشمني ډوډۍ خو یې ماښام مېلمنو ته ورکړې وه، غوښتل یی چې چې څه تیار کړي، ژر پاڅېدله، د کټ څخه د کوزېدلو پر وخت ناڅاپه په کلي کې درز شو، د جوهر مور چيغه کړه، یا الله خیر!

ورپسې د د ټوپکو ډزونه هم شروع شول، د مور یی زړه ارام نه شو،

د جوهر کټ ته یی منډه کړه، ګوري چې جوهر په خواږه خوب ویده دی، اسمان ته يې سترګې پورته کړې، چې یا الله! شکر بچی خو مې دلته روغ ویده دی، اې الله! ته د نورو میندو بچیانو ته هم خیر پېښ کړې، یا الله! ته وکړې چې دا ډزونه د خوښۍ وي.

د ټوپکو ډزونه زیات شول خال، خال به پکې د غټ درز اواز هم راتللو، تقریبا دوه ساعته دوام به يې کړی وي،

مور یی هکه حیرانه د کور په انګړ کې ولاړه وه، په لرو برو ډزونو پسې به یی مخ اخوا دېخوا اړولو چې په دې وخت کې يې د کور دروازه په ډېره تیزۍ سره وټکېدله!

مور یی د جوهر کټ ته را منډه کړله، ګوري چې جوهر هم کټ کې ناست دی، د مور په لیدلو سره یی سمدستي مور ته وویل: مورې دا درازه د څه ده او ته چېرته وې؟

مور یې ورته وویل: بچیه حال نشته، زه هم د کور انګړ کې ورته ولاړه وم خو اوس زموږ د کور دروازه هم وټکېدله، خدایه خیر وکړې موږ ته کوم غم را جوړ نه کړي،

جوهر چې تازه د ځوانۍ په درشل قدم ایښی وو په ډیر جرأت یی ورته وویل: نه مورې پر موږ د چا څه کار؟ ته بې غمه شه!

ژر، ژر یې جامې واغوستلې، د دروازې په طرف ورروان شو،

مور یی خدای ﷻ ته لاسونه لپه کړل، اې ربه! بچی مې امانت درکړو، بېرته یی امانت درنه غواړم، اې خدایه ته زما د بچي حفاظت وکړه.

مور یی په دعا اخته وه چې بچی يې په منډه تر څنګ را ورسېدلو، په تېزۍ سره يې ورته وویل: مورې ژرشه کټ راکړه طالبان دي زخمي ورشوی، یو کټ او د څښلو اوبه غواړي!

مور یی په چيغه شوه، نه بچیه کټ مه وروړه بیا به مو اربکیان نه پرېږدي، وایي به چې تاسو طالبانو ته کټ او اوبه ورکړې دي،

جوهر ورته وویل: مورې د زوره ور سره نه کېږي، بېګا د اردو واله هم په زور رانه ډوډۍ وخواړه، اوس طالبان راغلي که کټ او اوبه ورنه کړو په سخت وخت کې دي په زور یی هم راڅخه اخستلی شي.

مور یی اسمان ته مخ کړ، یا الله! څه وکړو او چرته وتښتو؟

جوهر په مور غږ وکړ، مورې اوس هیڅ نه کېږي زه دا کټ ور وړم، ته اوبه تیارې کړه ژر- ژر یی له خپل کټ څخه بیستره لرې کړه، د دروازې په طرف یی ور روان کړ چې دباندې ور ووتلو یو دنګ او د اوږدو څڼو لرونکي ځوان ورته رامنډه کړه، له جوهر یی کټ واخیستو او شاباسی یی هم ورکړ،

جوهر ورته وویل: زه اوبه راوړم، خو چې د کور په دروازه ننوتلو، مور یی تر دروازې دباندې د اوبو ډک ترموز ورته ونیولو، جوهر ژر له مور څخه ترموز واخیستلو د طالبانو په طرف یی ور روان کړ،

د جوهر مور په طالبانو غږ وکړ، د خدای روی ومنئ ژر، ژر دلته خپل کار خلاص کړئ، درومئ خدای مکړه، حکومت دلته رانه شي زما بچی به پرې ووژنئ!

د طالبانو څخه یو کشر ځوان په ډیره سخته لهجه ورته وویل: خبرې ډیرې مه کوه موږ انسانان نه یو؟ صرف ستا زوی انسان دی؟ موږ هم همدا شان میندې لرو خویندې لرو پر موږ هم کورونه ویجاړېږي!

دنګ څڼیاور ځوان په کشر طالب غږ وکړ، چپ شه! مور ته سختې خبرې مه کوه، مورکۍ تهدیده شوي ده، دلته عسکر پر خلکو بې حده ظلمونه کوي، د دې خبرې د پای سره سمدستي د کلي په لر سر کې د ټانګونو څراغان راښکاره شول! د جوهر د کور په طرف یی خونخوار مخونه راواړه ول،

طالبانو یوې او بلې خواته سره منډه کړل، ورته کمین شول،

د جوهر مور جوهر ته ور په منډو شوه د سترګو په رپ کې یی په خپله غیږ کې د کور په دروازه ننویستلو، د دروازې د بندولو سره سم بهر درز دروز جوړ شو!

جوهر او مور یی د کور په انګړ کې حیران ولاړ ول د مرګ شیبې یی شمارلې، تر نیم ساعت جګړې ورسته د جوهر د کور دروازه په بم والوزول شوه! کور تورو دودونو پر سر واخیست،

د جوهر مور خپل جوهر په غېږه کې پټ کړ او دا چغې یی وهلې، د خدای په خاطر زوی مې بې ګناه دی، زوی ته مې څه ونه وایئ، د الله خاطر وکړی موږ غریب خلک یو موږ بې ګناه یو.

د کور په انګړ کې په تورو دودونو کې یو او بل طرف څراغان ښکاره شول،

د جوهر مور ګوري چې پر سر یې غټ خیټۍ سړی ولاړ دی، د جوهر مور یی د سر په کمڅیو ونیوله او خپلو نفرو ته یی امر وکړ چې ماشوم ترې بیل کړئ!

مور یې چغې شروع کړې اې ظالمانو زوی ته مې څه ونه وایئ! زما زوی بې ګناه دی د خدای خاطر وکړئ، د رسول ﷺ خاطر وکړئ

پولیسو تر ډېر جنجال وروسته مور او زوی سره بېل کړل، دواړه یی د کور په منځ کې ودرول، د اردو قومندان جوهر ته وویل: شه شه! پنجابیان دلته تاسې راته ساتئ؟

غټ خیټي کس ته چې جوهر سترګې ور جېګې کړې، ګورئ چې د بر کلي د پوستې قومندان زرداد دی جوهر په ترسېدلي غږ ورته وویل: قومندان صیب! زموږ هیڅ ګناه نشته، بیګا مو تاسو ته ډوډۍ درکړه، اوس دوی راغلل دوی هم رانه په زور کټ او اوبه واخستلې، موږ خو عام خلک یو، د چا د زور نه یو، مور یې د جوهر خبره ور پرېکړه، رښتیا وایي، زما همدا یو زوی دی نو د چا د زور دی؟ تاسو هم زورور یئ، طالبان هم زوره ور دي موږ خو چاته د «نه!» د ځواب نه یو!

قومندان په قهرجن اواز ورته وویل، د دې حبیث زوی څخه دې چې بې غمه کړم نو له تابه څوک ډوډۍ نه غواړي، له دې سره قومندان سمدستي په لاس کې په توپنجه بولوټ کش کړ د جوهر په طرف یی خوله ورواړه وله د ماشې په ټینګولو سره جوهر پر ځمکه را ولوېدلو، فقط د مور دغه چيغې اسمان پر سر واخیست ای ظالمانو! زما خو همدغه یوه اسره وه ولې مو راته غلبېل، غلبېل کړ؟

جوهره! بچیه زه دې چا ته پرېښودم؟

اې زما ربه! زه دې افغانستان کې ولې پیدا کولم؟

اې خلکو زما جوهر یی راته وویشتو!

اې خدایه ! …

پای

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د