شعـــــرونه

غزل: علي حسان مومند

علي حسان مومند

سم پـــروت خمار خمار دی لکه بنګ دانه وانه
ګلاب دی رژېــــــدلـــــی کــــه لونګ دانه وانه

یو څوک یې وو د سپیـن مخ د لیدلو په ارمان
هغه د زړګـــي ســـر یې شو په جنګ دانه وانه

په وینو باندې سور دی مات رامات تنکی زلمی
را ولوېدو چنــار غــــوندې دنګ دنګ دانه وانه

زلمیــو د احـــــــــرار جوړ راګیر کړی دی اغیار
راځــي چې له مېــدان د پیکا شرنګ دانه وانه

الله راته راښــکیل کړې خپلـــــــو لُـمو کې که نه
شغاله شــــــو غــــــرور دې په ګړنګ دانه وانه

طالبه چـې ته زلفې کـــړې په مخ خورې ورې
ته څــومره ښکلی ښکارې غنم رنګ دانه وانه

اســـــــلام سره مو مینه په اسلام ورکوو سر
مونږ وشیندل ســرونه پرې په ننګ دانه وانه

حسّــــاؔن مومند ته وګوره چې شې ترېنه روان
حسّــــاؔن مومند په تا پسې دی ړنګ دانه وانه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom afghan

اســـــــلام سره مو مینه په اسلام ورکوو سر
مونږ وشیندل ســرونه پرې په ننګ دانه وانه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x