
ليلة القدر: ثاقب خپلواک
د رڼاوو کرشمه ده ، ښایسته ډکه له نُوره
د فطرت د نور جلوه ده ، ده ډیوه د رڼا حُوره
له نغمو د تلاوت یې ، داؤدي ترنم اوري
سندریزه نغمه وتې ده ، له پاڼو د زبُوره
زمزمې د الاهو وي ، کائنات ټول پر رکوع وو
پرشتې پر سجده وي ، بیا د مینې له سُرُوره
په دنیا کې د جنت ونه طوبی راته ښکارېږي
یوه د مینې معجزه ده ، حجابونو کې مستُوره
چې یې زور د مینې چُور کړ،چې یې رام د عشق غرور کړ
یوه رنګینه فلسفه ده ، په ښایست باندې مغرُوره
چې د زېړې زرغونې، سرې زرغونې غوندي ښکارېږي
پر نرۍ ملا را کږه ده ، لکه ښکلې سپینه تُوره
د ښایست رنګ یې زه اورمه له څانګو د ګلونو
چې د مینې یې ښکالو راتله ، د حُسن له غروره
زې رنګینو انځورګرو نرګسي سترګو رنځور کړم
د ښکلاوو یو سیمبول ده ، چې ښکلا یې کړه رنځُوره
د موسی په څېر ثاقبه ! که یې غیږه کې دېره شوې
خو هغه د قدر شپه به کمه نه وي ، بیا له طُوره
زيې رنګینو انځور ګرو نر ګسي سترګو رنځور کړم