
د پاکستان پر وړاندې کریس ګیل کوم ریکارډ په خپل نوم کړ؟
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): تېره ورځ د پاکستان او ویسټ انډیز کرېکټ لوبډلو ترمنځ د نړیوال جام دویمه سیالۍ ترسره شوه چې په کې پاکستان د ویسټ انډیز لخوا له سختې تاریخي ماتې سره مخ شو.
په دغه سیالۍ کې که له یوې خوا د ویسټ انډيز توپ اچونکي کامیاب ثابت شول خو له بلې خوا کریس ګیل هم خپله طبیعي لوبه برقراره وساتله.
په دغه لوبه کې کریس ګیل وتوانېد د پاکستان لخوا د ټاکلي ۱۰۶ منډو هدف په بشپړولو کې چټکه نیمه سلیزه ووهي، په دې نیمه سلیزه کې ګیل ۳ شپږیزې هم ووهلې.
SUPER SHOTS 💥 @henrygayle and @nicholas_47 combined for 10 boundaries and five sixes as @windiescricket claimed a comprehensive victory in Nottingham #MenInMaroon #CWC19 pic.twitter.com/N9CdFDsiGp
— ICC (@ICC) May 31, 2019
کریس ګیل اوس د نړۍ لومړی لوبغاړی شو چې په نړیوال جام کې یې له بل هر لوبغاړي زیاتې شپږیزې ووهلې، نوموړي د نړیوال جام په ۲۶ سیالیو کې ټولې «۴۰» شپږیزې ووهلې چې له دې وړاندې دغه ریکارډ د ای بي ډیویلیئرز په نوم و، ډيویلیئرز په ۲۲ سیالیو کې «۳۷» شپږیزې وهل وې.
په دې لیست کې ریکي پوانټينګ د «۳۱» شپږیزو سره په دریم، برینډن میکولم «۲۹» شپږیزو سره په څلورم، او هارشل ګیبز د «۲۸» شپږیزو سره په پنځم نمبر دی.
کریس ګیل په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې دویم لوبغاړی دی چې زیاتې شپږیزې یې وهلې دي، نوموړي «۳۱۷» شپږیزې په خپل نوم لري، خو په لومړي نمبر شاهد افریدي دی چې په یو ورځنیو لوبو کې یې تر ټولو زیاتې «۳۵۱» شپږیزې وهلې دي.