ورزش

افغانستان د استرالیا پر وړاندې؛ لوبډلمشر یې د افغان لوبډلې په اړه څه وایي!

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې به نن افغان لوبډله د تېر نړیوال جام ګټونکې لوبډلې استرالیا پر وړاندې په خپله لومړۍ سیالۍ کې مخامخ کیږي.

د افغانستان او استرالیا لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ به نن د شنبې په ورځ د مازیګر په پنځه بجې پېل کیږي چې د افغان توپ اچونکو څخه د غوره وړتیا ښودلو تمه کیږي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې تر دې دمه په تېر ۲۰۱۵م نړیوال جام کې یوه لوبه شوې چې په کې استرالیا پر افغان لوبډلې د نړیوال جام تر ټولو زیاتې (۴۱۷) منډې جوړې کړې وې.

د روان نړیوال جام په تمریناتي سیالیو کې استرالیا یوازینۍ لوبډله وه چې خپلې دواړه سیالۍ یې وګټلې، استرالیا؛ انګلستان او سریلانکا ته ماتې ورکړې وه.

خو لکه څرنګه چې د راشد خان او مجیب الرحمن په راتلو سره د افغان لوبډلې توپ اچونې برخه کې نوی روح پيدا شوی استرالیا به ونه کړای شي پر افغانستان تېره تجربه تکرار کړي.

د استرالیا لوبډلې مشر آرون فینچ د رسنیو پر مخ د افغان لوبډلې په اړه وویل چې افغانستان له تېرو څلورو کلونو راهیسې اوس یوه داسې لوبډله شوې چې سترو لوبډلو ته ماتې ورکولای شي.

نوموړي د بیلګې په ډول د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې کارکردګۍ ته اشاره وکړه چې «په توپ اچونه او توپوهنه دواړو برخو کې یې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه».

د آرون فینچ په وینا چې افغان لوبډله اوس په نړۍ کې بې شمېره مینوال لري کوم چې د یوې لوبډلې لپاره ډیر اړین وي، همدا ډول داسې غوره لوبغاړي لري چې په نړۍ کې ځانګړی شهرت او تجربه لري.

نوموړي د خبرو پرمهال زیاته کړه چې «دا یوازې د افغانستان لپاره نه بلکې د کرېکټ نړۍ لپاره ستره خبره ده چې افغانستان په کم وخت کې داسې ځلیدلی روان دی، مونږ هم بشپړ درناوی ورته لرو».

د ننۍ سیالۍ لپاره به محمد شهزاد چې د تمریناتي سیالۍ پرمهال ټپي شوی و هم راوګرځي، همدا ډول به حامد حسن هم د خپلې چټکې توپ اچونې وړتیا ښکاره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x