د مبایل چارجولو پرمهال استعمالولو یې «۲۲» کلن ځوان وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د تایلنډ هېواد یو ۲۲ کلن ځوان هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د مبایل چارجولو پرمهال د مبایل استعمالولو له کبله له سخت شاټ سره مخ شو.

د تایلنډ هېواد د ناکون راتچاسیما سیمې یو اوسیدونکی چې په خپل کور کې تنها پر بستر پروت و او مبایل یې چارج ته ایښی و- د شاټ ورکولو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ډيلي میل ورځپاڼې د راپور سره سم کله چې د یاد کس خپلوان د نوموړي کور ته ورسیدل ګوري چې کس پر بستر مړ پروت دی، په لاس کې یې مبایل چې په چارج کې ورکړل شوی و ایښی و، ویل کیږي چې د نوموړي په لاس د بجلۍ شاټ یا سوځېدو نښې هم ښکاریدې.

دا لومړی وار نه دی چې د مبایل چارجولو پرمهال دې انسان ژوند له لاسه ورکوي بلکې یو شمېر داسې پيښې ثبت شوي چې د جعلي چارجرو له کبله یو شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د روان کال په فبروري میاشت کې د تایلنډ په یو شرکت کې کارمند د مبایل چارجولو پرمهال پر دې خبرې کولې چې د شاټ لګیدو سره سم یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

Fatal accident: Kritsada Supol was found dead on his mattress (pictured) after apparently being electrocuted when he charged his phone and used his earphones at the same time 

دغه ډول یو شمېر پېښې د هغو کسانو سره هم شوي چې د ایفون اصلي مبایل چارجولو پرمهال استعمال یې د شاټ ورکولو له کبله د مرګ لامل شوی، په دې لړ کې پر ایفون مبایل څو واره قضیې ثبت شوي دي.

پوهان د یادو پېښو اصلي لامل خراب یا جعلي چارجر یادوي، دوی وایي چې دغه ډول چارجر استعمالول او بیا د چارج پرمهال پر مبایل خبرې کول اکثره سړي ته شاټ ورکوي چې له کبله یې د ژوند ګواښ پېښیږي، دوی سپارښتنه کوي چې د مبایل چارجولو پرمهال هیڅکله باید پر دې خبرې ونشي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د