افغانستان

غني او عمران خان سعودي کې سره لیدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت یو مشر محمد اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په سعودي عربستان کې لیدلي دي.

د عمران خان له دفتره خپره شوې خبرپاڼه لیکي، نوموړي په افغانستان کې د سولې له هڅو ملاتړ کړی او ژمنه يې کړې چې خپلې هڅې به ونه سپموي.

سرچینه زیاتوي دواړه اړخونه به اسلام اباد کې هم پر ځینو مسائلو خبرې وکړي، خو اسلام اباد ته د غني د سفر دقیقه نېټه په ډاګه شوې نه ده.

له ارګه خپرې شوې خبرپاڼې هم د دې ملاقات په اړه لیکلي چې غني ورسره د سیمې د امنیت، سیمه‌ییز اتصال او د هوايي لارې د خلاصون په اړه خبرې کړې دي.

سرچینه کاږي خان ژمنه ورسره کړې چې هند ته د پاکستان له لارې د افغانستان هوايي لارې د خلاصون هڅه به وکړي.

دوی دواړه سعودي عربستان ته د اسلامي همکارۍ سازمان دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره تللي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close