افغانستان

د غني او عبدالله یو بل ټکر؛ «د اوبو او انرژۍ وزیر پخپله د باندې غورځوم!»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د حکومت د غبرګو شریکانو تر منځ له اوږدې رسنیزې خاموشۍ وروسته یو ځل بیا مخامخ لفظي ټکر رامنځته شوی دی.

سلام‌وطندار د ارګ د ځينو سرچینو په حواله کاږي محمد اشرف غني تېره اوونۍ غوښتل د اوبو او انرژۍ نوی سرپرست وزیر معرفي کړي، خو عبدالله عبدالله يې پر وړاندې ګواښمنه لهجه وکاروله.

د سرچینې په وینا عبدالله محمد اشرف غني ته مخامخ ویلي: «د اوبو انرژۍ وزیر به پخپله زه له وزارته د باندې وغورځوم.»

عبدالله تر دې وړاندې هم ویلي و، چې ګڼ لوړپوړي چارواکي پر خپل سر شړل کېږي او مقررېږي، د ده په وینا ځينو ته خو د دندو پرېښودو خبر د فیسبوک له لارې رسېږي.

غني چې له عبدالله عبدالله سره يې په شریکه د دوو کلونو لپاره حکومت شریک کړ، خو د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په امر يې عمر پنځه کاله ته وغځول شو او د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه يې دا عمر هم پوره شو.

د راتلونکو ولسشمریزو ټاکنو لپاره نوماندان هم نیوکه کوي چې د غبرګولي له لومړۍ وروسته حکومت ته ور پاتې مشروعیت هم له منځه تللی، مشران يې د چا د لرې کولو او مقررولو صلاحیت نه لري، خو بیا هم د واک دواړه شریکان ظاهراً دندې پر مخ وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x