افغانستان

هلمند؛ ګډو ځواکونو ملکي وګړو ته دروند مالي زیان اړولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د بهرنیو او دولتي ځواکونو له لوري د شپنیو عملیاتو او ملکي تلفاتو په لړ کې د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې تېره شپه اوږده چاپه تېره شوې چې دروند مالي او څه ځاني زیان يې پر ځای پرېښود.

د ځايي سرچینو په حواله تېره شپه شاوخوا لس بجې بهرني ځواکونو د دولتي ځواکونو په ملتیا د مارجې ولسوالۍ په چور چهارراهي سیمه کې د خلکو د کورونو او دوکانونو پر نړولو پیل وکړ.

په دې یوه شپنۍ چاپه کې شاوخوا ۶۲ دوکانونه چې پکې د ټوکر او کتابونو پلورنځي هم شامل دي پر بمونو الوزول شوي او شاوخوا ۲۰ عرادې موټرسایکلونه يې هم سوځول شوي دي.

د هلمند ځايي چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو هغه ولایت کې يې د طالبانو پر ضد د عملیاتو یادونه کړې ده.

طالبانو دا پېښه وحشت بللې او خواشيني يې پرې ښکاره کړې ده، دوی پر همدې مناسبت خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د مالي زیان تر څنګ ګډو ځواکونو یو تن وژلی او اوه تنه نور يې ژوندي وړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

دا د روژی مبارکه میاشت ګوره دا بی ځایه بماردونه. د خټو کورونه مو بمبارد کړی منافقو کافرو، زمونږ بیوزله خلګ مو پکی شهیدان کړی. الله مو خوار او زلیله کړه ورک شی.

غ.حضرت

دوه لنډ ټکی: ۱-زما او ستا او احمد او محمود لخوا د بی ګناه خلګو د وژلو غندل به فقط د ځان تسلی وی خو حقیقت دادی چی د بی ګناه او معصومو او مظلومو خلګو بی رحمانه وژل( د هر چا لخوا چی تر سره کیږی) یو مجرمانه او د ابدی جهنم د استحقاق وړ کړنه ده او په واللّّه قسم جی جهنم، جنت غوندی حق دی. ۲- د طالب او امریکی تر منځ د بانډارونو را وروسته د ګډو ځواکونو ړانده او ظالمانه هوائی عملیات ډیر سوی او دا حالت د یوې مرموزی سناریو د اجراء ښکارندوئی کوی.… نور لوستل »

غ.حضرت

زما او ستا او احمد او محمود لخوا د بی ګناه خلګو د وژلو غندل به فقط د ځان تسلی وی خو حقیقت دادی چی د بی ګناه او معصومو او مظلومو خلګو بی رحمانه وژل( د هر چا لخوا چی تر سره کیږی) یو مجرمانه او د ابدی جهنم د استحقاق وړ کړنه ده او په واللّّه العظیم قسم جی جهنم هم جنت غوندی حق دی. ۲- د طالب او امریکی تر منځ د بانډارونو را وروسته د ګډو ځواکونو ړانده او ظالمانه هوائی عملیات ډیر سوی او دا حالت د یوې مرموزی سناریو د اجراء ښکارندوئی کوی. داسی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x