طالبان: مؤقته سوله نه؛ بلکې څلوېښت کلن ناورین باید ختم شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱غبرګولی، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي ولس دا نه غواړي چې یوازې د څو ورځو لپاره د اوربند په نوم شپني عملیات، بمبارۍ او د ملکي وګړو وژنه ودرېږي، بلکې باید څلوېښت کلن ناورین ته د پای ټکی کېښودل شي.

طالبانو د «افغان اولس موقته نه بلکې تلپاتې سوله غواړي» تر سرلیک لاندې اوونیزه تبصره کې لیکلي « د ولس غوښتنه او اړتیا کوم مؤقت او نمایشي اوربند یا لنډ مهالې سوله نه ده، بلکې د اولس غوښتنه دا ده چې څلویښت کلنه جګړه پای ته ورسیږي.»

تبصره وړاندې زیاتوي طالبانو په ټولو اخترونو کې په نا اعلان شوې توګه «خپل جهادي فعالیت داسې عیار کړی چې ولس کولی شي په پوره اطمینان او ډاډه زړه د خوښۍ دغه ورځې ونمانځي.»

طالبان وايي د ملکي وګړو تلفاتو مخنيوي ته يې جدي پام کړی او هم يې «خپل نهایي کوښښونه کړي چې په نتیجه کې یې د مجاهدینو په بریدونو کې د ملکي تلفاتو ارقام صفر ته تقرب کوي او د پام وړ کموالی په کې راغلی دی.»

تبصره کې د سولې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د بهرنیو ځواکونو پوځي حضور یاد شوی دی، کوم چې د مسکو دوه ورځې وړاندې غونډه کې هم پرې طالب مشرانو ټینګار وکړ.

طالبانو پر ولس غږ کړی چې دوی د جګړې د عواملو د ختمولو هڅه کوي «چې دلته پردی اشغال او د جګړې ټول عوامل ختم شي، د ګران افغانستان خپلواکي او ځمکنی تمامیت را اعاده او اولس مو په خپل هیواد کې، له خپل اختیار او استقلال سره د واقعي او تلپاتې سولې له نعمت څخه برخمن شي.»

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه.
عام ولس دایمی سوله غواړی،دولت ډالر غواړی،طالیبان کلداری غواړی،کله چه کلداری او ډالر بند شی،کیدای شی عام ولس سوله تر لاسه کړی.

عظیمی
میلمه
عظیمی

خیاط صاحبه ستا به لیکونو کی می تر اوسه یوه ورځ داسی خبره ونه لوستل چه ووایم دا دیوه آزاد افغان نظر دی. کله چه ستا امریانو او تنخواه درکوونکی قتل اوقتال وکړی کونه لوټ اوخرااب کړی میندی پلرونه دغم په تغر کښنول سی. ستا درک نه شته که د آزادی او د اشغال ختم خبره وشی ستا چڼاسکی پورته شی. تادی الله اصلاح کړی.