نړۍ

د امریکا ورجينيا ايالت کې وسله ‌وال بریدګر ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د امریکا ورجينيا ايالت ختيځ کې يوه وسله‌ وال بریدګر يوولس کسان وژلي او شپږ نور ټپيان کړي دي.

د ويرجينيا ایالت د پوليسو مشر جيمس سيرویوا ويلي، چې د ښاروالۍ پارېدلي بریدګر د جمعې په ورځ مازديګر د ښاروالۍ په دفتر کې يوولس کسان وژلي، شپږ نور يې  ټپيان کړي او وروسته يې خپل ځان هم وژلی دی.

د پوليسو مشر زياتوي، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

پوليسو د پېښې په اړه نور جزيات نه دي خپاره کړي، خو زياتوي، چې د بریدګر په ډزو کې يو پوليس هم ټپي شوی دی.

پوليس وايي، چې بریدګر د  ښاروالۍ پخوانی مامور و، هغه يې «خشمېدلی» بللی او زياتوي، چې تر اوسه دی نه پوهيږي، بریدګر ځانوژنه کړې او که د پوليسو په ډزو کې وژل شوی.

د ورجينيا ښاروال بوبي داير دا پېښه د ويرجينيا په تاريخ کې توره تاريخي ورځ بللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

اصلی نړیوال دهشتګر د دهشتګری هره پیښه ( لکه د سپټمبر یوولسمه فاجعه ) مسلمانانو پوری تړاو جوړوی تر څو خلک له اسلام او مسلمانانو فاصله ونیسی او په دی ډول له ځانه د سولیو سپینی کوتری جوړی او مظلوم بشریت په ارامه او اسانه ښکار ( استثمار ) کړی . نیوزیلیند کی چه همدی وحشی کفارو ۵۰ بی ګناه او بی دفاع مسلمانان په داسی حالت کی چه الله ج ته په سجده پراته وو په شهادت ورسول مګر لوی دجال ( ترمپ ) هغه کس دهشتګر یاد نه کړو هغه یی هیټ کرایم یاد کړو یعنی مسلمانان سره… نور لوستل »

غ.حضرت

د ویرجینیا ښاروال بوبی ډایر دا پیښه د ویرجینیا په ( تور) تاریخ کی توره تاریخی ورځ بلل ده.
د ډیرو کسانو د سلیقی په بازار کی د څلورو مشهورو رنګونو څخه د ( تور) رنګ خریداران هم ډير دی او هم ښه خلګ دی.

سیدګل اغابنوری

الحمد لله ثم الحمدلله ، اللهم اهلك یهود ونصاریٰ واعوانهم ،بهلاك قوم عادوثمود ؟ والسلام .

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x