
طالب مشر: پر دوه مخي سیاست باور نه لرو؛ سوله کې رښتوني یو
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د طالبانو مشر شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده د راتلونکي کوچني اختر په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ويلي، دوه مخی سیاست د بریا عامل نه بولي، ځکه خو له امریکا هم غواړي چې په رښتینې توګه د سولې روانه پروسه کې سهیم واوسي.
په دې پیغام کې طالب سرتېرو، شهیدانو، د هغوی وارثینو او ټول ولس ته د اختر مبارکۍ تر څنګ د نورو اختریزو پیغامونو خلاف د اسلامي امارت پر بهرنۍ پالیسۍ هم رڼا اچول شوې ده.
شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده د بهرنۍ پالیسۍ اړوند ویلي، له اشغال خلاص داسي افغانستان غواړي چې نه بل چاته ګواښ او نه يې نور څوک خپلواکي نقض کړي.
پیغام کې امریکا او کابل حکومت پر دې ملامت شوي چې د قومي، سمتي او سیاسي تعصبونو راپارولو په وسیله غواړي هېواد د خپلو شومو موخو لپاره وکاروي.
د سولې د روانو خبرو اترو په تړاو هم له امریکایانو سره د مذاکراتو د پیل سبب د اشغال د ختمولو هڅه یاده شوې او ضمناً يې افغاني اړخ کې هم د پرمختګ یادونه شوې ده.
شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده ویلي: «هیڅوک دې داتمه نه راڅخه کوي چې خپل هدف ته تر رسیدو مخکې به د جهاد ګرم سنګرونه ساړه او څلویښت کلنې قربانۍ هیرې کړو.»
د راتلونکي نظام په اړه ډاډ ورکړل شوی چې د ټولو هېوادوالو حقونه به خوندي وي او د هېواد په پرمختګ کې به شریکه هڅه کېږي، دې پیغام کې د طالبانو پرلپسي ټینګار بیا یاد شوی چې دوی د واک انحصار نه غواړي.
پر طالب سرتېرو غږ شوی چې د ملکي تلفاتو مخنیوي ته پام وکړي او د امارت اصولو ته ژمن واوسي.
دلته دا پیغام بشپړ لوستلی شئ:
د نیکمرغه کوچني اختر د را رسیدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث هِبة الله اخندزاده (حفظه الله) د مبارکۍ پیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
إن الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله.
قال الله عزوجل فی محکم کتابه: وَاذْكُرُوا إِذْ أَنتُمْ قَلِيلٌ مُّسْتَضْعَفُونَ فِي الْأَرْضِ تَخَافُونَ أَن يَتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ فَآوَاكُمْ وَأَيَّدَكُم بِنَصْرِهِ وَرَزَقَكُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (26) الانفال
د افغانستان مجاهد او مؤمن ولس، د سنګر سرښندونکو غازیانو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو له امله تاسو ټولو ته مبارکي وایم، الله تعالی مو روژې ، تراویح او ترسره کړي ټول عبادات قبول کړه.
الله تعالی دې د ټولو شهیدانو شهادتونه قبول کړي، د مجاهدینو د غزا او ستړیاوو دې الله تعالی اجرونه ورکړي، زخمیانو ته دې الله رب العزت عاجله شفاء او زندانيانو ته د نجات او آزادۍ اسباب برابر کړي.
د شهیدانو پلرونو، میندو، کونډو، وروڼو، خویندو او اولادونو ته له الله تعالی څخه جمیل صبر، باعزته ژوند او د سپیڅلو ارمانونو د پوره کېدو دعاکوم.
مسلمان مجاهد ولسه!
غواړم له دې فرصت نه په استفادې سره د هیواد د وروستیو جهادي او سیاسي تحولاتو په اړه خپل نظر در سره شریک کړم .
ـــ د الله تعالی په نصرت او د مؤمن ولس په ملاتړ په پوره باورسره تاسو ته ډاډ درکوم چې د اشغال په وړاندې ستاسې برحق جهاد او مقاومت نور د بریالیتوب سرمنزل ته ورلنډشوی ان شاء الله تعالی.
ـــ بهرني اشغالګر که هرڅومره په خپل پوځي او تخنیکي قوت مغرور دي او د بېوزله افغانانو خلاف یې له وحشته ډک موقف نیولی؛ خو بیاهم د هغوی ټول پوځي غرور ستاسو د دفاعي مقدس جهاد په وړاندې په شکست محکوم شوی او ستاسو جهاد او تاریخي سرښندنې د دې لامل ګرځيدلې چې د هیواد د ټولو پوځي او سیاسي اقداماتو ابتکار اسلامي امارت تر لاسه کړي.
ـــ د دغه ابتکار په ترڅ کې که اسلامي امارت په جهادي جبهاتو کې فاتحانه عملیات ترسره کوي او که په سیاسي ډګرکې له امریکايانو سره د افغانستان د اشغال د خاتمې لپاره مذاکرات کوي د دې دواړو غرض او هدف د اشغال خاتمه او داسلامي نظام قیام دی.
ـــ د اسلامي امارت پوځي او سیاسي اقدامات تر یوه موقف او یوې قومندې لاندې په داسې ډول ترسره کیږي چې په عمل کې یو بل ته قوت ور بښي.
ـــ بهرني یرغلګر او کورني ملګري یې د جګړې د ټولو قوانینو او اخلاقي مقرراتو خلاف په سخت وحشت سره زموږ په کلیو، بازارونو، جوماتونو، کلینیکونو، مدارسو او نورو ځایونو باندې داسې ړندې بمبارۍ او ظلمونه کوي، چې دبشر تاریخ یې مثال نه لر.
ـــ عام ولسي وګړي په شهادت رسوي، د کورونو پریښودلو ته یې اړباسي، په نیمو شپو د خلکو شخصي حریم ماتوي، دروازې یې په بمونو الوزوي، ښځې او ماشومان له خواږه خوبه په وحشت سره را پاڅوي، د هیڅ ډول عزت خیال یې نه ساتي، نارینه یې د ښځینه وو، خویندو میندو په وړاندې په بې رحمانه ډول په شهادت رسوي.
ـــ په زرګونو افغانان په زندانونو کې په شکنجو ځوروي، د کابل ادارې له وحشي زندانونو څخه د سختو او نامساعدو شرایطو له وجې د یو شمېر مظلومو بندیانو د شهادت خبرونه را رسیږي، حتی په دا وروستیو کې يې په زندانونو کې په بې وسلې او لاس تړلو بندیانو مرمۍ و اورولې، چې پر مظلومو زندانیانو ډزې کول د جنګي جنایت تر څنګ ستره بزدلي او نامردي هم ده.
بې له شکه چې دا د یرغلګرو او د هغوی د ملاتړو پر ټنډه تور داغ دی او په ننني عصر کې د تیر ټول انساني تاریخ د وحشت رکارډ ماتوي.
درنو هیواد والو او د نظرخاوندانو!
ـــ اسلامي امارت د خپل اصولي دریځ او سوله ییزې تګلارې له مخې په دې توانیدلی چې د افغانستان د ګاونډ او سیمه ییزه اجماع د ځان کړي، په مسکو کې د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د ۱۲ هیوادونو لومړی کانفرانس، د اسلامي امارت له سیاسي استازیو سره د نړۍ د هیوادونو اړیکې او د هغوی د سیاسي لوړ پوړو چارواکو رسمي لیدنې کتنې او د بین الافغاني تفاهم په سلسله کې غونډې او تماسونه زموږ د خبرې ښکاره ثبوت دی.
ـــ د کابل اداره هڅه کوي د خپل ځان په مطرح کولو سره د اسلامي امارت او افغان سیاسیونو د تفاهم مخه ډب کړي، چې دې بې ګټو هڅو او د بین الافغاني تفاهم په مخ کې سیاسي مزاحمت ته یې اسلامي امارت هیڅ اعتناء نه کوي.
ـــ اوس د دې وخت راغلی چې ټول هیوادوال په یوه خوله د اشغال د خاتمې، اسلامي نظام د حاکمیت او ملي یو والي متحد غږ راپورته کړي.
ـــ اسلامي امارت د واک انحصار نه غواړي، موږ پر دې باور یو چې ټول افغانان به په ریښتیني توګه په نظام کې خپل ځان وویني.
ـــ د موجوده بنسټونو په برخه کې به اسلامي امارت د اصلاح او سمون له لارې داسلامي اصولو په رڼاکې د آینده افغانستان لپاره مثبت کار واخلي.
د بهرني سیاست په اړه:
ـــ د اسلامي امارت په اند د یوه سوله ییز افغانستان وضعیت دا ایجابوي چې دلته نور له خارجي اشغال نه خلاص یو داسې افغانستان وجود ولري چې نه یې څوک خپلواکي او حریت نقض کړي او نه یې هم ځمکه او فضا د بل چا په ضرر وکاریږي.
ـــ اسلامي امارت د ټولې نړۍ او خاصتا د سیمې له هیوادو سره په مثبتو اړیکو باور لري او له ګاونډیانو سره د ښه ګاونډیتوب اصولو ته ژمن دی؛ خو امریکا او په کابل کې د هغوی تپل شوې اداره دلته د جګړې د غزولو، قومي، سمتي او سیاسي تعصباتو را پارولو له لارې دا هڅه کوي ترڅو زموږ هیواد د ټولې سیمې او ګاونډیانو په وړاندې د یو سنګر په حیث وکاروي، فتنه ګرې ډلې راپیدا او تقویه کړي، خو لله الحمد د مجاهدینو په وړاندې فتنه او فتنه ګره مفسده ډله له شکست سره مخ او مغرور امریکايي جنرالان او داخلي ملګري یې د افغان ولس جهادي عظمت ته سر ټیټي شوي دي …قُلْ بِفَضْلِ اللَّهِ وَبِرَحْمَتِهِ فَبِذَٰلِكَ فَلْيَفْرَحُوا هُوَ خَيْرٌ مِّمَّا يَجْمَعُونَ (58) سورةیونس..
ـــ اسلامي امارت به د الله تعالی په نصرت او د خپل مؤمن ولس په ملاتړ فتنه ګرو ته دافرصت ور نه کړي چې نور افغانان وځوروي، یا هم له افغانستان څخه د فتنې مرکز جوړ کړي او نورو ته تهدید شي.
د مذاکراتو په هکله:
ـــ اسلامي امارت د خپل سوله ییز موقف له مخې امریکایي لوري ته بلنه ورکوي چې د تعقل او تفاهم موقف غوره کړي، په مذاکراتي بهیر کې په صادقانه ډول سهیم و اوسي او د دې بهیر د تحرک لپاره د اسلامي امارت معقولې طرحې ومني.
ـــ اسلامي امارت غواړي چې په ګران هیواد کې د افغانانو د خوښې یو خپلواک، اسلامي، او افغان شموله نظام حاکم شي، همدې هدف ته د رسیدو لپاره مو د مسلح جهاد ترڅنګ د تفاهم او مذاکراتو دروازه هم پرانیستې پریښې ده، چې همدا اوس له امریکایي لوري سره د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له طریقه د مذاکراتي ټیم په وسیله د تفاهم سلسله جریان لري، الله تعالی ته سوال کوو چې هیوادوال یې د ښو پایلو شاهدان و اوسي.
ـــ په دې خبره باید دوست او دښمن پوه شي چې موږ په سیاسي تعاملاتو کې پر دوه مخي سیاست هیڅ ډول باور نه لرو، د مذاکراتو په پلمه وقت تلفي، تر پردې لاندې سازشونه او دوه ګونی چلند مو نه خوښ دی او نه یې د بریالیتوب لار بولو.
ـــ هیڅوک دې داتمه نه راڅخه کوي چې خپل هدف ته تر رسیدو مخکې به د جهاد ګرم سنګرونه ساړه او څلویښت کلنې قربانۍ هیرې کړو.
ـــ له امریکایانو سره د مذاکراتو ترڅنګ مو د بین الأفغاني تفاهم په برخه کې هم کافي پرمختګ کړی اونور به هم وشي ان شاء الله، ترڅو خواخوږي او د وطن په درد دردمن افغانان وکولای شي له اشغال څخه تر خلاصون وروسته خپلمنځي ټولې ستونزې په تفاهم سره حل وفصل کړي.
د کابل ادارې منسوبینو ته!
ـــ د کابل ادارې نظامي منسوبینو، ملکي مسئولینو او ټولو کارمندانو ته مو پیغام دا دی چې تاسو د همدې خاورې او ولس بچیان یاست، پلرونو او نیکونو مو ټولو د اسلام د ساتنې لپاره قربانۍ ورکړې دي، تاسو ته په هیڅ دلیل نه ده روا چې د خپل مجاهد ولس خلاف د هغو اشغالګرو تر قومندې لاندې وجنګیږئ چې زموږ د عقیدې او خاورې سرسخته دښمنان دي، زموږ هیواد یې اشغال کړی او زموږ په ولس ظلمونه کوي.
ـــ له تاسو سره زموږ مخالفت په همدې ټکي دی، که تاسو د اشغالګرو له ملګرتیا لاس واخلئ، زموږ وروڼه یاست، مجاهدین لکه څرنګه چې د هیواد په لر او بر کې هره ورځ له دښمنه را جلا کیدونکو عسکرو ته هرکلی وایي په غاړو کې ګلان ور اچوي، د جنګي اسیرانو ساتنه او تداوي کوي تاسو ته هم د سر او مال امن درکوي، نو تاسو هم د خپل دنیوي او اخروي نجات لپاره اقدام وکړئ او مخکې له دې چې د امریکایانو په ملګرتیا کې هلاک شئ، د اشغالګرو له صف څخه ځانونه رابېل کړئ د هغوی په مقابل کې ودریږئ او د آزادۍ د لارې اتلان شئ.
قدرمن اولسه!
ـــ اسلامي امارت خپل ولس ته ډاډ ورکوي چې د سالم شرعي نظام په سیوري کې به هیوادوالو نارینه او ښځینه و ته ټول حقه حقوق ورکول کیږي.
ـــ اسلامي امارت به د معیاري (دیني او عصري) تعلیم، کار، تجارت، ترقي ، آبادۍ اوپه ټولو اجتماعي برخو کې د پرمختګ زمینه سازي کوي، ځکه دا د افغانانو بنیادي حق او زموږ د ټولنې د رفا او کامیابي لپاره حیاتي او لازمي اړتیا ده.
ـــ اسلامي امارت همدا اوس ټولو مجاهدینو ته ځانګړي هدایات کړي چې د عام المنفعه پروژو ساتنې، پالنې او پرمختګ ته خاصه توجه وکړي.
مجاهدینو وروڼو!
ـــ تاسو ته مې پیغام دا دی چې خپل مسؤلیتونه هغه که نظامي وي او که ملکي، په ډیرې امانتدارۍ، جدیت او اخلاص سره انجاموئ، یو د بل مرسته کوئ، خبره سره منئ او اختلاف مه سره کوئ، ( و تطاوعا ولا تختلفا) رواه البخاری.
ـــ په نظامي عملیاتو کې د ولس د سر او مال حفاظت ته ډیره توجه کوئ، الله دې نه کوي چې د بې پروايي له امله ملکي تلفات رامنځ ته نه شي، دبې ګناه انسانانو وینه تویې نه شي او یاهم هیواد والو ته مالي زیان وانه وړي.
ـــ د دښمن کسان چې کله درسره اسیران شي نو بهترین اسلامي او اخلاقي چلند ور سره کوئ، پام کوئ چې د دښمن ظالمانه او وحشي کړنې مو داسې انتقامي جذبات راونه پاروي چې له خپل اخلاقي او معتدل مسیر نه مو واړوي، د محاکمو له فیصلې پرته چي بندي ونه وژل شي.
ـــ د خپلو صفوفو پاک ساتلو او په خپلو لیکو کې د بد اخلاقو او نا اهله کسانو نه پریښودلو ته خاصه توجه وکړئ، که مو صف ته بد خلک درننوتل بیا به د الله تعالی نصرت او د شریف ولس ملاتړ درسره نه وي، چې څوک اطاعت نه کوي او اصول نه مني داسې کسان له ځانه جلا کړئ.
ـــ د خپلو شهید شویو، اسیرانو او بي وزله ملګرو په کورنیو وخت په وخت پوښتنه کوئ او د خپل توان په اندازه مرسته ورسره کوئ، کماقال الله تعالی، ( وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا). ۸ الدهر
ـــ د هیواد ټولې هغه سیمې چې د مجاهدینو ادارې پکښې فعالې دي، د مجاهدینو لپاره یوه لویه ازموینه ده چې آیا اوس له خپلو شعارونو او مدعا سره سم د ولس خدمت او د اسلامي عدالت تعمیل کوي او کنه؟
ـــ موږ تاسو هر یو الله تعالی ته مسؤل یو، له هر چا څخه به د هغه د مسؤلیت او تر لاس لاندې رعیت په اړه پوښتنه کیږي، نو ټول مسئولین باید د ولس خدمت او د رعیت حقوق پرځای کول، خپل مسئولیت وګڼي.
ـــ په پای کې یو ځل بیا د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي درته وایم، له ټولو مجاهدینو او عام ولس څخه مې غوښتنه ده چې د کلي او ګاونډ غریبان، یتیمان، کونډې او بې وسه مسلمانان او د محبوسینو کورنۍ د اختر په خوښیو کې هیرې نکړئ، له هغوی سره مرسته وکړئ. تر څو هغوی هم اختر ولمانځي او د خوښیو له دې فرصت نه محروم پاتي نه شي. والسلام
د اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوی هبة الله اخندزاده
۲۷/۹/۱۴۴۰هـ ق
۱۱/۳/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/6/1م
جوړ په خیر.
ولس اوس هغه پخوانی ولس نه دی.ولس په دا باور دی چه،
سوله نه د طالیب او نه د دولت په لاس کی ده،
سوله د پاکستان او امریکا په لاس کی ده.طالېب او دولت دواړه د عام ولس قاتلین دی
که یی قاتلین نوی بیا نو د روژی په میاشت د ښار په ګڼه ګوڼه کی انتحاری حملی او د پوهنتون په محصلینو ځان وژنه دا د مسلمان کار دی؟
الله پاکه هغو کی مو شمار کری چی ستا پر لار روان وی او ستا خوش وی. عجیبه ده د اسلامی هیوادونو مجلس چی د اسلام په مرکز کی جور وه بیا اعلان کره چی په افغانستان کی جگره ورور وژنه ده جهاد نه دی او باید بند کرل شی. اوس یی زموژ خانه راخرابه کره چی دکوم شیخ الحدیث په قول وکرو هیبت الله اخند زاده که داسلامی هیوادونو علما. د الله په ذات دی می قسم وی چی لار یی راخخه ورکه کریده چی دچا خبره د رسول الله موافق ده نو زکه داسی وایم الله پاکه ددغی… نور لوستل »
که يو څو قرآنی مبارک آيتونه او نبوی مبارک حديثونه د جهاد ولولی حقيقت به ومومی چی د چا ومنی کنه همداسی به لاره در څخه ورکه وی .
که تاسو عالم یاست لطفا ددی جنگ د روا یا ناروا په ارتباط د ایات او حدیث په رنا کی حواله راکری حتی.
ته او خدای هغه څوک چی په خوله کلیمه وایی، لمونڅ کوی او روژه نیسی د هغه وژنه په کوم مبارک آیت او نبوی حدیثو روا ده؟ مولوی صیب ریحان کافر وو، د مولود شریف په غونډه کی چی ټول علما را ټول شوی وو انتحاری حمله وشوه هغوی کافران ول؟ تر څو به دا قرآنی آیتونه او مبارک حدیثونه د خپلو شخصی مقاصدو لپاره پکار اچوی الله مو خوار کړه؟
په کوم دلیل زما تبصری ته منفی لایک ورکوی؟
الله (ج) مونږه ته عقل راکړی او باید درست فکر وکړو. د هغوی په فتوای روژه نیسو، اختر کوو خو اوس یی نباید قبوله کړو؟ دا خوا یو هیبت الله دی او دا چی تر کومی اندازی استقلالیت لری او یا یی نلری خو هلته په لس ګونو شیخ الحدیثانو فتوای ورکړی چی د افغانستان جنګ ورور وژنه ده. خدای بښلی سمیع الحق صیب یی دی ته پرینښود چی داسی یوه فتوای ورکړی، سمدستی یی شوړه کړ.
عبدالله صاحب
منافقت مه کوی!!
حقه لاره منه که بيخي درنه ورکه وي،،،
هسې په دې خبرو ساده لوحه خلک د شک په څنډو دروی بل هدف نلری.
که مو همدا دنده وي نو هسې بې فايدې مو په دا مبارکه مياشت کې ځان لوږې او تندې ته ورکړی.
غوربندیه ما ویل ته به یو سه معقول انسان یی د خدای پاک لار به درمعلومه خو ته هم هسی بی منطقه سری یی. چی د مسلمان د وژنی پوشتنه کوم تاسو راته منافق وایاست. چی د بیگناه افغان مسلمانانو د وژلو د فتوا حواله غورام راته غلام او…. وایی، ته سنگه مسلمان یی چی جهاد دی د امریکا او اشغالگرو سره اعلان کری او وژنی بیگناه افغانان. د مولانا فضل الرحمن او شرابی طاهر اشرفی فتوا منی خو د کعبی د امام او اسلامی امت فتوا نه منی. تاسو په دا توله روژه کی سو امریکایان مردار کرل؟ صفر.،؟.… نور لوستل »
سلامونه عبدالله صاب دو ټول هسی ځان غولی نوری هدف نه شته دوی ټولی اسلامی نړی ته شرمیدلی دی دوی جهاد شرمولی الله (ج) دی دوی وشرموی چی حق اوباطل وپیژنی
افغانان ذی په یوه خوله د اشغال په وڔاندی د ازادی غږ اوچت کڕی تر څو اشغالگرو ته د اشغال پلمه پاتی نه شی
خبره ده پر ځای ده کور دی آباد. خو دا پداسی حال کی کیږی چی ټول سره متحد ووسو. حکومت سره خبری نکوی خو د مسکوچیانو او کمونیستانو سره بیا په افتخار سره د ولادیمیر ایلیج لینن په ټاټوبی کی سره را ټولیږو اشغال به څنګه پای ورسی؟
د مرحوم ملا صیب عمر عکس پیدا کیږی نه، خو تاسو د روسانو له ښځو سره داسی فلمی اکتونه وکړل چی ټوله دنیا مو حیرانه کړه.
ولی منفی لایکونه کومه خبره می غلته ده؟
طالبانو دومره بد کارونه کړی چی اشغالګر پری ډیر ښه دی.
ده حل ېوه لار ده
امرېکا او ېاران به ده غازېانو له هېواده
ورکېزی
که داسی اونه سی
بېا نو ده سولی او سوکالی لپاره هره هېله خېالی پلاؤ
ده
نو ولس ته پکار ده سی سړک ته راووزی او امرېکا او ېارانو ته ئ ووائ چی زمونږ له هېواده ووزی
ستاسو شتون زمونږ ده تباهی باعث ده
اېا دا ولس به دا کار وکړی؟؟؟؟؟
مونږ ولی دومره بی همته. سؤ؟؟؟؟
الله ج دی سوله راولی له حق سره
امېن ېا رب
ولس چی سړک ته راووځی بیا ورباندی انتحاری کوی څنګه راووزی د چا په حکم سره؟ آیا تاسو د ولس زړونه لاس ته راوړی چی راووځی؟ الله د خوار کړه ولسمل صیب.
غمی پشتونه ته مهربانی وکړه کمینټ مه کړه
په هیڅ هم نه پوهیژې
هسې دې کمینټ ځاﺉ نیولﺉ وی او زموژ وخت ضایعه کړې
بس دادې ښه زده دی طالب ده امریکا ده
عجیبه اختر مبارکی ده. اختر مو مبارک خو اوربند به پکی نوي. بیانو مبارکی په څه معنی. مونږه اختر ولمانځو او یا که په فکر د انتحار او انفجار کی ووسو. روځ تر بلی خپل حیثت له لاسه ورکوی###
عبدالله تاته دا وایم اهل حق وپیژنه
حق به خپله وپیژنې
معصوم جانه، حق یی راخخه ورک کری دی، نه پوهیژم چی د کعبی شریفی امام خبره ومنم چی د الله د بیتی امام دی که د طالبانو؟ جمیل ورور راته لیکی د الله کلام او د رسول الله حدیث ولوله ورکه لار به پیدا کری. بلی که یی سوک راته تحریف نه کری. هغه کی واضحه وایی بیگناه خلگ مه وژنه، دایات شریف ترجمه ده چی یو بیگناه انسان مر کری لکه تول انسانیت چی دی وژلی وی. اوس نو د مولوی ریحان سره سو بیگناه شهیدان شول دا په کوم حدیث او ایات کی راغلی دی چی دیو نفر… نور لوستل »
په بحث کې ګډون وکړه…روژه د په خیر،
عبدالله ته.
حدیث او د قران ایت کی د مسلمان قتل ناروا دی .د ټولو دنیا عالمانو د افغان جګړه ورور وژنه بولی.
خو طالیبان چه تر اوسه عالمان شوی نه دی دا جنګ روا او جهاد بولی.
ایا د مولوی ریحان ،او مولوی بصیر حقانی قتل جهاد دی؟
ایا ڼنی بمونو ایښودل عام ولس قتلول جهاد دی؟
اصحابو کرامو غیر وسله یهودان هم نه قتل کول.
اوسنی طالیبان نه مسلمان ګوری .او نه بل څه بمنه ایږدی او خلک قتلوی.
پشتین صاحب مننه ستاسو روزه هم پخیر،
بلی موژ هم همدا وایو پشتین صاحب، که داسی کرنه جهاد وی نو حواله راکره ا طالبه وروره!!
خو مجاهد صاحب دلایل د زانه وایی، زه ورته وایم حدیث او ایات کی راته ثابته کره؟ دی راته وایی چی ۴ لسیزی اشغال کیزی اشغال دی، خو ورسه امریکایی مردار کره ته ولی بیگناه مسلمانان وژنی لکه نن چی یی په کابل کی شهید کریدی؟؟؟؟
ټوله خبره په اشغال کی ده.
هر هغه څوک چی د افغانستان اشغال منی او یا د اشغال په وڔاندی بی تفاوته پاتی کیږی ماته هغه نه افغان دی او نه مسلمان او بلکی نه انسان دی.
ځکه چی د هر انسان وقار په ازادی کی دی او د هر ازاد انسان وقار د هغه انسان د ارادی تمثیل کوی کله چی د انسان څخه د خپلواکی حق سلب شی نو بیا هغه انسان خپل وقار نه لری.
داسې نه ده چې خلک یوازې له مرتدو، اشغالګرو او د هغو له غلامانو نفرت کوې
بلکه خلک دومره متنفره شول چې له هر قاتل، وحشي، تکفیرې، انتحاري، پر مسلمان د جهاد اعلانوونکو څخه هم بدرجه اولی نفرت کوې
ښه خبره. خو د حل لاره یی داده چی څنګه ټول ولس دی ته آماده شی چی د اشغال پر ضد راپورته شی. طالبان هغه وخت موفقه دی چی د ولس زړونه په لاس راوړی ولی بر عکس هغوی هم لکه امریکایان د ولس وژلو ته ملا تړلی. پر محصلینو انتحاری، د یوه کس په خاطر ورسره لس نور شهیدان کول، د روژی د میاشتی احترام نکول، اوربند غاړه نه کیښودل، ورانی، د انجنییرانو او معلمانو شهیدانول او لس ګونو نور خلاف کارونه. باید د طالب او امریکایانو فرق وشی. هغوی معلومداره خبره ده چی کافران دی خو دوی خو… نور لوستل »
عبدالله صاحب ! له څلورو لسیزو استعمار او هغه هم د روسانو او انګریزانو او د نړیوال کفر او منافقینو له خوا ، بیا هم تاسی د لیلی او مجنوی په نر اوښځه نه پوهیږی ؟ د حیرانتیا وړ ده. مګر هغه چه سړی څه عصبی ستونزه ولری او لا ماشوم وی. د انسانی ژوند له شروع د حق او باطل جګړه شروع شوی د هابیل او قابیل څخه شروع او د عیسی ع او د جال په اخری جنګ به خاتمه مومی او تاسی به بیا هم د هابیل او قابیل او یا د عیسی ع او دجال تر… نور لوستل »
مجاهد صاحب، لمری هیله کوم چاته د حقارت الفاظ لکه عصبی، ماشوم … مه کاروه!! زکه دا داسلامی دعوت اصول نه دی بله داچی، که به د الله دلاری خخه په بل لاره خوشحاله یم الله پاک دی می د قیامت په ورز د شیطان سره یو زای جهنم ته داخل کری نو مجاهده وروره ته ولی ما لفظی تهدیدوی ما خو د یو مسلمان په حیث پوشتنه کریده چی دبیگناه خلگو د وژلو مربوطه فتوا په قران کریم ده، صحاح سته کی ده، در مختار کی ده، ردمختار کی ده، فتاوایی عالمگیری که ده فتاوایی هندیه، رشیدیه ….. ده؟؟؟؟… نور لوستل »
په بحث کې ګډون وکړه…عبدالله ګله،
په هیڅ کوم ایت ،حدیث،فقه کی د مسلمان وژنه .نشته.خو د ایی،ایس ایی ،په دین مذهب .کی د ټول افغان قتل روا دی.
مجاهد صاحب دیره ضروری پوشتنه تاسو ویلی دی چی “دا د اسلامی هیوادونو منافقو علماؤو ومنو که د ریشتنی مجاهدینو” دا د حرمینو امام چی د افغانستان جنگ ناروا او ورور وژنه بولی ایا دا منافق دی؟؟؟ دا دومره حاجیان چی لمونز پسی کوی دا یی په منافق پسی کوی؟؟؟ دا داسلامی هیوادونه دومره غت علماء تا منافقین کرل، په دوی پسی سومره خلگ لمونز؟؟ منافق خو رسول الله ته الله پاک شودل اوس خو نه نبی شته او نه وحی ته په کوم صلاحیت علمیت او شرعی استدلال پر مسلمان عالم د منافق فتوا ورکوی؟؟ دا حواله هم راکره؟؟؟… نور لوستل »
عبدالله صاحب.
بی له سترګی برګولو څخه هیڅ کوم دلیل نه لری.او نه له اسلام څخه خبر دی،دا په نقل کامیاب شوی ملایان دی،
متل دی نیمه ډاکتر خطر جان،نیمه ملا خطر ایمان.
د ستا د پوښتنی ځواب له طالیبانو سره نشته،بی له کنزلی،رټلی،کندغونه،حتی ستا وژنه
معصوم وروره! هر څوک د خپل نظر د څرګندونو حق لری او همدارنګه هیڅوک د بل وخت نه سی ضایع کولای که خپله هغه کس و نه غواړی.
وایی چی کتاب ختم شو شاګرد پدی نه وو خبری چی ضلیحه نر دی که ښځه. اشعال او ازادی، حق او باطل حو څه ښکر نلری ؟ د سرو کفارو شپه او ورځ بمباری او د افعان بی دفاع او مظلوم ولس قتل عام به د کوم با ضمیره انسان هیر شی. بس همدوی (د اشعال څټونکی) ړانده دی د حق لیدلو نه او کاڼه دی د حق ویلو نه.
عجيبه ده ، په ليک لوست به هم پوهيږی خو پر ځان به دومره تکليف نه تيروی چی د يو ګړی لپاره د الله(ج) او د هغه د خوږ نبی محمد(ص) کلام راواخلی او ويی لولی چی د مجاهدينو ، کفارو او د منافقينو په هکله يی څه ويلی ، ځنی د سعودی ، پاکستان او نورو علماء سوء فتواوی يادوی حال داچی په سعودی ، پاکستان او ډيرو نورو اسلامی هيوادو کی بنديخانی په اصېلو علماوو ډکی دی ، په پاکستان کی يی په لسهاوو زره مجاهدين او ولسی خلک شهيدان کړل ، بسته بازارونه او ښارونه يی ورونړول… نور لوستل »
غمی پشچین، عبدالله، اجمل او بختور منګل تاسو دې په دې ښه خبریاست که هرڅومره د کفری اشغال، ټرمپ، فاسد او ګډوله اربکي نظام لپاره ځانونه سره وشلوﺉ او هرڅومره برحق منصوص علیه فرض عین جهاد ته فساد ووایاست هرڅومره د علماء سوء نومونه او د هغوی پرپړې سره را کتار کړۍ؛ په والله که د دې سپیڅلي جهاد او مجاهد په وړاندې بریا ترلاسه کړﺉ ځکه دا د خدای ج وعده ده چې حق به پر باطل باندې هرو مرو غالب وي لکه دا اوس چې یې تاسو هم د سر په سترګو وینۍ اما د عقل سترګې مو… نور لوستل »
موسی وروره، جمیل وروره که به په کافر یا ظالم خوشحاله یم الله دی می په قیامت کی ددوی په دله کی راپورته کری، تاسو سنگه مسلمانان یاست جهاد یی بولی حواله نه لری، تهمت راباندی وایاست ولی په ورز د قیامت به الله پاک ته سه وایاست؟؟؟ زه وایم په قرانی ایات او حدیث دبیگناه مسلمانانو وژل راته ثبوت کری تاسو د اشغال او حکومت دلیل وایاست، زه هم وایم اشغالگر مردار کری بیگناه خلک مه وژنی. ته په ما سه خبر چی سومره د کفارو خلاف یم او ته بی زایه تور اوتهمت راباندی لگوی اوس می سر… نور لوستل »
عبدالله وروره !
ډيره ساده خبره ده، کله چی کفار د مسلمانانو پر خاوره يرغل وکړی د هغه ځای پر ټولو اوسيدونکو که نر وی او که ښځه جهاد پر فرض دی ، کوم مسلمانان چی د کفارو سره مل شی او د کفارو په دفاع کی د مجاهدينو سره جنګيږی د هغو حکم هم د کفارو په شان دی .
هغه څوک چی نه د کفارو مل وی او نه په جهاد کی وی که د کفارو پلوی کوی د کفارو سره به حشر شی او که د مجاهدينو پلوی کوی د مجاهدينو سره به يی حشر وشی .
جمیل په روژه کی دی زهیر کرم زه دحق په طلب د حق پوشتنه کوم ته می منافق او …. بولی اول ددعوت اوصول زده کره بیا دعوت وکره. ته به په دی اخلاقو او پوچ الفاظو وکافر ته سنگه دین ته دعوت ورکوی. ته او دوستان ما نه پیژنی نو زکه ریا نه واقع کیزی که یو حقیقت د زان په باره کی درته ووایم. باور وکره که په تول روژه کی دری تکبیر اولی راخخه فوت سوی وی او یا چی زما یاد دی په دوه کاله کی بی جماعته لمونز می ادا کری وی او ته می… نور لوستل »
عبدالله ! د حيرانی خبره ده ، ما و تاته په دوهم واری هم څه ندی ويلی ، ما خو مجادين ، کفار او منافقين ټوله ياد کړی ، نه می ته هدف وی او نه می هم په فکر کی ، ته ولی ناخودآګاه ځانته منافق وايی . داچی زه غلامان يادوم ته می په سوچ کی لا نه يی هلته ډير غټ غټ غلامان شته او ته بيا په ځان خاری شی وايی ماته ښکنځل ولی کوی ، که زه دا بی ناموسه ارګيان چی د بی ناموسی او زنا آوازی يی نړی ونيوله په اصلی نوم ياد… نور لوستل »
سلام علیکم. تبصرۀ این حقیر هیچ ربطِ به نوشتۀ فوقانی ندارد. برادر عزیزم جلال خان از المان! عرض سلام دارم. می خواهم میدان مشاجره بین بنده و جنا ب عالی را مؤقتاً از کوچۀ افغان جرمن به اینجا بکشانم زیرا برای بسیاری از خوانندګان محترم افغان جرمن بحث من و شما ثقیل و غیر قابل هضم و یا خسته کُن پنداشته خواهد شد. ببینید برادر، من به صحت و سلامتِ عقیدۀ دینی شما سخت باور دارم و حدس میزنم که شما باید حتماً یک شخص سنت پسند و مقید به ظواهر و بطون دین باشید البته مطمئن هستم که شما… نور لوستل »
غ. حضرت صاحب
لکه چې روژې پسې اخستي ياست،،،
دلته د جلال صاحب تبصره نه وينم
يا به زه روژې پسې اخستی وم،،، ?
محترم غوربندی صاحب! پسله سلامونو. نه ته روژې ځپلی ئی نه زه بلکه کیسه داده چی زه او جلال صاحب خپل کیس سره لرو . زموږ جنجال په کومه بله کوڅه کی ؤ نو د هغی کوڅی د اوسیدونکو د مزاحمت د مخنیوی پخاطر مو خپل کیس ستاسی کوڅی ( نن ټکی آسیا) ته راووړ. بله داچی ستاسی او ټولو ګرانو هیوادوالو د صیام او قیام د قبلیدو په هیله.موږ باید ډاډه اوسو چی د صیام د شفاعت څخه به هیڅ مؤمن بی برخی نه وی. صیام د بشری جوړښت په ډګر کی یوه ستره معجزه ده ، هیڅ غیر… نور لوستل »
مينه ناک غ. حضرت صاحب
تاسو ته هم متقابلا مسنونه سلامونه وړاندې کوم، صيام و قيام او ټول عبادات مو خدای ﷻ قبول کړه.
په دې هيله چې يوه ورځ تاسو او جلال صاحب سره متفق او شريک دريځ کې وګورم،،،
اختر مو مخکې له مخې مبارک اوسه،،،
الله ﷻ دې زمونږ جګړه ځپلي هيواد ته مقبوله سوله ستنه کړي ،،، خدای ﷻ دې داسې وخت او اختر په مونږ او تاسو راولي چې عملا زمونږ زخمي هيواد ته د التيام ، پرمختک او خدمت کولو موثرې پټئ واوسو،،، امين
عبدالله وروره! یو د رحمان لښکر ده یو د شیطان لښکر ده. نور ستا خوښه ده چې د رحمان د لښکر لار غوره کوې که د شیطان ده لښکر لار غوره کوې تا دا فکر وکړه چې د دولت د مشرانو سلسله چیرته او له چا سره وصل کیژي د عسکر حکم د اشرف غنی حکم د اشرف غنی حکم د ټرمپ حکم د ټرمپ حکم د شیطان حکم راسه د طالب حکم د عالم حکم د عالم حکم د نبي (ص) حکم نبي حکم د الله (ج) حکم خبره داسې ده دین څخه به خبره لیرې کړو اشغال څه… نور لوستل »
منظور پشتین څومره ښه وایی چه سوله د دولت او طالب په ځای د امریکا او پاکستان سره ده ښه دی چه امریکا یی د دولت او پاکستان یی د طالبانو بادار جوړ کړی یعنی دلته نیابتی جګړه ده. یعنی افغانانو کی میړانه نه شته ټول د منظور پشتین او اسپندیار په شان د انګریزانو او روسانو سری خولی په سر کوی. که د ده خبره ومنل شی پرونی احمدشاه بابا، میرویس نیکه او داسی نور ټول د یوه او بل غلامان وو او افغانان بیغیرته او غلامان دی زما پوښتنه : که د ده دا خبره ومنل شی نو… نور لوستل »
ریښتیا د مشر عکس می ولیده. دا چیری دی چی پدی وخت کی چی طالبان کابل ته ننوتلی دا خوارکی ورک او لادرکه دی. د ملا عمر پوښتنی ته نوی تللی خدای خبر چی ژوندی کس وی.
امیر المومنین صاب! ژوندی یې؟ خدای دی تل ژوندی لره او په دا ډول تل ژوندی پانیدای هم سې.