شعـــــرونه

پاچا هیڅ نه وایي!

ابراهيم صياد

زمونږه ویني چې تویږي پاچا هیڅ نه وایي
زمونږه هیلی چې رژیږي پاچا هیڅ نه وايي

پاچا په ارګ کې په نشو او تماشو اخته دی
اولس په وینو کې لمبیږي پاچا هیڅ نه وایي

په نوم افغان دوی ته طالب او القاعده ښکاریږي
چې هر یو کور دلته ورانیږي پاچا هیڅ نه وایي

یوه چوکۍ دې د پاچا وي له غباره لرې
وطن دې لوټې لوټې کیږي پاچا هیڅ نه وایي

د غلامۍ قبضه په خوله کې د پاچا پرته ده
له بل وطنه مهاریږي پاچا هیڅ نه وایي

هغه متل ده ّپهلوان بس چې زوندی وي خوښ دی
پاچا په ډکه خوله خندیږي پاچا هیڅ نه وایي

اخر مجبوره شي صیاد چې څه نا څه ووایي
پاچا په هرڅه ښه پوهیږي پاچا هیڅ نه وایي

ابراهيم صياد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x