غزل: محمد عليم بسمل

نوښتګر شاعر محمد عليم بسمل

محمد عليم بسمل

افغانان مۀ وژنه له موږ سره دا ښۀ مۀ کوه
پرديه لاړشه پۀ شفتله کې واښۀ مۀ کوه

زلېخا عشق ته دې سلام، خو يوسف وپيژنه
د جنتي ښکلا ديدن بې اوداسۀ مۀ کوه

چا راته ويل؛ که بنه حوره هم وي، نه يې منم
کۀ شهادت غواړې له ماسره وادۀ مۀ کوه

دنيا کږه ده، وخت هم کوږ دى، که سم ولاړ شې لوېږې
يو ډير اخلاص مه کوه، بله دا چې ښۀ مۀ کوه

تۀ به ورګورې، دى به مري، حلالوى يې نه شې
بسمله! ډېر تاوان هېڅکله هم په خرۀ مۀ کوه

تبصرې (3)

  • Dear Bimal Sahib, you are a fake poet stolen the poem of Baqir Shah, If Ghani would not have been the president, today, again people would have been wandring in Pakistan and Iran, Shame on you and your poetry.

    • MR. NAMELESS

      وروره که خر سواد او د تبصرې د خوندي کولو توان پیدا او د بسمل صاحب پورته غزل وغندي نو کله هم د تعجب ځای نه دی،،،

      خو دا چې تاسو ولې د بسمل صاحب په غزل پاریدلي یاست د ډېر تعجب ځای دی،،،

      باقر شاه یې لا څوک دی،،، او د غني ولسمشري دلته څه تړاو جوړوي؟؟؟ مګر داچې له خره سره نسبي اړیکې ولری،،، هههههه