په روژه کې د خوړو د ضایع کیدو مخنیوی

سید مقصود هاشمي

اسلام د انسانانو لپاره د ژوند په هره برخه کې غوره لارښوونې لري او مسلمانانو ته د ټولنیزو ژوند سپارښتنې کوي. د ژوند د نعیمتونو او ښایستونو څخه د ګټې اخیستې خورا ښې خبرې لري. مګر د فراط او تفریط څخه منع کړې ده.

یو پوهان وايي: (په ژوند کې یو معتدل حالت ډېر ښه دی او ښه ژوند هماغه دی، چې اعتدال پکې وي، یعنې نه ظالم وي او نه مظلوم، نه د چا بادار وي او نه یې څوک بادار وي. هو! اجتماعي عدالت تل د ژوند لپاره ډېر اړین دی، د ژوند ساتنه، د ژوند وده او د ژوند خوشحالي په همدغسې معتدله هوا کې امکان پیداکوي. چېرته چې عدالت او عدل نه وي هلته ژوند خوښ او ښاغلی نه وي او په دغسې ځای کې ژوند ډېر لوی عذاب دی.

هو! ځینې کسان د ډېرو ښوښو خوراکونو پر اساس د وینې فشار لري، ورځ تر بلې یې وزن په ډېرېدو دی او هره ورځ ډاکتر ته د معاینې لپاره روان وي او بل بیچاره یوه مړۍ ډوډۍ نه لري او ورځ تربلې یې وینه په بدن کې کمېږي. د دې خوار او غریب حق هغه مالدار خوړلی، چې هره ورځ په تکلیف کې دی. په یوې ټولنې کې افراط او تفریط داسې عوامل زېږوي، چې د ټولو لپاره بد عواقب لري.

یو شاعر وایي:

که افراط دی که تفریط یود بل سر خوري
هر یو بل ته قبرکن د بل اجل دی

که چیرې د یو کس مال حلال وي خو اسراف کوي نو هماغه حلال کار یې د اسراف له وجې ناروا او حرام بللی دی. اسراف او له حدودو څخه تجاوز د ټولنې پرمختګ او د امت اصلاح له خنډ او ځنډ سره مخ کوي. د شتمنیو او سرمایو د نابودۍ لامل ګرځي.

فقر، غربت، د خوړو عدم مصونیت او سوې تغذیه ستونزې پیدا کېږي.

الله تعالی په قرآن کریم کې په خورا وضاحت فرمایي: وكُلُواْ وَاشْرَبُواْ وَلاَ تُسْرِفُواْ إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ. مفهوم: وخورئ او وڅښئ، خو اسراف او زیادت به نه کوئ، ځکه چی الله تعالی اسراف کونکی نه خوښوي. «یعنې لس نفره دي او خوراک ورته د شلو کسانو تیاریږي چې دا هم اسراف او د مال ضایع کیدل دي.

حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي: كلوا و اشربوا وتصدقوا والبسوا، فی غير إسراف ولا مخيلة)
مفهوم: خوراک او څښاک وکړئ، صدقې ورکړئ او جامې واغوندئ، خو چې اسراف پکې نه وي او له کبر څخه خالي وي.

په نړۍ کی هر کال د ۱.۳ بیلونه ټنه په اندازه خواړه ضایع او له منځه ځي، چې دا د مجموعي خوړو یو پر درېیمه برخه تشکیلوي.

په ټوله نړۍ کې هر کال تر ۴۵ ٪ د سبزیجاتو او میوه جاتو ضایعات لرو؟ د FAO د ۲۰۱۸ کال د راپور پر اساس په نړۍ کې په اټکلي ډول تر ۸۰۰ میلونو ډېر خلک د سو تغذیه او یو بیلون خلک د لوږې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي. همدارنګه لوږه، غربت، د خوړو عدم مصونیت، سو تغذیه او بې کاري زموږ د ټولنې مهمې ستونزې دي. په تیرو کلونو کې د زراعت، تغذیه، او خوړو په برخه کې یوه اندازه کارونه ترسره شوي دي، مګر د دې با وجود زموږ ستونزې لا ډيرې دي. تقریبا ۵۵٪ سلنه خلک د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي. ۴۴٪ سلنه خلک د خوړو د عدم مصونیت ستونزې لري. ۱۳٪ سلنه خلک د جدي خوړو د عدم مصونیت د ستونزو سره لاس او ګریوان دي. د دې ترڅنګ چې خواړه په انفرادي ډول ضایع کیږي، مګر د نړۍ په سطحه ځینې مراسم او په خاص ډول ملمستیاوې او بانډارونو کې د خوړو ډير ضایعات صورت نیسي. روسان د نوي کال په مراسمو کې د Olivier Salad، کوریایان د لوبیا په ډيرې استفادې، د هند او منځني ختیځ مسلمانان د روژې میاشت کې د حلیم په ډيرې استفادې، همدارنګه د کرسمس په مراسمو او زموږ هیواد کې هم د روژې د مبارکې میاشتې او د اخترونو میلو کې د خوړو د ضایعاتو او له منځه وړلو فرهنګ شتون لري. په مراسمو او میلو کې د خوړو ډيره استفاده یو عام فرهنګ دی، چې ډېری خواړه همدلته د ضایع او له منځه وړلو سبب ګرځي. د خوړو ضایع تنها د خوړو ضایع نه ده، بلکه د خوړو څخه نه استفاده دا معنا لري، چې موږ تخم، اوبه، غذا، او نور هغه منابع چې د غذا د جوړیدو لپاره په مصرف رسیدلي ټول ضایع کړل، حتی هغه پيسې او هغه کاريګر چې ترې ګټه اخیستل شوې، هم بې ځایه لاړل. د خوړو د ضایع کیدو د مخنیوي لپاره په لاندې لارښوونو عمل اړین دی.

۱. د مراسمو او میلمستیاوو په لمانځلولو کې ډير واقع بینانه پلان ولرو، دا نه چې د ۲۰ نفرو لپاره خواړه تیار کړو بیا ۵ نفره مو میلمستیا ته حاضر وی.

۲.پاتې شوي خواړه باید په یخ ځایونو، لکه یخچال کې وساتل شي، چې بیا ترې ګټه واخیستل شي او خراب نه شي.

۳.د پاتې شویو خوړو څخه د راتلونکي لپاره استفاده وکړو او یا ترې نور خواړه جوړ کړو. که چیرې سابه پاتې شي، کولای شو ترې بولاني جوړ کړو.

۴. مخکې له دې چې د نورو تازه خوړو د پلورلو پلان ولرو، باید پخواني خواړه خلاص کړو.

۵.د خوړلو وخت کې باید هر شخص د خپل ضرورت په اندازه خپل خواړه په مشقاب کې واچوي، که چیرې کم شول کیدی شی بیا یې واخلي مګر دومره خواړه باید وانخلي چې ترې پاتې شي.

۶. هغه خواړه چې تاسو ترې استفاده نه کوئ باید خیرات یې کړئ. ایا د خوړو د تخریب Food Loss او خوړو ضایعات Food Waste تر منځ په توپير پوهیږئ؟ د خوړو تخریب څه شی دی؟ کوم خواړه یا غذایي مواد چې د تولید له مرحلې تر مارکیټ یا استفاده کونکي پورې په دغه مرحله کې له منځه ځي د خوړو د تخریب په نامه یادیږی. حتی کیدای شي د حاصل ټولولو ترمخه او وروسته او یا بازار ته تر رسیدو پورې له منځه لاړ شي. همدارنګه کیدای شي خواړه د امراضو په وسیله، د حاصل ټولولو په وخت کې ، د بسته بندۍ او انتقال په وخت کې د غذا د تخریب یا له منځه تګ سبب شي. د خوړو ضایعات څه شی دی؟ د خوراک لپاره اماده شوي خواړه چې زموږ د خوراک ورسته پاتې کیږي او بیا یې له منځه وړو د خوړو د ضایعاتو په نامه یادیږی. د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت سازمان د خوړو د ضایعاتو او تخریب د مخنیوي لپاره یو څو ډيرې مهمې تګلارې معرفي کړي چې زموږ سره د خوړو د ضایعاتو په مخنیوي کې لازمه مرسته کولی شي .

۱.کوشش وشي چې کم خواړه په قاب کی واچول شي او ترې استفاده وشی.

۲.د پاتې شویو خوړو لپاره ښه احساس ولرئ او په دې وپوهیږی چې د دغه خوړو لپاره مختلف منابع په مصرف رسیدلي.

۳.کوښښ وشي چې هوښیارانه پیرل وکړئ، موږ اکثره وخت د ضرورت نه زیات خواړه اخلو او بیا تر پاتې کیدو وروسته یې له منځه وړو.

۴.میوې، ترکاري او نور خواړه باید په بیروني رنګ یا شکل پرې قضاوت ونه شي، اکثره میوې له بیرون پوټکي څخه ښه نه ښکاري مګر داخل یې له خوند او کیفیت څخه ډک وي.

۵.همیشه د خوړو تر اخيستو مخکې باید خپل یخچال وګورئ او بیا د نورو خوړو د اخستو بیړه وکړئ، د دې ترڅنګ د پاتې شویو خوړو لپاره د یخچال همیشه لیدل چې له تاسو څخه څه ضایع نه شي.

۶.د Practice FIFO: First In & First Out له تګلارې همیشه استفاده وشي: یعنې د پخوانیو او نویو خوړو د پخوالي په توپیر باید ترې استفاده وشي چې د ضایعاتو په مخنیوي کې ډيره مرسته کوي.

۷.د پاتې شویو خوړو د نیټې په اړه باید ډير پام وشي، بعضې خواړه ډير زر خرابیږي، بعضې د خرابیدو لپاره دقیقه نیټه لري او بعضې کولی شو د ډير وخت لپاره ترې استفاده وکړو، دا کار زموږ سره کومک کوي چې خپل خواړه درجه بندي کړو.

۸.هغه خواړه چې خراب او ضایع کیدو ته اماده وي، باید ترې د کمپوست په صفت استفاده وکړو. کیدی شي د خپلو باغیچو، پټیو او زراعتي کروندو لپاره ترې استفاده وکړو.

۹.یوه اصطلاح ده چې Sharing is Caring: Give it to Help: خپل اضافه خواړه باید له نورو بې وسو او غریبو خلکو سره شریک کړو.

پای

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د