ورزش

چمپينز ليګ: نن د ليورپول او ټوتنهام لوبډلو ترمنځ پايلوبه ترسره کيږي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د اروپا اتلانو ليګ (UCL) پايلوبه به نن د شپې په (۱۱:۳۰) بجې د ليورپول او ټوتنهام هاټسپر لوبډلو ترمنځ د اسپانيا په مدريد ښار کې ترسره شي.

ټاکل شوې ده چې د اروپا اتلانو ليګ «چمپينز ليګ» پايلوبه به نن د دوه انګلستاني کلبونو ترمنځ چې يوې خواته مشهور مسلمان لوبغاړی محمد صلاح او بلې خوا ته مشهور انګلستانی لوبغاړی هيري کين دی پېل شي.

له دې وړاندې د چمپينز ليګ په تاريخ کې په لومړي وار داسې دوه نيمه پايلوبې ترسره شوې چې هميشه به د اروپا اتلانو ليګ په تاریخ کې یادیږي.

ليور پول لوبډلې په داسې حال کې پر برسلونا لوبډلې څلور ګولونه ووهل چې برسلونا درې ګولونه وړاندې والی درلود، دا د نامتو لوبغاړي ليونل ميسي او د برسلونا مينوالو لپاره تر ټولو هېښونکې ماتې وه.

په دويمه نيمه پايلوبه کې چې د اياکس او ټوتنهام لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ټوتنهام لوبډلې په داسې مهال (۹۶مه) دقيقه کې ګټونکی ګول وواهه چې نږدې وه په څو ثانيو کې لوبه پای ته ورسيږي.

دا دواړه سيالۍ د اروپا اتلانو ليګ په تاريخ کې تر ټولو په زړه پورې لوبې وې چې په دې کې ناشونې شونې شول او دوه داسې لوبډلې بهر شوې چې توقع يې نه کېدله.

د يادونې ده چې تېر ۲۰۱۷-۱۸ کال اروپا اتلانو ليګ پايلوبه د ريال مدريد او ليورپول لوبډلو ترمنځ ترسره شوې وه چې ريال مدريد په ۳-۱ اتلولي خپله کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x