
اختر ته! انيس شينواری
انيس شينواری
په مینه محبت او په مستۍ به دې لمانځو
اختره چې راځې نو په خوښۍ به دې لمانځو
خیرات د سولې غواړو تل د مینې په کچکول کې
راځه، راځه، راځه په ملنګۍ به دې لمانځو
اخــتـره د جګړې له دائـرو نــه یـو وتـلي
په مستو مستو څڼو د ځوانۍ به دې لمانځو
د مینې د الفت او خوشحالۍ ښایسته شېبې دي
مجنون او د لیلی په عاشقۍ به دې لمـانځو
نه ویره شته نه جنګ شته څه خوشحاله خوشحالي ده
اخـتـره پــه چـکـر د آزادۍ بــه دې لمانځـــو
انیس درته لیکلي د خوښۍ یو څو بیتونه
په نظم په غزل پـه شاعـرۍ به دې لمانځو