نظــر

د متقي صیب د خبرو تر سیوري لاندې

حفيظ الدين پيزاده

د مسکو په غونډہ کې د متقي صیب خبرې چې په حقیقت کې د اسلامي إمارت د خارجه پالیسۍ او دریځ غوړ‎ چاڼ و، ډیري ھیښ کړ‎ي!

ځینې شننونکي په دې اند دي چې د طالبانو ناسته له روسیې سرہ گواکې د ھغو میلونو شھیدانو، د جھاد او مھاجرتونو سپکاوی دی چې د شوروي اتحاد پر ضد را پاڅیدلي و!
ځینې بیا وایي چې مجاھدین دې ھمالته د اسلام بیرغ اوچت کړ‎ي، ځکه دوی یو وخت ویل چې “موږ‎ به د اسلام بیرغ پر روسیې ودروو”!

دا رنگ نیوکې بیخي ماشومانه دي، نه پر کوم علمي بنسټ ولاړ‎ې دي او نه پر کوم منطقي استدلال!
زہ یې ھم د ځواب ویلو پر سرخوږ‎ي ځان نه اخته کوم!

ھسې خو دا غونډہ د افغان۔روس د سل کلنو دیپلوماتیکو اړ‎یکو د لمانځنې په پلمه جوړ‎ہ شوې وہ خو په حاشیه کې یې تر متن مھم او اصل ټکی ځای پر ځای شوی و!

د غونډې اھمیت له دې ھم جوتیدای شي چې ملا برادر اخند پخپله پکې گډون کړ‎ی و!

له دې غونډې چا څه گټه پورته کړ‎ہ یا یې پورته کوي، زہ یې په لاندې کټه گوریو ویشم!

۱- د روسیې فدراتیف

روسیه په سیمه کې خپلې گټې لري چې د ھغو د تحقق لپارہ په افغانستان کې سوله یو حتمي امر دی!

د کابل ادارہ د روسیې د سیال امریکا داسې حلقه بگوش غلامه دہ چې که امریکا پخپله امریکایان ھم دلته د غني او نورو گوډاگیانو پر ځای مقرر کړ‎ي، داسې به یې امر و نه مني، لکه د کابل ادارہ یې چې مني؛ ھمدې نا انډوله سیاست روسیه په تشویش کې اچولې او پر داسې بدیلونو سوچ کوي چې د ھغو پر مټ سیمې ته سوله راشي ځکه د روسیې سرہ خوا کې ھرج او مرج د روسیې په گټه نه دی!

په سیمه کې د روسیې ځینې مھمې گټې:

الف: د امریکا نفوذ په سیمه کې ختمول/راکمول

ب: د افغانستان له لیارې له مرکزي اسیا څخه د تیلو او گازو و جنوبي اسیا ته د ترسیل مخنیوی

ت: د داعش مخنیوی چې روسي اقمارو ته سرایت و نه کړ‎ي

ج: له امریکایانو خپل غچ اخیستل

د: د سولې په پروسه کې د رغندہ رول لوبول، د روسیې لپارہ د سبا افغانستان حسنه اړ‎یکې تضمینوي

د مسکو له غونډې د سولې راوستلو تمه نه کیږ‎ي خو د سولې په روان بھیر کې د تحرُک د تیزوالي لامل تمه ترې شته!

امریکا:

داسې ښکاري چې امریکایي ادارہ د افغانستان په کشاله کې سرہ پاشل شوې؛ واشنگټن یو څه غواړ‎ي، پنټاگون بل څه، سنا بل څه، استخباراتي ارگانونه بل څه او خارجه وزارت بل څه!

امریکا د ویتنام په جگړ‎ہ کې (۱۹۵۵-۱۹۷۵ م ) د باعزتې سولې خبرې کولې خو اولیاء الأمور یې ھمداسې سرہ پاشل شوي و لکه اوس چې په نتیجه کې یې په فجیعه توگه ماتې وخوړ‎ہ او په ډیرہ بې عزتې ترې راووتله!

اوس ھم ښایي ھماغه تاریخ بیا تکرار شي چې دا کار بیا د ھیچا په گټه نه دی، نه زموږ‎ او نه د امریکایانو!

د مسکو غونډہ به امریکایان د خپلو سیالو طاقتونو ( روس او چین) په مقابل کې دی ته وھڅوي چې د راغلي فرصت څخه په استفادې ژر تر ژرہ له طالبانو سرہ یوہ جوړ‎ جاړ‎ي ته ورسیږ‎ي!

د کابل ادارہ

که له یوې خوا په داسې کنفرانسونو کې د إمارت د استازو فعال دیپلوماتیک حضور طالبانو ته لا ډیر نړ‎یوال حیثیت ورکوي له بلې خوا د کابل فاسدہ ادارہ نورہ ھم کونج ته کوي او خپل اعتبار د نړ‎یوالو په سترگو کې بایلي!

د امریکا غږ‎ پر حواله په ھمدې غونډہ کې د سولې د شورا د ریس خلیلي او په مسکو کې افغان سفیر له مکرر خواھش سرہ سرہ ملا برادر اخند خپل حضور ته و نه منل او نه یې ھم د بین الأفغاني تفاھم په مجلس کې د گډون اجازہ ورکړ‎ہ!

کرزی او شمال ټلواله

دا خلک تر نورو افغان سیاسیونو تل یو قدم وړ‎اندې وي!

په نویمه لسیزہ کې تر حکمتیار یو قدم مخکې ول او ھغه تر څو په ځان پوھیدہ، دوی کابل کې وزارتونه سرہ ویشل!

د امریکا له راتگ سرہ یې د روسیې مرستې، په کولاب کې پناہ او نورې ھمکارۍ ھیرې کړ‎ې او د نویو اشغالگرو په خدمت کې د کرایې ټټوان شول!

دوی پوھیږ‎ي چې امریکا نورہ ماته دہ نو سر له اوسه جوپه جوپه له طالبانو سرہ کتنې کوي، اړ‎یکې ورسرہ نیسي او ھڅه کوي چې د امارت د قیام په صورت کې د خپل سر، مال د محفوظ پاته کیدو ضمانت ورڅخه واخلي!

دا رنگ مجالس د دې خلکو په گټه دي، ځکه دوی ته دا زمینه په لاس ورځي چې له طالب مشرانو سرہ وگوري!
ښایي له کوربه ھیواد څخه یې ھم د دریم گړ‎ي کار اخیستی وي! والله اعلم

طالبان

د اسلامي إمارت دیپلوماتانو وکولای شو چې په نړ‎یوالو غونډو کې د خپل فعال گډون پر مټ نړ‎یوالو ته ھاغسې ځان ور وپیژني لکه څنگه چې ھغوی دي!

نه ھاغسې لکه څنگه چې بي بي سي، سي إن إن، فاکس نیوز او نورو غربي رسنیو خپلو ولسونو ته ترسیم کړ‎ي و!

د متقي صیب وینا د مسکو په ناسته کې د ھر مسلمان، وطن دوست افغان د زړ‎ہ آواز و!

ھغه د روسانو د تجاوز خبرہ چې په نتیجه کې یې روسیه ټوټې ټوټې شوہ او زموږ‎ ھیواد یې ھم را خراب کړ‎، مخامخ روسي مشرانو ته وکړ‎ہ!

ور پسې یې د متقابل احترام یادونه وکړ‎ہ، تاریخي حوالې یې ورکړ‎ې او و یې ویل: موږ‎ د دې تضمین کوو چې خاورہ به مو د ھیڅ ھیواد په خلاف نه کاریږي خو ھمداسې د نورو ھیوادونو لاسوھنه پخپلو چارو کې ھم نه زغمو!‎ له گاونډیانو سرہ د پخوا په څیر حسنه روابط، تجارتي راکړ‎ہ ورکړ‎ہ او اقتصادي اړ‎یکې غواړ‎و خو خپله خارجه پالیسي د خپلو ملي گټو په رڼا کې داسې تعینوو چې د نورو گټې ترې متضررې نه شي!

خو په دې کار کې د چا تشبث ھم نه قبلوو

گویا متقي صیب ورته د حال په ژبه ویل:

نازونه دې منمه خو غرور زغملی نه شم
دا یو دې په سر سترگو خو دا بل به پکې نه وي

د متقي صیب د خبرو نچوړ‎ تقریبا ھمداسې و.

ما له ډیرې مودې را پدیخوا د ھیڅ افغان مشر داسې خبرې نه وې اوریدلې!

ھغه نه د چا مخکې د خیرات کچکول کیښود او نه یې د ځان ساتنې لپارہ له چا عسکر او تجھیزات وغوښتل.

ھغه ته او په ټوله کې اسلامي امارت ته دغه ځای کې مادیاتو ھیڅ ارزښت نه درلود بلکې په ډیر لوړ‎ مورال یې د ملي دریځ له مورچل څخه د خپل غریب خو سرلوړ‎ي ولس د نیلام شوي حیثیت او وقار د اعادې قضیه پر مخ وړ‎له!

بله مھمه لاسته راوړ‎نه زما په اند ھغه امتیاز دی چې د طالب دیپلوماتانو له برکته زموږ‎ د ټول ولس په برخه شو!

د افریقې، اسیا، عرب او نورو ولسونو مشران چې کله په نړ‎یوالو غونډو کې شرکت کوي، د خپل وطن کلتوري لباس یې پر تن کړ‎ی وي!

د عربو اوږ‎دہ سپین کمیسونه پر ځان وي او چلتار یې تړ‎لی وي، افریقایانو خپل ملي لباس اغوستی وي کردانو خپل او ان پاکستاني مشرانو د علي جناح تورہ شیرواني پر ځان کړ‎ې وي. یواځې زموږ‎ د کابل گوډاگي مشران له سرو، شنو او برگو نیکټایانو سرہ په غربي لباس کې د افغان ولس د استازیتوب اکټ کوي!!

ښایي د افغانستان په معاصر تاریخ کې به طالب استازي لومړ‎ني افغاني مشران وي چې په نړ‎یوالو مجالسو کې یې د خپل افغاني دودیز لباس پر اغوستلو د خپل کلتور سمه استازولي کړ‎ې وي!

طالبانو پخپلو گړ‎ندیو دیپلوماتیکو بریاو دا وښودله چې ھغوی یواځې د جگړ‎ې د ډگر اتلان نه دې بلکې په دیپلوماسۍ ھم تر بل ھر چا ښه پوھیږ‎ي.

د قطر د سیاسي دفتر رغندہ رول د دې بریاو اصلي محرِک دی.

دلته به بې ځایه نه وي د ھغه چا یادونه ھم وکړ‎م چا چې پخپلو بې ساري ھلو ځلو، د ډیرو کړ‎اونو، فشارونو او ستونزو پر گاللو د قطر د سیاسي دفتر پرانسته وکړ‎ہ!

څو کاله مخکې اصلاََ د دې خبرې تصور ھم گران و چې طالبان به په دې بریالي شي نړ‎یوالو ته د خپل غږ‎ رسولو لپارہ ځان ته یو سیاسي ادرس پیدا کړ‎ي!

په طالب مشرانو کې دا کمی تر ټولو لومړ‎ی سید محمد طیب آغا احساس کړ‎. ھماغه و چې لاس پر کار شو، ھلې ځلې یې پیل کړ‎ې!

د افغانستان په معضله کې ذیدخله غاړ‎و او پخپله د امارت مشران قانع کول چې د داسې یو سیاسي نمایندگۍ ضرورت حس کړ‎ي، څه اسانه خبرہ نه وہ!

په پایله کې بریالی شو! که د اغا صیب نوښت نه وای نو ښایي امارت په سیاسي ډگر کې داسې او دومرہ گړ‎ندی او حیرانونکی پرمختگ نه و کړ‎ی!

ماته اغا صیب د امارت د سیاسي عمارت د تھداب په څیر ښکاري! ښایي ھمدا لامل وي چې موږ‎ ته دا ستر او جسیم عمارت ښکاري خو تھداب یې نه!!

د مئ ۳۱/ ۲۰۱۹ م

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

من از شاغلی حفيظ الدين پيزاده یک سوال دارم آیا در این چهار دهه در جهاد مردانه ملت ما یک دقیقه ایشان در سنگر داغ جهاد مردانه ملت ما حصه گرفته اند؟ و متاسفانه در این چهار دهه من منحیث یک شاید اکثریت تحصیلکرده های گریزی ملت ما بجای جهاد فی سبیل الله اکثریت شان در زیر رکاب اشغالگران سگ دوی وطن فروشی دین فروشی ووووو نموده اند و نوشته های پی در پی حفيظ الدين پيزاده مرا بیاد سخنان مجاهد کبیر شهید استاد ياسر رحمه الله آورد که میگفت اکثریت افغان ملتی ها افغان هستند اما مسلمان نیستند و… نور لوستل »

حکیمي
میلمه
حکیمي

په فاړسي دې ونه پوهیدمه
خو موږ هغه څوک هم مجاهدبولوچي لیږترلیږه داسلام دلارې دغازیانودبریالیتوب لپاره لاسونه لپه کړي

انجینر بختور منګل
میلمه
انجینر بختور منګل

جوړ تکړه،
پیر زاده ته.
کله چه متقی ورته وویل.چه.نازونه د منمه……خوغرور زغملی نه شمه
نو افغان سیاسیونو شمال ټلوالی ور غبرګه کړه چه.
مه کوه نازونه جانانه…. ستاسو د یو بل په یاری افغان ولس ته جوړ شول پساتونه جانانه.
یعنی د القاعده سره مو یاری کولی.اوس مو افغانستان دی ځای ورسوه.

جميل
میلمه
جميل

پيرزاده صاحب ! خبری دی ښی کړيدی خو لکۍ يی کږه ده ، که د طالبانو د عمارت تهداب سست او يا کوږ وای دومره به کلک او پايداره نه وای .

Back to top button
Close
Close