ورزش

افغانستان استراليا ته د «۲۰۸» منډو هدف وټاکه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او استراليا لوبډلو ترمنځ سيالۍ کې افغان لوبډلې د نجيب ځدران او راشد خان چټکو منډو په مرسته استراليا ته د «۲۰۸» منډو هدف وټاکه.

ګلبدين نائب د ننۍ لوبې پچه وګټله او لومړی يې د توپوهنې پريکړه وکړه. اوپنر توپوهونکي په بشپړه توګه ناکام شول چې محمد شهزاد او حضرت ځاځی پرته له کومو منډو جوړولو وسوځېدل.

له هغوی وروسته افغان لوبغاړي بيرته قوي راوګرځېدل، خو د شاټ توپونو نه لوبول يې د ويکټو غورځېدو لامل شول، په همدې ډول يې په ۳۹م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۰۷ منډې جوړې کړې.

ددوی لخوا رحمت شاه ۴۳، شهيدي ۱۸، نبي ۷، نائب۳۱، نجيب په زړه پورې ۵۱ منډې، راشد چټکې ۲۷ او مجيب هم چټکې ۱۳ منډې جوړې کړې.

د استراليا لخوا پيټ کمينز، او اډم زمپا ۳-۳، مارکوس سټوينز ۲ او ميچل سټارک يوه ويکټه واخيسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x