ورزش

نړیوال جام: افغان لوبډلې له استرالیا څخه ماتې ومنله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د شنبې په ورځ د افغانستان او استرالیا لوبډلې مخامخ وې چې په کې استرالیا لوبډلې د ۷ ویکټو په توپير افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د استرالیا لخوا ډیویډ وارنر او لوبډلمشر آرون فینچ په زړه پورې توپوهنې ټاکلی هدف په ۳۵م اور کې بشپړ کړ، آرون فینچ ۶۶ منډې جوړې کړې او د ګلبدین لخوا وسوځول شو خو وارنر ۸۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

په ننۍ لوبه کې افغان لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، ددوی لخوا ناکام اوپنینګ توپوهونکو پر ټولې لوبډلې فشار زیات کړ خو د رحمت شاه او حشمت شهیدي تکنیکي لوبې یو څه فشار کم کړ.

په وروسته توپوهونکو محمد نبي په بېځایه منډې جوړولو رن اوټ شو، خو د ګلبدین نائب او نجیب ځدران په زړه پورې ۸۳ منډې ملګرتیا او په وروستیو کې د راشد خان چټکو ۲۷ منډو د افغان لوبډلې منډې تر ۲۰۷ ورسولې.

په ځواب کې استرالیا د ډیویډ وارنر او آرون فینچ غوره توپوهونې په ټاکلي هدف بشپړولو کې مرسته وکړه، استرالیا لوبډلې ټاکلی هدف په ۳۵م اور کې د درې لوبغاړو په سوځېدلو بشپړ کړ.

د افغان توپ اچونکو لخوا ګلبدین نائب، راشد خان او مجیب ځدران یو-یو ویکټه واخیسته.

یاده دې وي چې اوسمهال افغان لوبډله د نړیوال جام په جدول کې په غوره نیټ رن ریټ لرلو سره له سویلي افریقا، سریلانکا او پاکستان څخه وړاندې په اووم مقام کې ځای لري.

له دې وړاندې سویلي افریقا په لومړۍ سیالۍ کې له انګلستان څخه د ۱۰۴ منډو په توپير، پاکستان له ویسټ انډيز څخه د ۷ ویکټو په توپیر او سریلانکا له نیوزیلنډ څخه د لس ویکټو په توپير ماتې منلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x