افغانستان

خلیلزاد: د طالبانو د مشر په پیغام کې د سولې د ملاتړ څرکونه لیدل کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۱۲ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د سولې اړوند د خپل نوي سفر تر پیل وړاندې د طالب مشر په اختریز پیغام کې د سولې د ملاتړ ټکو ته هیله ښودلې.

زلمي خلیلزاد په همدې تړاو په خپل ټويټر لیکلي « د طالب مشر په اختریز پیغام کې د سولې د ملاتړ او له نورو افغانانو سره د مذاکراتو مېز ته د کیناستو څرکونه لیدل کېږي او په دې سربېره د سیاسي مصالحې له لارې واک له نورو سره شریکول ددې پیغام هغه ټکي دي چې هیله ورته کېدای شي ».

خلیلزاد له دې سره، سره د طالب مشر په اختریز پیغام کې په امریکا باندې د شوو نیوکو  لهجه «تونده» بللې او په وینا یې دا ډول لهجه به دسولې په پروسه کې پېچلتیا رامنځته کړي او تشدد به نور هم پراخ کړي.

د خلیلزاد په خبره، د طالب مشر دا ادعا چې امریکا په افغانستان کې تشدد پراخوي سمه نه ده، د نوموړي په وینا «په افغانستان کې روان تشدد هیچا ته د منلو وړ نه دی او موږ یې د پراخېدلو هیله نه لرو.»

زلمي خلیلزاد دغه څرګندونې د سیمي هیوادونو ته د خپل نوي سفر د پیل په درشل کې کړې، دغه سفر چې تمه ده دوې اونۍ په بر کې ونیسي،  له واشنګټن څخه پیل کېږي او تمه ده نوموړی به پکې له افغانستان، بلجیم، جرمني پاکستان، متحده عرب اماراتو او قطر څخه لیدنه وکړي.

د خلیلزاد په خبره نوموړی به هڅه وکړي، ددې سفر په ترڅ کې د سولې نړیوالې هڅې یوې اجماع ته ورسوي او له طالبانو سره د مذاکراتو دوه بنسټیز ټکي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او له دې هیواد څخه نورو ته د خطر نه پېښېدل دی، په یوه وروستي توافق ور تم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر خالد منګل

خلیلزاد د الله پوه کړی لا تر اوسه په همغه پخوانی خره سپور دی وایی چی بین الافغانی خبری او سوله.
جنګ امریکی له افغان ولس سره شروع کړی دی او سوله د افغان له افغان سره کوی دا به کوم سالم عقل ومنی. د خوست خونامیر ملا خبره وایی چی وهم د کوم ځای ډابه د کوم ځای ښیږی.

ممحمد نبی

رښیا هم دامریکا جنګ دافغان ولس سره دی خوستا جنګ هم دافغان ولس سره ده که داسی نه وی نو نن دی ولی ملکی بی دفاع خلک په نښه کړل.ددی څخه معلومیږی چه تاسی دواړو افغان وژنی ته توره تیره کړی ده

عمر خالد منګل

د ټولو وحشتونو دهشتونو د ملکی او نظامی خلکو وژنو او قتلونو بنسټګر اشعالګر دی. که څوک په اشعالګرو پرده اچوی حق او باطل سره ګډوی د افغان ولس مقاومت او د اشعالګرو ناروا اشعال په یوه تله تالی نو معلومه شوه دا کس ډالرو مجبور کړیدی د اسلام مسلمان افغان ولس سر سخت دښمن دی.

اجمل

خو ستاسو جنګ هم له همدغو افغانانو سره دی. په ښارونو کی وژنه او انتحار، اوربند نه منی چی خلګ په آرامی کی د اختر لونڅ وکړی او اختر ولمانڅه. مشر ملا عکس ندرلود خو تاسو له بربنډو ښخو سره د ولادمیر ایلیچ لینن صیب په ټاټوبی کی عکسونه واخستل کمونستو او خلقیانو سره مو غونډی شروع کړې بیا نو ستاسو فرق او د هغوی په څه کی شو؟ تاسی ږیری لری خو هغوی یی نه لری، تاسی لنګی لری او هغوی سر لوڅه دی بس همدومره؟ الله دی خوار کړه پدی عقل چی ته یی لری. ځان ته مو… نور لوستل »

عمر خالد منګل

There was no bombardment,night raid, women and children massacre & genocide before 18 years like today who turn a peaceful Afghan country into a hell fire? let’s follow the fact and exit from Afghan land to pave the way for a real peace.

جميل

خليلزاده ! د طالبانو کرامو په ويناوکی تل د سولی څرک ليدل کيږی خو که تاسی ړانده يی ووينی د دوی دين د سولی دين دی او د مجاهد جهاد د الله(ج) د کليمی د اوچولو او بنده د بنده د بنده ګی څخه آزادول او د خپل خالق و بنده ګی ته وربلل دی ، او دا ښه پوره زړه ته واچوه چی تر څو چی د هيواد بهرنی بعد چی هغه ستاسو منحوسو اشغال دی پايته و نه رسيږی که اويا سفرونه نورهم وکړی او اويا ملکونه نورهم درسره مل کړي د بهرنی بعد د حل نه مخکی… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x