افغانستان

کابل: پرلپسې چاودونو «۱۸» کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۱۲ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې میرویس میدان ته څېرمه په درې چاودونو کې یو کس وژل شوی او ۱۷ نور ټپيان دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، لومړۍ چاودنه د میرویس میدان یا کوټه سنګي په سیمه کې د ښووني او روزنې پوهنتون د محصلینو په موټر پسې د نښلول شوي مقناطیسي ماین له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یو کس وژل شوی او د یوه خبریال په ګډون لس تنه نور ټپيان دی.

کابو شل دقیقې وروسته په همدې سیمه کې دوې نورې چاودنې رامنځته شوې چې له امله یې ۷ کسانو ژور ټپونه وړي.

د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند «نصرت رحیمي» د پېښې د تائید تر څنګ مني چې ، په ټپیانو کې ۵ تنه افغان امنیتي ځواکونه هم شامل دي.

یاده دې وي چې تر اوسه کومې ډلې ددې برید پړه په غاړه نه ده اخستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

روژه مو په خیر،
کوم شاعر وییلی دی چه.
که غم د لالی په سر…مسته د تازه ګرځی.
بمونه،باروت،مینونه،ځانمرګی،طیاری او چاپی ټولی د عام ولس په سر د باران په شان په دا مبارکه روژه کی اوری،
طالیبانو،او دولت لوړپوړو چارواکیو فامیلونه په یورپ او اسلام اباد ک په امن سره روژه تیروی،
ولسه را ویښ شی جنګ کونکی ته نه ووایی.

اجمل

الله مو تباه او برباد کړه. د اختر ورځی مو د کابل په خلکو په غم واړولی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx