هوواوې امریکایي کارمندان له خپل شرکته ګوښه کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د چین مشهور مخابراتي شرکت «هوواوې» د امریکا سره د تجارتي شخړو په سلسله کې له دغه شرکت څخه یو شمېر امریکایي کارمندان ګوښه کړي دي.

د راپورونو له مخې ویل کیږي چې هوواوې دغه کارمندان دوه اوونۍ وړاندې له هغې برخې ګوښه کړي وو له کومې څخه چې امریکایي شرکتونو ته د هوواوې ټکنالوژي د استعمال جوازنامه ورکول کیږي.

راپور زیاتوي چې دغو کارمندارنو ته ویل شوي وو تر څو دوی ته د هوواوې شرکت لخوا ورکړل شوي لیپټاپونه بیرته وګرځوي او له دې وروسته شرکت ته تګ ونکړي.

د امریکا سوداګریز وزارت څه موده وړاندې د ولمشر ډونلډ ټرمپ په وینا د هوواوې شرکت جواز لغوه کړی و چې له کبله یې یو شمېر نړیوالو شرکتونو له هوواوې سره تجارتي اړیکې ځنډولې وې.

د چین سوداګریز وزارت اعلان کړی چې د امریکا په ګډون د نړیوالو شرکتونو، ادراو او کسانو په اړه به دوی هم ډیر ژر لیست اعلان کړي او داسې بندیزونه به پرې ولګوي چې دوی ته به د منلو هم نه وي.

دوی زیاتوي چې نړیوال شرکتونه او ادارې هغه مهال خپل اعتبار له لاسه ورکوي چې د تجارت قواعد نه پلي کوي، په شویو تړونونو عمل نه کوي او د چینایي ادراو توکي صادرول وځنډوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د