ورزش

لیورپول د اروپا اتلانو لیګ اتلولي خپله کړه – ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د انګلستان کلب لوبډلې «لیورپول» د بل انګلستاني کلب لوبډلې «ټوتنهام هاټسپرز» ته په ماتې ورکولو د اروپا اتلانو لیګ «UCL» اتلولي خپله کړه.

د چمپینز لیګ پایلوبه چې د اسپانیا په مدرید ښار کې ترسره شوه لیورپول لوبډلې ټوتنهام ته په دوه-صفر ماتې ورکړه او د شپږم وار لپاره یې دغه جام په خپل نوم کړ.

دغه لوبه تېره شپه په (۱۱:۳۰) بجې پېل شوه چې لیورپول لوبډلې ته په لومړۍ دقیقه کې د پینالتي شاټ فرصت په لاس ورغی چې مصري لوبغاړي محمد صلاح د خپلې لوبډلې لپاره لومړی ګول وواهه.

همدا ډول د دواړو لوبډلو لخوا غوره لوبه ترسره شوه خو په ۸۷مه دقیقه کې د لیورپول لخوا بیلجیمي لوبغاړي دیوک اوریګي دویم ګول وواهه او بریا یې ثبت کړه.

له دې وړاندې په نیمه پایلوبه کې لیورپول د لیونل میسي لوبډلې برسلونا ته او ټوتنهام ایاکس لوبډلې ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته لار موندلې وه.

د لیورپول لوبډلې د تېر کال اروپا اتلانو لیګ پایلوبې ته هم لار موندلې وه خو د محمد صلاح له ټپي کېدو وروسته ریال مدرید په ۳-۱ بریا خپله کړې وه او دغه جام یې ګټلی و، په اروپا اتلانو لیګ کې ریال مدرید لومړی لوبډله ده چې تر ټولو زیات ۱۴ واره یې ددغه جام اتلولي خپله کړې ده.

د یادې لوبې لنډیز دلته وګورئ!

https://www.youtube.com/watch?v=TzOpxLCqTLU

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x