کورني کارونه په غلط ډول ترسره کول د ملا دردونه رامنځته کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): په عام ډول په اسیایي ټولنو کې د کور ټول کارونه د میرمنو پر غاړه وي، همدا لامل دی چې اکثره میرمنې د ملا او یا د بدن نورو عضلاتو له دردونو څخه کړیږي، خو یو شمېر څېړنې د سړیو لپاره د کور کارونه ترسره کول هم ډیر اړین بولي.

د روغتیا پوهان یادونه کوي چې د کور کارونه په غلط ډول ترسره کول د ملا د دردونو خطر نور هم زیاتوي.

د المان یوه ټولنه چې د ملا د دردونو په مخنیوي کې څیړنې کوي وایي چې د جارو وهلو پرمهال د لاسونو او اوږو حرکت کې چې له بدنه لرې وي پر عضلاتو فشار راولي چې باید ځان ترې وژغورل شي.

د ستونزې مخنیوي لپاره باید د جارو وهلو پرمهال لاسونه بدن سره نږدې وي تر څو انسان د ملا، عضلاتو او نورو بندونو دردونو څخه وژغورل شئ.

دغه ټولنه زیاتوي چې د درنو یا ثقیلو توکو پورته کولو پرمهال باید ټول بدن له یو بل سره نږدې وي، تر څو د بدن پر ټولو عضلاتو یو ډول فشار راشي.

پوهان سپارښتنه کوي چې له ځمکې څخه د توکو پورته کولو پرمهال باید لومړی د رکوع په شکل ټيټ شئ او ملا مو د پاڅېدو پرمهال نیغه او مستقیمه وساتئ، په دې سره مو ددې پرځای چې په ملا مو ټول فشار راشي د پښو پونډۍ څخه هم کار اخیستل کیږي.

له بل پلوه څیړنو ثابته کړې چې د کور کارونه کول لکه د (جامو او لوښو پریمنځل) د میرمنو عمر زیاتوي، ځکه چې دا د زړښت ناروغۍ کچه کموي، ددې په سر کې د الزایمر «هېریدلو» ناروغي ده، او همدا ډول دغه کارونه د ځینو ورزش ډولونو سره پرتله کیږي چې په انسان کې د ژر مړینې کچه ټيټوي.

یوه بله څیړنه د کور کارونو په اړه وایي؛ که چیرې سړی د کور کارونو کولو په ګټه پوی شي هیڅکله به ټول کارونه یوازې پر میرمن ونکړي، ځکه چې دا د بدن ډیر شمېر کالوریز سوزوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د