افغانستان

رحمت الله نبیل: ولسمشر غني د ډیورنډ کرښه معامله کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۱۲ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د حکومت د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل وایي، د ګډ حکومت اوسني مشر «محمد اشرف غني» له پاکستان سره د اړیکو په برخه کې تل افغانستان ددې هیواد په وړاندې سرټیټی کړی او د ډیورنډ په فرضي کرښه باندې یې له پاکستان سره پټه معامله کړې.

نبیل چې په کابل کې یې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل « دا چې له دوو کالو راهیسې د ډیورنډ په کرښه باندې تار غځول کېږي او حکومت یې په وړاندې خاموش دی ښيي چې، حکومت د ډیورنډ کرښه د پاکستان له حکومت سره معامله کړې».

نبیل زیاته کړه « که چېرې رښتیا هم دا کرښه له پاکستان سره معامله شوې نه وای حکومت باید د پاکستان د اغزن سیم په وړاندې درېدلې وای».

رحمت الله نبیل چې د سږ کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند هم دی، ادعا وکړه چې، ولسمشر په دې وروستیو کې له حکومتي امکاناتو څخه په ګټه اخستنې خپل ټیم ته کمپاین کوي او د میلیونو ډالرونو قراردادونه یوازې هغو خلګو ته سپاري چې د نوموړي له ټیم څخه سیاسي او مالي ملاتړ وکړي.

د نبیل په خبره، د ولسمشر وروستۍ ګمارنې هم غیرقانوني او کمپایني بڼه لري چې باید مخه یې ونیول شي.

یاده دې وي چې دا لومړی ځل نه دی چې ګډ حکومت د ډیورنډ فرضي کرښې په خرڅولو تورنېږي، تر دې وړاندې هم د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار «محمد حنیف اتمر» اعتراف کړی وو چې د ولسمشر غني په امر یې د ډیورنډ کرښې قرارداد لاسلیک کړی.

په اتمر سربېره، په پارلماني چارو کې د ګډ حکومت اوسني وزیر «فاروق وردګ» د حکومت د پیل په لومړیو کې ادعا وکړه چې ډيورنډ پلورل شوی او دی د هغو کسانو نومونه او شواهد له ځانه سره لري چې ددې معاملې پیسې یې ترلاسه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
15 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
درانی

دومره مهمه خبره نده

اجمل

په ریښتا هم مهمه خبره نده. کچیری یو قوی او قانونی حکومت منځ ته راغی بیا به نه دا کرښه وی او هم دا د شر اوفساد منافقین. غیره له هغه ټول وطن کرښی کرښی دی او کرښی به لاشی.

غوربندي

د تا سر دې سپی وخوري

اجمل

غوربندی صیب چاته په قهر یی نوم خو یی واخله. زه دی په شک کی اچولی یم. که مقصد دی دا نبیل وردګ وی خو بیا د الله دعا قبوله کړه. دغه منافق دا خبری ولی د خپل اقتدار په وخت کی نکولی اوس چی د انتخاباتو وخت دی ځان خلکو ته وطن پرست ښیی. دوی سترګی کله لری چی دا بمبارد او د خلکو وژنه هم تقبیح کړی صرف د خپلو مفاداتو لپاره لکه سپی چغی وهی.

غوربندي

اجمل صاحب

زما مخاطب نبيل دی

جميل

ژړ سپی د چغال ورور دی ، د ډيورند خيالی کرښه خو لا آخوا پريږده تاسو بی ناموسو ، بی دينو او بی همتو ټوله هيواد وپلوری ، پر هيوادوالو مو شپه او ورځ د سرو کفارو چاپی ، وحشتونه ، بی ناموسی او بمباری دی تاسی جينګه خوله ورته نيولی خو پر ګوزو يی لا چکچکی کوی چی امريکايی ګوز ډير خوندور دی ، تف لعنت دی وی پر تاسو ټولو منافقو غلامانو . د غلام او مزدور دولت هيڅ دستخط او امظاء اعتبار نلری ، کله چی هيواد آزاد شی د خيره سره او د هيواد چاری و… نور لوستل »

اجمل

یاره جمیل صیب زما خودی زړه په دغه منافق یخ کړ. الله د یو داسی قوی حکومت منځ ته راولی چی نه یی اغزن تار پاتی شی او نه هم نور دغو منافقو د شر او فساد غړو ځای پکی وی.

جميل

اجمل وروره کور دی ودان پدی وزينه پاڼه کی ښه وزين ليکوالان او د عقل خاوندان شته چه وماته ځان ډير کموزنه پکی ښکاری ، تاسوته به هم جوته شوی وی ، تر پرونه مو ويل چی منفی کمنټونه ولی راکوی خو ن ن بيا خبره سرچپه ده منفی نشته خو مثبت پکښی دی . وروره خبره داده چی افغان تر هرڅه دمخه مسلمان دی ، مال او اهل ته يی تاوان ورورسوه په پای کی يی کالی هم ورڅيری کړه وبه يی زغمی خو په دين يی کار مه لره چی هغه نشی زغملی ، چی په دين کی… نور لوستل »

اجمل

جمیل صیب: داسی هم نده. زه کله کله داسی یو حقیقت وایم چی شاید ستاسو به هم خوښ نشی. تر اوسه پوری خو درست روان یو ورسته به ګورو. دا هم معلومه شوه چی دا ټول منفی لایکونه تا ماته راکول. خیر دی کوه مهمه خبره نده. خو لږ تر لږه هم چی په فکری لحاظ سره جوړ راغلو دا غټه خبره ده. کور د آباد.

جميل

اجمل صاحب !
دا به ناشونی وی چی په يوه تبصره کی زه يوازی ۶ منفی کمنټونه درکړم او داهم ومنی چی نور هم په حقيت پوهيږی او دا پدی معنی نده چی د نورو حقيقت ندی خوښ او تاسوته ناحقه منفی کمنټونه درکوی .
کله چی تاسی د دين او د هيواد دفاع وکړی او کفری استعمار وغندی نور به هم په فکری لحاظ سره نيژدی شو .

اجمل

کومه مهمه خبره نده طالبان به یی بیرته خپل کنترول کی راولی. او یا ممکن دا کرښه بالکل له منځه ولاړه شی او د یوه لوی افغانستان سبب وګرځی. آیا زما د خبری ته هم منفی لایک ورکوي؟

عبدالله

جمیله ته د کشنزل ولی کوی، په منطق او استدلال خبری وکره شکنزل شه کار نه دی.
دا خنزیر نبیل توله پیژنی اوس دی دعوه کوی چی دیورند معامله سو ۴ یا ۵ پنخه کاله چیری وی اوس چی انتخابات سول ته وطن دوست او داعی سولی.

گوره جمیله شکنزل ونکی دیر بد کار دی، خپل نظر مطرح کره کومه خبره نه ده. شکنزل بی عقل او دهغه چا کار دی چی منطق نه لری نو بیا د مرداری لپاره یا جنگ کوی یا شکنزل.

Riaz Nazari

نبیل دا هره خبره د کرزی په وخت کی هم کړی وه چی له دندی ورباندی ګوښه شو او پر ځای اسدالله خالد د کم او زیات شپژو میاشتو لپاره د ملی امنیت مشر وو! بیا یی د غنی په حکومت کی په شدت مخالفت کولو چی همدا باعث شو د ده او اتمر خاین او غنی تر مینځ لانجه د نبیل د دندی پریښودلو سبب شوله! وروڼو څه شۍ مو چی لیدلی نه یی بی ځایه پدی روژه کی په چا باندی تهمت مه تړۍ! نبیل که چیری خاین وای نو اتمر خاین غوندی به یی د ډیورنډ په… نور لوستل »

جميل

عبدالله ! تاسو لکه چی د ارګ د زنا کارو بی ناموسانو د زنا او بی ناموسی راپور ندی لوستی ، که تاته دا کليمات ښکنځل ښکاری ادبی کليمات يی راوښيه چی بی ناموسه زناکاره ، بی دينه او بی همته ته څه وويل شی .

حکیمي

موږته دامعامله دمنلونده موږله طالبانو څخه په ټینګارغواړو چي داشرف غني له رژیم سره خبرې ونکړي
کله چي داحکومت وپرزېږي طالبان به مکلف نه وي چي د اشرف غني قراردادونه ومني

Back to top button
15
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x