
د قطر سفر«يوولسمه برخه»
حفيظ الدين پيرزاده
متقي صیب سرہ لیدنه:
د غرمې له ډوډۍ پس زہ او ساپی صیب د چھل قدمۍ لپارہ بیرون لاړو.
ذاکري صیب ته مو ھم وویل خو د ھغه له پیادہ گرځیدو سرہ چندان ښه راشه درشه نشته.
ھغه پاته شو خو د ھغه پر ځای له امریکې راغلی قدیر مومند صیب راسرہ د ملتیا ټټر وډباوہ!
بیرون ډیرہ گرمي وہ نو موږ ھم د یوې لنډې دورې له وھلو وروسته بیرته راغلو.
ساپی صیب خپل اطاق ته لاړ او زہ په ھال کې له نورو ملگرو سرہ پاته شوم.
د دې غونډې تنظیمونکي پروفیسور البرکات ته ما په لومړي مجلس کې وړاندیز کړی و که موږ ته د شخړو د مطالعاتو مرکز وښئي تر څو د ھغوی کار له نژدې وگورو!
بیا نورو ملگرو ھم ترې ورته غوښتنه کړې وہ.
نن مازیگر د نوموړي مرکز څخه یو بس راتلل تر څو موږ یاد مرکز ته بوځي.
ھمدا لامل و چې د ھوټل په ھال کې ملگري را غونډ شوي و او د موټر د راتگ په انتظار کې یې بنډار کاوہ.
زہ ھم ورسرہ کیناستم. ما له ملگرو سرہ خبرې کولې چې د ساپي صیب زنگ راغی، راته کړل یې: زما اطاق ته راشه! متقي صیب راغلی او یادوي مو!
زہ له ملگرو جلا شوم او د متقي صیب د لیدو په تکل د ساپي صیب کوټې ته ورغلم. نور ملگري پر علمي سیر د البرکات له برکاتو برخمن شول!
د ساپي صیب په کوټه کې د ھغه په شمول متقي صیب، عابد صیب او یو بل ځوان چې غالبا د عابد صیب ورور یا زوی و، ناست وو!
زہ له روغبړ وروسته کیناستم. متقي صیب موږ سرہ خپلې تجربې شریکولې چې څرنگ او د څومرہ ستونزو پر گاللو یې د جھاد تر څنگ خپل تحصیل تکمیل کړی!
متقي صیب د یو داسې کرزماتیک ( ښائي نوراني یا جذاب به یې پښتو ترجمه وي ) شخصیت څښتن دی چې د سړي زړہ غواړي ھمداسې ورته گوري!!
ما د خبرو موضوع بدله کړہ، او ورته کړل مې:
جناب متقي صیب!
الله تعالی مسبِب الأسباب دی، په دې مانا چې الله عزوجل د کوم کار کول یا کیدل وغواړي، په عالَم اسباب کې داسې شرایط او حالت برابروي چې پر مټ یې د ھغه کار کیدل شونی شي!
امارت یو وخت نه و، شرایط داسې راغله چې امارت پیدا شو، او په طوفاني رفتار یې د ھیواد ټولې برخې تر خپل پوښښ لاندې راوستې!
امارت له نیست څخه ھست شو، خو بیا څه مودہ وروسته چې سھار راپاڅیدو نو نه اسلامي امارت و او نه یې نوم!! امارت له ھست نه بیرته نیست شو!
د غرب له راتگ څخه پس د إمارت مثال د ھغه مریض و چې د کوما پر حالت کې پروت وي، د آکسیجن کڅوړہ ورته ځړیدلې وي او د وینې ورته شدیدہ اړتیا وي!
إمارت ته دا ځل وینه په ځانگړي ډول فدایانو او په ټوله کې د سنگر مجاھدینو ورکړہ!
د مجاھدینو په وینه کې الله تعالی دومرہ زور ایښی و چې که په لومړي ځل د امارت له نیست څخه د ھست سفر وطني داړہ ماران، غله، خاین مجاھدین او غاصبین پسې واخیستل نو دا پلا یې د نړی د کفارو تر ټولو قوي جنگي ماشین ( ناټو ) په گونډو کړ!
دا اوس چې د امارت په قوي جسم کې کومه وینه ځغلي، او امارت یې ھم پر مټ د افغانستان ډیرې برخې فتحه کړي، دا د ھماغو مجاھدینو وینه دہ!
محترم متقي صیب!
زما موخه د مجاھدینو صفت نه دی بلکې غواړم ستاسې توجه د ھست او نیست د دواړو سفرونو لاملونو او اسبابو ته مبذول کړم!
د امارت مشران باید ھغه اسباب د کومو له امله چې امارت ھست شوی، وڅیړي، فکر پکې وکړي او ټینگ یې ونیسي، او په ھیڅ حالت کې ترې تنزل و نه کړي!
ما لا خبرې کولې چې عابد صیب او یا غالبا ساپي صیب مې مخې ته د چایو پیاله له خرماو سرہ کیښودہ!
ښایي ھغوی به دا کار د میلمه پالنې له مخې کړی وي او یا به یې موخه دا وہ چې نور غلی شم(!).
نه پوھیږم مشر ساپي صیب د ھوټل پر دې جینکو کومه جادو کړې؛ یو خو یې کوټه زموږ تر کوټو لوکسه ورکړې او بل سھار او ماښام وچې او لمدې میوې ورته راځغلوي!
نن یې ورته داسې غټې او خوندورې خرما راوړي چې ان زړي یې ترې لیرې کړي او بادام یې پکې ایښي!
گر چې ساپی صیب د خوراک چندان میړنی نه دی، خو ما ورته د پورہ ھمکارۍ سینه وډبوله او ورته مې وویل: بې غمه اوسه! زما پشان ملگري به نو په کومه ورځ په کار راځي؟!!
د خبرو په جریان کې د یو کابل میشتي تکړہ لیکوال او شاعر ذکر ھم وشو. نوموړي څه مودہ وړاندې د باباجي په پیښه کې ھلمندیو خویندو په زورونې خپله خواشیني ښوولې وہ.
څرنگ چې ھغه لیکوال زما اشنا دی او په لومړي ځل یې د خپل سکوت روژہ ماته کړې وہ، ما ورته څو ورځې وړاندې یو شعر ډالۍ کړی و چې دلته مې د مجلس ملگرو ته ھم واوروہ.
ھغه شعر دا دی:
لیکوال صاحب ته!
ښکاري لیکوال صاحب څوکۍ بایللې
د ھلمندۍ کمڅۍ یې اوس یادہ شوہ
یا به حالات ورته بدل ښکارې چې
د خورکۍ کمڅۍ یې اوس یادہ شوہ
ښایي ضمیر یې تربگني کړې وي
او ښه پخه یې دښمني کړې وي
دې به یې کلک وي له گریوان نیولی
پرې د پیغور یې بمباري کړي وي
یا به ھماغه وي بدل به نه وي
دا به یې بل رنگ خیاطي کړې وي
یا به یې ھم رښتیا څوکۍ تللې وي
د ھلمندۍ کمڅۍ یې اوس یادہ شوہ
یا به حالات ورته بدل ښکاري چې
د خورکۍ کمڅۍ یې اوس یادہ شوہ
یا به وجدان وي له بریتو نیولی
د وطن مینې له ویښتو نیولی
د خپل احساس اور کې وریت شوی به وي
د ھلمندۍ چیغو له پښو نیولی
عشق به یې نور د ذلت پیټی نه وړي
زړہ به یې کلک وي له لاسو نیولی
یا به پوھیږي چې نظام بدلیږي
د ھلمندۍ کمڅۍ یې اوس یادہ شوہ
یا به حالات ورته بدل ښکاري چې
د خورکۍ کمڅۍ یې اوس یادہ شوہ
یا به دا نوې پروژہ وي ورته
اوس به له دې لارې ډالر گټي
د خپل ھنر د نیلامۍ په قیمت
اوس به څه بل شانې ھنر گټي
یا به د خپل قلم د څوکې په زور
ځان ته یو بل نوی دفتر گټي
که نه دا نولس کاله چرته و دی؟
د ھلمندۍ کمڅۍ یې اوس یادہ شوہ
یا به حالات ورته بدل ښکاري چې
د خورکۍ کمڅۍ یې اوس یادہ شوہ
________________________________
متقي صیب او ملگري یې لږہ شیبه نور موږ سرہ ناست ول او بیا لاړل.
ساپی صیب او زہ ھم د چھل قدمۍ لپارہ بھر لاړو!
له سید محمد طیب آغا سرہ لیدنه:
( دا لړۍ ادامه لري )
پیر زاده صاحب.
یاره د ببولاله خو د بیلکل خلاصیدل نه لری .یاره که زما منی نور دا سفر په همدا ځای پای ته ورسوه.
ګران ورور حفیظ الدین صاحب قلم د تند اوسه. ستاسو هره لیکنه هر با احساسه افغان په شوق سره تر پایه لولی. الله د لا زیاتو همدا ډول لیکنو توفیق درکړی. امین