
ملا برادر آخند ته شعر
محمد قاسم زهیب
د مسلمه امت دعاوې دي دلبره تاته
اې زموږ لوړ پوړې طالب مشره برادره تاته
په دې عظیم مسؤولیت او دې عظیم خدمت کې
مرسته نصرت د لایزال غواړي له بره تاته
دغه شهید په وینو سور ولس مو سترګي په لار
د منصور یاره د عمر راسته وزره تاته
دا چي مسکو کي سپین کالي توره لونګۍ ګرځیدې
جهان خوشبینه د کلونو مسافره تاته
افغان ولس ته خوشالي او ارامي راوله
ګوري بې وزله،جنګ ځپلي،در په دره تاته
نور دي ګټلې د طالوت او د جالوت جګړه ده
لکه داؤد غوندي درغږ به کړي ډبره تاته
د فتحو زیري د ملګرو له سنګره را ځي
مبارکي یې زهیب وایي بختوره تاته
Ai da dango ghroona zamaria
zama sallam de bradara tata
ملګری پښتو یافارسی ژبه دی نه ده ایزده چی وږغیږی
پر ايمان او پر قلم دی برکت شه