
طالبانو ولې د ریاض پر ځای ماسکو ته مخه کړې؟؟
أبو عابد
څو میاشتې وړاندې چې په ماسکو کې د بین الافغاني تفاهم لومړنی مجلس دائر شوی او طالبانو هم په کې ګډون کړی و، اشرف غني ننګرهار ته د سفر په وخت په خپل تقریر کې وویل چې ( زه سوله په مکه کې غواړم او طالبان یې په روسیه کې، اوس تاسو قضاوت وکړئ چې مکه خوږه ده که روسیه؟؟) دا اوس تازه په تازه چې طالبان او د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان مطرح سیاسیون یو ځل بیا په ماسکو کې سره جرګه شول. اشرف غني په همدې ورځو کې عربستان ته د عمرې احرام وتاړه او بیا یې فیسبوکي مبلغینو د طالبانو د ماسکو کانفرانس او د اشرف غني د عمرې د انځورونو په خپرولو سره خلکو ته ښودل چې ګوا کې اشرف غني د طالبانو په نسبت په سمه روان دی.
په دې کې شک نشته چې حجاز د پیغمبرانو وطن دی، مکه المکرمه د ځمکې پر سر تر ټولو مقدس او سپیڅلی ښار دی او بالمقابل ماسکو د یوه کفري وطن ( روسیې) پلازمینه ده چې له حجاز او مکې شریفې سره اصلا د پرتلې وړ نه دی. خو د دې ټولو حقائقو باوجود طالبان چې ځانونه دین ته متعهد خلک هم بولې ولې یې د حجاز ( سعودي) پر ځای د روسیې او ماسکو لاره نیولې ده او دا څووم ځل دی چې ماسکو ته ځي؟؟
راځئ د دې پوښتنې ځواب ته له یوه تاریخي واقعیت څخه ور داخل شو تر څو مو د موضوع په سر او بر ماغزه خلاص شي.
د شلمې پیړۍ په پيل یعني ۱۹۱۰ میلادي کلونو کې له افغانستان او عثماني خلافت له ملحقاتو پرته ټوله اسلامي نړۍ د اروپایي استعمارګرو تر اشغال لاندې وه. له دې جملې یو مهم اشغالګر د برطانیې سلطنت( انګلیس) و چې هند، بنګال، مصر، اندونیزیا، مالیزیا، د سرې بحیرې او خلیج غاړې او ګڼې نورې اسلامي سیمې یې اشغال کړې وې. خو د انګلیس تر ټولو مهمه مستعمره هند و چې د مسلمانانو له زر کلنې واکمنۍ وروسته یې په ۱۸۵۸ کال کې د دغې مهمې سیمې بشپړ واک تر ګوتو کړی او خپل ظالمانه واک او استثمار یې پرې چلاوه.
د هند مسلمانانو له انګریزي اشغاله د ازادۍ لپاره ډیرې هڅې وکړې، خو د انګلیس لوی طاقت یې په وړاندې خنډ و. تر دې چې په ۱۹۱۴ م کال کې انګلیس له جرمني، اتریش او عثماني خلافت سره په نړیواله جګړه کې بوخت شو. همدغه مهال د هند مسلمانانو فکر وکړ چې اوس له انګلیس څخه د ازادۍ اخیستلو مناسب وخت دی، ځکه انګلیس په نړیواله جګړه کې بوخت او ځواک یې مصروف او تقسیم شوی دی. د هند مسلمانانو د شیخ الهند مولانا محمود الحسن صاحب په مشرۍ د خلافت تحریک پیل کړ. د دې تحریک پلان داو چې لومړی په منطقوي او نړیواله کچه د انګریز مخالفین له ځان سر متحد، د هغوی مرستې را جلب او بیا له اسلامي خاورو د انګریزانو په شړلو کې ترې کار واخلي. مولانا محمود الحسن د انګریزانو د شړلو په مقصد د نړیوال ملاتړ خپلولو لپاره پراخ کار پیل کړ. شیخ الهند پوهیده چې عثماني ترکان او المان له انګلیس سره په جګړه بوخت دي، نو ځکه یې دې هیوادونو ته د عبدالباری او شجاع الله په نوم استازي ولیږل تر څو د هند د مبارزو مسلمانانو پیغام ورته ورسوي. جاپان او روسیه که څه هم په نړیوال جنګ کې د برتانیې متحد و، خو په مستعمراتو او نړیوالو قضایاوو کې یې له انګلیس سره سیالي او جنجالونه درلودل او د هند په شان ( د سرو زرو مرغۍ) یې په خپل دې نړیوال سیال نه لوریده، نو ځکه یې د هند مسلمانانو د مرستې تمه کولای شوای. په همدې اساس شیخ الهند د شیخ عبد القادر او ډاکټر متهرا سنګ په نوم استازي جاپان ته ولیږل. دغه راز خپل مشهور شاګرد مولانا عبیدالله سندهی ته یې امر وکړ چې کابل ته هجرت وکړي او له هغه ځایه له روسیې سره د اړیکو تار وغځوي. مولانا عبیدالله سندهي په ۱۹۱۵ م کال کې کابل ته راغی او دلته یې د هند د ازادۍ لپاره د یوه جلا وطنه حکومت په بڼه اداره رامنځته کړه چې له روسیې بیا تر ترکیې او هند پورې یې د اړیکو جال غځیدلی و، خو مهم کار یې له روسیې اړیکې پالل او د دې هیواد له نړیوال پرستيژ څخه د انګلیسي استعمار په محو کې کار اخیستل و نو ځکه یې د مولانا خوشي محمد په نوم استازي پرلپسې د روسیې پایتخت سنت پترزبورګ ته تګ راتګ کاوه تر دې چې وروسته په ۱۹۲۲ م کال کې مولانا سندهي صاحب خپله هم روسیې ته لاړ .
د اسلامي هند د ازادۍ اخیستلو او د اشغالګر انګریز په خلاف د ملاتړ خپلولو په لړ کې شیخ الهند مولانا محمود الحسن صاحب په خپله حجاز ( سعودي عربستان) ته د تګ اراده وکړه.د لومړي نړیوال جنګ په پیل کې حجاز او حرمین شریفین د عثماني ترکانو تر واک لاندې و. شیخ الهند اراده درلوده چې د مدینې منورې له ترک والي بصری پاشا سره به وویني او د حجاز له علماء کرامو به د انګریز پر خلاف د جهاد فتوی ترلاسه کړي. خو حجاز ته په رسیدو ناڅاپه وضعیت په بل لټ واوښت. د حجاز امیر شریف حسین بن علي د عثماني خلافت پر خلاف له انګریزانو سره ایتلاف وکړ. او له عربي خاورو یې د عثماني ترکانو د شړلو مبارزه پیل کړه. شیخ الهند مولانا محمود الحسن په طائف کې و چې د حجاز حاکم شریف حسین یوه عجیبه فتوی د دستخط لپاره ورولیږله. شریف حسین چې دا وخت د انګریزانو ملګری و د خپلو درباري شیخانو په مټ یې یوه داسې فتوی ترتیب کړې وه چې په هغه کې یې دانګریزانو ملګرتیا جائزه بللې وه، عثماني ترکان چې څو سوه کاله یې حرمین ساتلي و تکفیر کړي وو، د هغوی خلافت یې ناجائز بللی و او پر وړاندې یې خپل بغاوت شرعا جائز او لازم ګڼلی و. په دې فتوی ډیرو بې بصیرته عالمانو لاسلیکونه کړي وو، خو چې کله دا فتوی شیخ الهند ته ورسیده، هغه یې په سختو ټکو تردید وکړ او دا یې د اسلام او شریعت له روح سره ټکر او څرګند انحراف وباله. د شیخ الهند د انکار له وجې نور علماء هم د دې ناسمې فتوی له تائید څخه پر شا شول. دې کار د انګریز حامي شریف حسین په غوسه کړ نو ځکه یې مولانا شیخ الهند له خپلو شاګردانو سره یوځای ونیو، او لاس تړلی یې انګریزانو ته وسپاره. انګریزانو شیخ الهند او د هغه ملګري له حجاز څخه په زولانه شکل مصر ته یووړل او له هغه ځایه یې د مدیترانې بحیرې یوې لرې پرتې جزیرې مالټا ته انتقال کړل چې هلته یې تر څو کلونو په زندان کې وساتل.
د شیخ الهند له ګرفتارۍ وروسته د هند مسلمانان او مجاهدین د حجاز له واکمنو مایوس شول. ځکه دا وخت عثماني ترکان له حجاز څخه په شا شوي وو. پر ځای یې دوه سیاسي خوځښته پاته وو چې یو د شریف حسین پیروان او بل هم د آل سعود کورنۍ چې کلونه کلونه یې د عثماني ترکانو په خلاف جګړې کړې وې. دغه دواړه حرکته که څه هم خپل تر منځ سره وران ول، خو د انګریزانو کلک ملاتړي وو چې د عثماني خلافت پر خلاف یې له انګریزي استعمارګرو سره په ګډه له یوه سنګره جګړه کوله. دا چې حجاز د انګریز د حلیفانو لاس ته لویدلی و او په روسیه کې د تزاري سلطنت له سقوط وروسته هغه بلشویکان واک ته رسیدلي وو چې د انګریز او نورو غربي استعمارګرو سره یې دښمني درلوده، په همدې اساس د هند مسلمانو مبارزینو د حجاز پر ځای د روسیې خوا ته مخه وکړه. د شیخ الهند له وفات وروسته د دوی مهم رهبر مولانا عبیدالله سندهي صاحب په ۱۹۲۲ م کال کې په خپله روسیې ته لاړ، اوه میاشتې په روسیې کې په رسمي سفر بوخت و، چې په دې لړ کې یې د معاصرې روسیې له لومړني خارجه وزیر چیچرین سره هم ملاقات وکړ ، د انګریزي استعمار پر خلاف د ګډې مبارزې طرحه یې ورته وړاندې کړه چې په دې اړه د مولانا سندهي صاحب همسفر او شاګرد ( ظفر حسن ایبک) په خپلو خاطراتو کې پوره تفصیل ورکړی دی.
له لوړ تفصیل څخه به پوه شوي ویاست چې د حالاتو جبر د طالبانو اسلامي تحریک کټ مټ له داسې حالت سره مخ کړی دی لکه د مولانا شیخ الهند حرکت چې ورسره مخامخ شوی و. نن سبا د انګریزي استعمار ځای امریکایي استعمار نیولی دی. چې د ګڼو نورو اسلامي هیوادونو د ښکاره یا پټ اشغال تر څنګ یې افغانستان هم تر خپل پوځي اشغال لاندې راوستی دی. د مولانا شیخ الهند په شان د افغانستان علماء کرام او طالبان د عام اولس په ملاتړ د امریکایي استعمار د محو کولو په مقصد جهاد کوي. ها خوا د حرمینو او حجاز واکمن ( سعودي واکمن ) د دې په ځای چې د افغان اولس د جهادي داعیې ملاتړ وکړي، د امریکایانو ملګري دي. امریکایانو ته اډې ورکوي، بیړۍ او الوتکې له تیلو ورډکوي تر څو په افغانستان بمبار وکړي. حتی که کوم طالب مشر د حجاز خاورې ته د حج یا عمرې لپاره لاړ شي نو د مولوي ضیاء الرحمن مدني او مولوي عبدالحکیم شرعي په شان یې نیسي او د زندان تورو تیارو ته یې اچوي. د سعودي واکمن او نږدې ملګري یې له طالبانو سره دومره حساسیت لري چې د عربي اماراتو یو امیر د امریکا خارجه وزیر ته په ملاقات کې وایي چې له طالب مشرانو سره خبرې مه کوئ بلکې په وژلو یې کار ورخلاص کړئ.
د دښمنۍ او بې اعتمادۍ په داسې فضاء کې د شیخ الهند د پیروانو په شان طالبان هم دا زړه نه شي کولای چې د حجاز لاره ونیسي. ځکه ډیر امکان شته چې د حجاز واکمن یې د شیخ الهند په شان لاستړلي امریکایانو ته وسپاري او د مالټا په ځای یې د ګوانتانامو جزیرې ته ولیږي.
اما روسیه، چې د بهرنیو چارو د وزیر په کچه چارواکی یې په ډاګه د امریکایي اشغال مخالفت کوي، له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو خبره تکراروي. طالبان د یوه برحق او استقلال غوښتونکي ملي افغاني خوځښت په رسمیت پیژني او طالبانو ته د سیاسي او اعلامي تبارز امکانات برابروي، طالبان کولای شي له سیاسي مخمصې د وتلو لپاره له دې مهیا فرصت څخه استفاده وکړي.
خلک باید دې باریکۍته متوجه شي چې روسیه د طالبانو انتخاب نه دی، بلکې له روسیې پرته بل څوک شته نه چې طالبانو ته په دې کچه د سیاسي تبارز امکانات ورکړي. د نړۍ په کچه اکثره هیوادونه له امریکا دومره ویریږي چې د طالب نوم هم په خوله نه شي اخیستلی، یوازې روسیه ده چې له امریکا سره نړیواله سیالي یې طالبانو ته په خیر تمامه شوې ده. کله چې تاسو باران اخیستي یا ږلۍ ځپلي یئ او د جومات دروازه تړلې وي، مجبوره یاست چې په کومه کنډواله کې له بارانه پناه واخلئ. نو بناء د سعودي پر ځای د روسیې په خوا د طالبانو د میلان ګناه د طالبانو نه بلکې د سعودي د واکمنو ده، چې د اسلام، قرآن او محمدي کړنلارې پر خلاف یې د امریکایي طاغوت اړخ نیولی. د حرمینو منصب چې پر الله تعالی د ایمان او توحید ممبر و، دوی ترې د ټرمپ د ثنا او صفت لوډسپیکر جوړ کړی او د شیخ سدیس په کچه عالم یې د معاصر فرعون ټرمپ صفتونه کوي.
نو بناء د دې په ځای چې طالبانو ته د وضعیت سمولو سپارښتنه کیږي باید د حرمینو واکمن خپله قبله درسته کړي او د ټرمپ په ځای الله تعالی ته مخ کړي او بالاخره لږ دې له خدای وډار شي او دیني حمیت دې وروړاندې کړي.
این را ھمهٔ ما و شما قبول داریم که مکهٔ مکرمه یک مکان مقدس است و روسیه یک مملکت کفریست
لیکن گپ در مکه و روسیه نیست ، گپ در افراد و افکار است ۔
نمیخواھم گپ را طولانی کنم
اینقدر میگویم دیگر خود تان میدانید
رحمان بابا درین بارہ بسیار خوب فرمودہ :
د مکی په بزرگئ کی ھیح شک نشته
لیکن خر به حاجی نشی په طواف
ما ھم بالای مکه اعتراض نداریم
و نه عاشق مسکو آستیم
تشکر
بسم الله الرحمن الرحيم ط
قدردان ورور ابوحامد صاحب .
اولاً ، السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته درته وايم . د راتلونکي عيدالفطر مبارکي تاسو محترم او ټول اسلامي امت ته درکوم.
امابعد : په ګوتو او قلم دي برکت سه ، چي د ورځو د پيښو په اړه دي يوو داسي تحليل لوستونکو ته وړاندي کړی دی . چي ددوستانو يي په لوستلو د زړونو تسلی سوي ده ، او غربزده غني خيلان ګنګ پاته دي .
له پورته لیکنی مو ډیر څه زده کړل کور مو ودان، خو یوه خبره هغه دا چه کاش طالب ورونو دغه انفجارونه د ملت او عام ولس په منځ کی نه کولای د توپ او راکټ مخه یی د شین سترګو(امریکانو)په طرف وای چه د ټولو مشترک دښمن دی نو بیا به د طالب په پلوی کی کوم کمی نه وو، داخلی عسکر چه هغه هم د کور د نفقی مجبوریتونو په مخه کړی د پنځه روپی معاش په خاطر دغه وظیفه اجراء کوی چه په دوی هم رحم ونه شی نو آخر دا ملت چه تباه شو حکومت د… نور لوستل »
برادر نھایت محترم احمد رحیم صاحب
عساکر داخلی که برای نفقهٔ اولاد خود دیگر چارہ ندارد
آیا چارہ اش ھمین است که طالب ، ملا و قاری را بکشد تا از طرف امریکا برایش معاش دادہ شود ؟
آیا ازین طریق نفقه پیدا کردن را شما عذر شرعی میدانید ؟
خر یې ولاکه درسره ومنې خر
ته به د پنجاب په پاسپورټ، د امریکایې اډي څنګ ته په قطر کې اوسې، له پیوټین سره به ساړه تاوده شپیلوې، د خلیلزاد پټ مرموز مجلسونه به مثبت ګڼې.
بیا به هم ته ځان حر او آزاد بولې خو غني/ کرزی بل او بل به یوازې غلام وې.
احمد پشتون صاحب
حاجت به جواب دادن ما نیست
خودت در شروع یک جمله را نوشتی و تأکید کردی
ھمان جملهٔ خودتان جواب مناسب است
که سخن طالبان را کی قبول دارد و کی قبول ندارد
ببین اولین جمله ( عنوان ) نظریهٔ تان را
مهمه نه ده چی روس یا امریکه یا سعودی یا نور څه فکرونه یا کوم سنګرونه لری بلکه مهمه داده چی زموږ هیواد ته سوله او آرامی راسی.
سلام او احترام ټواو ته او راتلونکی کوچنی اختر مو مبارک شه گوری که دلیل اواستدلال لری نو د موضوع پر محتواء باندی تبصره وکڕی چی ولی طالبانو د ریاض پری ځای مسکو ته یی مخه کڔی. ایا طالبان په خپل دریځ کی بر حق دی او که د حق سره په ټکر کی دی؟ په حقیقیت کی د ریاض دوه مخی سیاست یوازی د افغانستان په وڔاندی نه بلکی د فلسطینیانو په وڔاندی هم دوه مخی سیاست یی اتخاذ کڔی او په همدی توگه ریاض اوس خپله اصلی څیره یی بربنډه کڔی چی سعودیانو په حقیقت کی د دین… نور لوستل »
جناب مبصر درقدم نخست خدمت شما بعرض بیرسانم انچه را که ذهن وضمیر شا بااقتباس از تاریخ ومقایسه ان با شرایط کنونی کشور ما وبا برداشت که ازان نموده اید بروفق واقعیت های عینی جامعه ما واسلام عزیز اگر ذهن وضمیر خودرا وایمان خودرا مصون ساخته اید من با ان کاری ندارم ویا حداقل برمحور عدم زوال ایمان شما را بخدای منان وبی نیاز مجسم ساخته وبهمنظور رهایی ومحمکه ایمانی درورای قانون الهی (اسلام) حد اقل احساسات شمارا تبارز داده هست وبه همگان هویدا مبرهن ساختید که هستند کسانی که همیش ترس خداواخرات را بردل دارند وهمیش از زاویه ایمان… نور لوستل »
بنام الله ذوالقوه المتین به انانیکه که از دایره تعصب قدرت تکبر وغافل از ایمان که بخدای منان دارنددرمورد این فرمان خدا جی میگویند الذین اتخذو من دونه اولیا والله حفیظ علیهم وماانت علیهم بوکیل. بلی انانیکه به دوستی گرفتند دشمنان خدا را بجز از الله وخداوند منان اگاه وخبیر هست به اعمال ایشان.وتو ای پیامبر تو هیج الزامی ومسولیتی دربرابر انان نداری. همچنان خداوند چی واضح واشکارا راه نحات را برای ما می اموزد يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَ عَدُوَّکُمْ أَوْلِياءَ تُلْقُونَ إِلَيْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ وَ قَدْ کَفَرُوا بِما جاءَکُمْ مِنَ الْحَقِّ يُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَ إِيَّاکُمْ أَنْ… نور لوستل »