د ملحدانو د یوې مغالطې او شبهې ځواب

لیکنه: دکتور عمر عماد

ملحدان وایي چې په اسلام کې وژنې شوې دي، نو موږ ورته وایو چې د ملحدانو ظلمونه خو د بشریت په ټنډه تور داغ دی . خو هغوی بیا وایي چې : زموږ او د مسلمانانو توپیر دا دی چې موږ د خپلو ملحدانو ظلمونه غندو او تاسې د اسلام ظلمونو ته بد نه وایئ . لکه د بنو قریظه پر یهودو چې محمد ظلم وکړ [والعياذ بالله ]، او نن هماغسې ظلم د عراق په ایزیدیانو وشو ،او دواړه ددین په نامه توجیه شول .

نو دوی ته باید وویل شي  :

جنابه ! اول خو موضوع دا نه ده چې د ملحدانو ظلمونو ته دې بد وویل شي یا نه ، خبره دا ده چې تاسې خلکو ته د الحاد بلنه په دې نوم ورکوئ چې ګویا هلته به د ایماندارۍ نه ښه ژوند ولري . تاسي په الحاد کې انسانانو ته د خوشحاله ژوند زیری ورکوئ ، نو موږ درته د ملحدینو ، او د الحاد په نوم تر سره شوي جنایات په مخکې ږدو ،تر څو درته ووایو چې الحاد كله هم د بشریت د نیکمرِغي ژمن نه دی ، او نه هم فرد او ټولنې ته سکون ، امن او استقرار راوړلای شي .

دوهم دا چې : کیدای شي ستاسې ځینې ملحدان د نورو ملحدانو هغه جنایاتو ته بد ووایي چې انساني تاریخ یې لړلی دی او د توجیه هیڅ ځای پکې نه دی پاتي ، خو د ننني الحاد په جنایاتو بیا بیخي پټې سترګې یاست ، که نه ، تاسې په سوریه ، عراق او فلسطین کې د شرق او غرب الحاد کوم جنایت غندلی دی ؟ بلکه خپله په افغانستان کی تاسې د زرګونه کیلو متره راغلو هغو ځواکونو ته لاسونه پړکوئ چې هره ورځ زموږ خړ پړ کلي ،  بانډونه او خاورین کورونه د خاوور سره خاورې کوي ، او هغه تنکي ماشومان درته د پنجاب پوځیان ښکاري چې ستاسو د یارانو لخوا د موقت خوب په حالت کې په ابدي خوب ویده کیږي !

ملحد صاحب ! هو ، دا خبره بیخې سمه ده چې موږ د قرآن آیتونه او د رسول الله علیه السلام صحیح خبرې او کړنې دین ګڼو ، او منل او عملي کول یې پر ځان واجب بولو .

خو موږ په دې هم کلک ایمان لرو چې نه په اسلام کې ظلم شته او نه رسول الله او نه خلفاء الراشدین پر چا ظلم کړی دی .

مونږ په دې ایمان لرو چې رسول الله ټول بشریت ته رحمت را استول شوی دی {وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ} . موږ د قرآن دا خبره په خلاصو غوږو اوریدلې ده چې د یو بې ګناه انسان وژنه د ټولو انسانانو د وژنې سره برابره ده {مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا} . او په دې هم پوهیږو چې اسلام راته حتی ددښمن سره په عدل کولو امر کوي (وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى ) , ولو كه دا هغه دښمن هم وي چې پر موږ یې ظلم پیل کړی دی : (وَلا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَنْ صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرامِ أَنْ تَعْتَدُوا) . موږ د جګړې په ډګر او د جنګ په حالت کې هم له تیري کولومنع شوي يو . (وَقاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقاتِلُونَكُمْ وَلا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ)

تاسې همیشه د بنو قریظه د یهودانو پیښه رامخته مخته کوئ . خو د هغې په لاملونو بیا سترګې پټوئ ، او له خپلو ځانونو مو قاضیان جوړ کړي دي اوپه هغې پیښې باندې د ظلم حکم کوئ . زه به د لوستونکو لپاره د هغې پیښې لنډ وضاحت وکړم.

كله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته هجرت وکړ نو د یهودو سره یې په متقابل درناوي ولاړه یوه پر دوولس مادو مشتمله  هوکړه وکړه ، چې  د هغې په درېیمه ماده کې راغلي و چې : ( یهود او مسلمانان به د هغه چا په وړاندې یو د بل مرسته کوي چې ددغې هوکړې د یو اړخ سره جګړه کوي ) . خو ددې برعکس ، د هجرت په پنځم کال د یهودانو یو مشر ( حیی بن اخطب ) د قریشو او د غطفان د قبیلې مشرکین د مسلمانانو د ختمولو لپاره ولمسول ، هماغه وو چې د مشرکینو لس زره لښکرې د مدینې د نړولو اومسلمانانو د بیخ ایستلو په نیت را وخوځیدل . د مدینې د ننوتلو دوه لارې وې، چې په یوه کې یې د یهودانو کلاګانې وې او په بله کې یې رسول الله خندق وکیندلو . نو کله چې مشرکین د خندق سره مخامخ شول ، او د ننوتلولار یې نه وه ، هوډ یې وکړ چې مدینه به تر تسلیمیدو پورې محاصره ساتي . په دې وخت کې حیی بن اخطب د بنو قریظه یهودو ته ورغی او هغوی یې د مسلمانانو سره د هوکړې ماتولو ته وهڅول ، سره له دې چې د هغوی مشر ( کعب بن اسد) په اول سر کې ورسره مخالفت وکړ او ویې ویل چې موږ له محمد سره عهد کړی او پرته له صدق او وفا مې هیڅ ترې نه دي لیدلي ، خو کله چې حیی بن اخطب ډاډ ورکړ چې د مشرکینو ستر لښکر یې راټول کړی دی نو بالاخره یی ورسره ومنله . کله چې رسول الله علیه السلام د یهودو د غدر اوازه واوریدله نو د سعد بن معاذ په ګډون یې یو څلور کسیز پلاوی بنو قریظه ته واستولو تر څو ځان په حقیقت پوه کړي . پلاوي یهودو ته وویل چې د رسول الله سره په هوکړې ودریږئ، خو هغوی وویل چې رسول الله څوک دی ؟ زموږ ورسره هیڅ هوکړه نشته . پلاوی بیرته ناهیلی رسول الله ته راستون شو ، چې په دې کار سره مسلمانان سخته په اندیښنه او ویره کې شول ، د ځینو سترګې کږې، او زړونه یې ستونې ته راغلل … ، چې قران د هغوی اندیښنه داسې انځور کړې ده : (إِذْ جَاءُوكُمْ مِنْ فَوْقِكُمْ وَمِنْ أَسْفَلَ مِنْكُمْ وَإِذْ زَاغَتِ الْأَبْصَارُ وَبَلَغَتِ الْقُلُوبُ الْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّونَ بِاللَّهِ الظُّنُونَا * هُنَالِكَ ابْتُلِيَ الْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا زِلْزَالًا شَدِيدًا) .

تاسې څه فکر کوئ چې که دغه لس زره کسیز لښکر مدینې ته ننوتی و نو هلته به څه پیښ شوي و؟ آیا دمسلمانانو جرړې به یې نه وې ایستلې ؟ آیا کوم مسلمان ماشوم او یا ښځه به پاتې و ؟!

خو ، الله تعالی د یهودو دسیسه شنډه او د مشرکینو لښکر مات کړ .

نو هغه وخت رسول الله هم د بني قریظه د خیانت د سزا په پار د هغوی د کلا ګانو په لور وخوځید . کله چې یهودو ولیدل چې د هغوی دسیسه رسوا او شنډه شوې ده نو خپلو کلاګانوته ننوتل او دروازې یې بندې کړې . او مسلمانانو هم هماغلته کلابند کړل .

هلته یهودو ته د بنو قریظه مشر ( کعب بن اسد) درې وړاندیزونه وکړل : اول یې دا چې :ورته یې وویل موږ او تاسې ټول پوهیږو چې محمد بر حقه دی ،نو راځئ چې موږ هم مسلمانان شو . خو هغوی وویل چې مونږ تورات نه شو پریښودلای . بیا یې ورته وویل : راځئ چې خپل ټول ماشومان اوښځې مړې کړو او نور ټول یووار د مسلمانانو مقابلې ته ور ودانګو . دا یې هم ونه منله …

د مسلمانانو کلابندۍ تقریبا دری هفتې دوام وکړ ، چې په همدې ترڅ کې ټول هغه یهود چې د خپلو مشرانو د کړنو مخالف وو راووتل ، او مسمانانو پناه ورکړه .

کله چې یهود په دې باوري شول چې د خلاصون لاره یې نشته نو رسول الله ته یې وړاندیز وکړ چې زموږ او ستا تر مینځ دې سعد بن معاذ( چه د بنی قریظه حلیف و) پریکړه وکړي ، رسول الله ورسره ومنله ، نو سعد وویل چې : زما پریکړه دا ده چې د یهودو ټول جنګیالان دې ووژل شي …. ، دا پریکړه بیا رسول الله هم د وعدې سره سم تايید کړه .

د وژل شویو یهودانو شمیر :

دا ټولو ته معلومه ده چې د مسلمانانو سره د داسې تاریخي پیښو د منلو او نه منلو معیار سند دی ، او د سند له مخې د جمهورو علماوو په نزد کې تر ټولو صحیح مصادر اول صحیح بخاري او ورپسې صحیح مسلم دی . خو په دې یوه کې هم د مړو شمیره نه ده یاده شوې،  بلکې د سعد بن معاذ همدومره خبره پکې راغلې چې : ( جنګیالان دې یې مړه شي ) . ددې نه آخوا د ابن اسحاق په سیرت کې د مړو شمیر د څلور سوو او نه سوو تر مينځ یادشوی دی ، خو دا ټول روایات د سند له مخې ضعیف او د اعتبار وړ نه دي ، او تر ټولو صحیح روایت یو د امام ابن زنجویه ( وفات ۲۵۱ هجری ) دی چې په خپل ( الاموال ) نومې کتاب کې یې له محمد بن شهاب الزهری څخه مرسل روایت کړی او په هغې کې یې مړه یوازې څلویښت ( هو ، څلویښت) تنه یاد کړي دي ، او بل د جابر بن عبد الله متصل روایت دی چې په هغې کې څلور سوه کسان یاد شوي دي .

خو که څلویښت وو او یا څلور سوه ، دا ټول د خپلو مشرانو د ضد ، عناد ، او حماقت قرباني شول ، او په تاریخ کې دا نه اول ځل و اونه آخر چې اتباع دې د مشرانو د خبرې منلو بیه پرې کوي . که هغوی د خپلو مشرانو په مخ کې ولاړ وای ، او یا کم له کمه د هغو دریو اونیو [په موده كې له کلاګانو راوتلي وای نو د داسې برخلیک سره به نه وو مخامخ شوي ، خو هغوی ټولو په یوه خوله د خندق په سختو شپو ورځو کې د مسلمانانو پر ضد د مشرکینو ملاتړ کاوه ، او وخت په وخت به د مدینې په کوڅو کې د حالاتو د څارنې لپاره ګرځیدل .

نو د پورتني وضاحت له مخې ، دا حقیقت په ډاګه کیږي چې یهودو د خپل غدر او خیانت او جنایت ، او په راتلونکې کې د هغوی د غدر نه د خوندي کیدلو مستحقه سزا لیدلې ده، نه داچې پر هغوی ناحقه تیری او ظلم شوی دی .

ملحد صاحب وایي : چې د عراق په ایزیدیانو چې کوم ظلم وشو د هماغه ظلم پایله ده چې محمد په بنی قریظه کړی دی ( والعیاذ بالله ) .

جنابه : هغه ډلګۍ چې په ایزدیانو څه وکړل هغه همدغه ستاسې د بادارانو په لاس جوړه شوې او اسلامی امت ته همدغه ستاسې ډالۍ ده ( چې دا ځای د دې حقیقت د روښانه کولو نه دی ) او د هغوی کړنې کله هم د رښتیني اسلام انځور نه دی ، که نه هغوی خو پرته د هغوی د همخیالانو څخه نورو ټولو مسلمانانو ته کافر وایي ، یوه ورزځ مې د دې فکر د یو مشر مصري دکتور فضل خبرې اوریدلې چې وایي ټول هغه مصریان چې د هغه وخت په ولس مشریزو ټاکنو کې یې ګډون کړی دی کافران دي !

ټول خلک پوهیږي چې د هیچا کړنې په اسلام حجت نه دی ، بلکې د خلکو اعمال به په اسلام تلل کیږي ، او بیا به یې سمو ته سم او ناسمو ته ناسم ویل کیږي .

هیله ده چې ځواب دې تر لاسه کړی وي .

تبصرې (5)

  • اسلام علیکم
    دا معقول منطق او استدلال سومره خوند کوی، کور ودان عماد صاحب.

    د نن تکی اسیا محترم اداری ته د توجه ور!!!
    لطفا ددغسی ضعف المنطقه او پوچ خولو خلگو تبصری لکه جمیل او.... مه نشروی زکه کله چی موژ د یوخبری وضاحت یا د رد یا قبول استدلال و غوارو نو دوی شنکزل کوی.
    أ وروره ( جميل او دده ورته پوچ خولی) زه د مسالی یا نظر اروند وضاحت او دلیل غوارم دوی شکنزل کوی یا تهمت راباندی وایی چی ته فلانکی یی او فلانکی یی ....
    کله چی اختلاف د نظر راسی نو انسان د انسان په دول چاته قناعت ور کوی خو جمیل او ده ته ورته نه په دلیل ور کولو پوهیزی او نه هم اسلامی اخلاق او اوصول ددعوت مراعتوی. دوی مخکی تر جواب او قناعت بخشه استدلاله مقابل لوری ته د منافق، غلام، بیغرته .... خطاب کوی. ایا د رسول الله او صحابه و خخه چی چا پوشتنه کول داسی یی کول لکه جمیل او یاران چی یی کوی، بلکل داسی نه وه، هغوی په پوره متقابل احترام دلیل وایه یا یی یو شی ردوی یا قبلوی.
    په دیر درنشت

    نوت:
    که د جمیل او .... د بد اخلاقو لیکونو نمونه غواری نو د شیخ الحدیث هيبة الله اخدزاده و اختریز پیغام ته مراجعه وکری او تبصری وگوری.

  • زمونږ ځینی افغانان قصدا او یا سهوا تبصرو او حتی ځینو لیکنو کی توهین او حتی کنځل کوی ناسمه کار دی نه اسلامی او نه انسانی دی، یعنی انسانیت انسانان له حیواناتو او اسلامیت انسانان له اسفل سافلین څخه اشرف المخلوقات ته رسوی . یو بل ته کنځل او توهین انسانان حیواناتو او حتی د اسفل سافلین ( تر ټولو ذلیله ) مقام ته رسوی . حتی د کفارو په مقابل کی کنځل او توهین ناسمه کار دی سم کار ته ناسمه او ناسمه کار ته سم ویل هم ناسمه کار دی. ادبی توهین او کنځل هم د منلو وړ نه دی. که د مقابل اړخ پلویان څو کسان یو یی ادبی او بل یی بی ادبه خبری لیکی او یا یو کس په جلا جلا نومو کی سمی او ناسمی لیکی ، د مقابل اړخ پلویان مجبوروی چه د ناسمو به مقابل کی دوی هم ناسمی ( کنځل او یا توهین ) ولیکی ، دا هم د تایید وړ نه دی مګر زیاته ګناه هغه اولو کسانو ته ده دواړه باید له اسلامی ، انسانی او افغانی معیارو له مخی خپلی تبصری ولیکی چه یو د بل په ژبه بوه او یو دبل خبری ومنی ، مګر ځینی کمیشن کارانو ته دا مهمه نه ده چه څوک یی خبره ومنی او یا د چاخبره ومنی هغوی ته چه څه ویل شوی هغه لیکی مهمه نه ده چه هغه ادبی او که غیر ادبی کنځل او توهین وی
    په دی اړه زه له ټولو څخه هیله کوم چه د دجال په ځای له الله ج وویریږی له دی ناوړو کړنو واوړی دا فانی دنیا ده هر څومره چه د خالق او مخلوق د خطا ایستلو هڅی وکړی په حقیقت کی ځان خطا باسی. مننه

  • عبدالله !
    زما د هغه مظمون تبصری چی تاسويی يادونه کړی او پر ما مو د ښکنځلو تور پوری کړی يو واری بيا ولولی خصوصاََ هغه تبصره چی تاسو يی مشخصه يادونه کړی او ځواب موغوښتی و او مايی ځواب هم درکړی و ، نور لوستونکی دی هم قضاوت وکړی .
    داچی ستاسو په دی بی همتو ، منافقو ، بی ناموسو ، بی دينو او د کفارو په غلامانو خوا بديږی هغه ستاسو خپله ستونزه ده ، په دغو عيبو کی خو به کوم يو په ځان کی نه وينی چی وماته مو حمله راواچوله کنه ما خو تاسوته هيڅ هم نه وه ويلی او نه می هم تاسی ياد کړی واست .
    زه به تل همدا بی دينه ، بی همته ، بی ناموسه ، منافق او د کفارو غلامان په همدی او تر دی هم په بدو نومو يادوم د دی رزيلانو سره او د هغو بد بختو چی د دوی ملاتړ او دفاع يی کوی ګرسره نده جوړه که هغه خدای مکړه زما سکه ورور هم واوسی .
    د خدای پار دی يوڅه قرآن شريف او مبارک حديثونه ولولی پوه به شی چی ودی ظالمو مردار خورو او د شيطان لعين او د ظالم کفارو خواخوږو او ورسره دوستی کوونکو او مدافعينو ته يی څه ويلی .

  • د درنو او محترمو لوستونکو او په خاص ډول د محترم عماد صاحب څخه بخښنه غواړم چی تر مقالی دباندی می ليکنه کړی .
    عبدالله بايد زما پر تبصری په همهغه مظمون کی نيوکه کړيوای نه پدی کی ، زما په اند داسی ويروسونه نور هم شته چی پدی وزينه پاڼه کی يی ځانونه ځای کړی او غواړی چی مقالی او دا پاڼه پخپلو بی ارتباطو تبصرو کمرنګه او سپکه کړی .