افغانستان

زلمي خلیلزاد، پاکستان د سولې په برخه کې همکارۍ ته هڅولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۱۳غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» اسلام اباد ته په خپل تازه سفر کې پاکستان هڅولی څو سولې ته خپله ژمنتیا وښيي او په دې برخه کې تر خپله وسه همکاري وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند « ډاکټر فیصل» په همدې تړاو د امریکا غږ له انګلیسي څانګي سره په خبرو کې وویل « پاکستان د خلیلزاد له ټیم سره په خبرو کې د پاکستان له لوري سولې ته د ژمنتیا ډاډ ورکړی».

فیصل زیاته کړه « خلیلزاد هیله ښودلې څو د سولې اوسني فرصتونه له لاسه ورنکړل شي او د افغانستان اوسنۍ شخړه د یوې سیاسي مصالحې له لارې پای ته ورسوي».

زلمی خلیلزاد داسې مهال د سولې په برخه کې له پاکستان د همکارۍ هیله لري چې نوموړي تازه د سولې اړوند خپل اتم سفر پیل کړی.

تمه ده خلیلزاد به د خپل دې سفر په ترڅ کې له متحده عرب اماراتو، بلجیم، جرمني او افغانستان څخه لیدنه وکړي او له طالبانو سره د اووم پړاو مذاکراتو د پیل په موخه به دوحې ته ورشي.

خلیلزاد په خپل ټویټر باندې هیله ښودلې وه څو په خپل دې سفر کې د سولې په برخه کې یوه نړیواله اجماع رامنځته کړي او د طالبانو سره د مذاکراتو په دې دور کې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو او له دې هیواد څخه نړۍ ته د خطر نه پېښېدلو په څېر، دوه مهم موضوعات په یوه توافق ورتم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x