افغانستان

مشرانو جرګه له حکومت د طالبانو د «ځپلو» هیله لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۱۳غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، د طالبانو د مشر اختریز پیغام ښيي چې دا ډله له جګړې لاس نه اخلي او سولې ته نه حاضرېږي نو ځکه باید وځپل شي.

د مشرانو جرګې رئیس «فضل هادي مسلمیار» ددې جرګې د تېرې ورځې په ناسته کې وویل « د طالبانو په مؤقف کې هیڅ تغیر ندی راغلی او لا هم جګړې ته ادامه ورکوي نو ځکه باید افغان امنیتي ځواکونه ددې ډلې د ځپلو لپاره ټول امنیتي تدابیر بشپړ کړي».

نوموړي ادعا وکړه چې طالبان خپلواک نه دي او د «بهرنیانو شتون» یې د جګړې یوه بهانه ګرځولې « که طالبان رښتیا مستقل وي باید د امریکا په ځای له افغان حکومت سره مخامخ مذاکرات وکړي څو په راتلونکې کې له ستونزو مخنیوی وشي».

ددې جرګې بل غړي « محمد عالم ایزیدیار» هم په خپلو خبرو کې په طالبانو تور پوری کړ چې سولې ته امادګي نه ښيي او غواړي  او جګړې ته دوام ورکوي.

د ایزیدیار په خبره؛ په مسکو کې د طالبانو وروستی دریځ او د ملا هبت الله اخندازه اختریز پیغام په جګړه ټینګارکوي نو ځکه یې باید په وړاندې له مصلحتونو او کمزورۍ کار وانخستل شي.

د مشرانو جرګه داسې مهال دولتي سرتېري د طالبانو ځپلو ته هڅوي چې، په دې وروستیو کې د طالبانو په الفتح عملیاتو کې هره ورځ لسګونه دولتي سرتېري د طالبانو په وړاندې د جګړې په ډګر کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او ګڼې سیمې طالبانو ته پرېږدي.

د سیاسي چارو د شنونکو په باور؛ په داسې حال کې چې د سولې خبرې تر بل هر وخت تودې رواني دي او ګڼ شمېر کورني او بهرني سیاستوال او بهرني هیوادونه له طالبانو سره یوې سیاسي مصالحې ته د رسېدلو په موخه په اړیکه کې دي؛ د ګډ حکومت جګړه خوښوونکې ستراتېژي به حکومت په دې خبرو کې نور هم منزوی او ګوښې ته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

زه خو یو ارمان لرم مسلمیاره چې زه دمحاکمه کړم او درته وګورم ! نوم دهم مسلمیار ایښی دی اما په حقیقت کې خو لوی غل او مسلم دزد یې ، نالت پر ستا فاسد امید واریم چې طالبان وروڼه کلکه جزا درته در کړي !!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x