افغانستان

جوزجان: « داعش ډله د چارواکو له لوري تمویلېږي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۱۳غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د جوزجان ولایت یو شمېر اوسیدونکي وايي، ددې ولایت په قوش تپه ولسوالۍ کې ځايي چارواکي د داعش ډلې په تمویل او تجهیز کې لاس لري.

سلام وطندار راډیو د قوش تپې ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي له خولې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، لیکي « د قوش تپې ولسوالۍ د پولیسو مشر عزت الله وردم په دې ولسوالۍ کې د داعش د تمویل او تجهیز چارې په غاړه لري».

د سرچینې په خبره، داعش ډله په خپل تمویل او تجهیز سربېره د خپلو جنګیالیو تشه هم د پولیسو او اربکیانو له منځه پوره کوي.

د قوش تپې ولسوالۍ اوسېدونکي اندېښنه لري چې که د داعش ډلې له تمویل لاس وانخستل شي ددې ولسوالۍ امنیت به ورسره نور هم خراب شي.

دا لومړی ځل نه دی چې حکومت د داعش ډلې په ملاتړ او لاسنیوي تورنېږی، تر دې وړاندې هم دولسي جرګې د غړو په شمول د حکومت دننه او بهر ګڼو چارواکو او فعالانو حکومت ددې ډلې په لاسنیوي تورن کړی.

په ورته وخت کې حکومت داسې مهال د داعش ډلې په ملاتړ تورنېږي چې، د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو اووم دور رانږدې شی او تمه ده دواړه لوري له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو په وتلو او له افغانستان څخه د داعش په شمول د ټولو هغو ډلو د مخنیوي په تړاو چې امریکا یې ځان ته خطر بولي توافق ته ورسېږي.

د شنونکو په خبره؛ په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه پښې سپکوي ا وطالبانو ته له افغانستان څخه نړۍ ته د خطر نه پېښېدلو مسئولیت ور تر غاړې کېږي، د حکومت او امریکا له لوري د داعش ډلې تمویل د طالبانو او ګاونډیو هیوادونو د وېرولو او په مذاکراتي مېز کې په طالبانو باندې د فشار واردولو په موخه ترسره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
MOHAMMAD

از طرف تمویل کننده گان نن تک آسیا تمویل میشود داعش

جميل

داعش هم داسی دروبوله لکه اربکی ، عسکر ، پوليس ، خادست ، او يا پخپله امريکايی ، د ټولو يوه اراده ده چی هغه ګډوډی پيښول او د اسلام د مبارک دين مخنيوی دی .
دا فشارونه پر طالبانو کوم خاص تاثير نلری ، کله چی امريکايان ووزی د داعش د شريری ډلی ورکيدل په ټوله هيواد کی د څو ورځو کار دی ، دی خبيثانو ډير ساده ځوانان خطا ايستل او په کفارو يی ووژل ، د دی منحوسو سره هيڅ رحم کول ندی پکار .

غمی.پښتین

په بحث کې ګډون وکړه…جمیل ته،
داعش د القاعده خیټی څخه راوتلی دی.طالیب د القاعده لپاره افغانستان لوخړه کړ.مطلب دا چه.
القاعده د داعش مور پلار،او طالیب د القاعده ورور وه
نو طالیب د داعش سکه اکا کیږی.دری سره یوه کورنی،

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x