ورزش

نړیوال جام: بنګلدیش سترې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه – ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوال جام پنځمه سیالۍ کې بنګلدیش لوبډلې د سویلي افریقا سترې لوبډلې ته ماتې ورکړه، دا د نړیوال جام تر دې دمه حیرانونکې ماتې ده.

د سویلي افریقا او بنګلدیش لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوه چې په کې بنګلدیش لومړی توپوهنه وکړه او سویلي افریقا ته یې د مشفیق الرحیم او شکیب الحسن په زړه پورې توپوهنې سره «۳۳۱» منډې هدف وټاکه، دا په یو ورځنیو لوبو کې د بنګلدیش لپاره تر ټولو زیاتې منډې دي.

په ځواب کې د سویلي افریقا لخوا بې مسوولیته توپوهنې ټاکلی هدف بشپړ نه شو کړای او په ۵۰ اورونو کې یې د مستفیض الرحمن او شکیب الحسن په غوره توپ اچونې یوازې «۳۰۸» منډې جوړې کړې، شکیب الحسن د یادې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، نوموړي «۷۵» منډې جوړې کړې او یوه ویکټه یې واخیسته.

شکیب الحسن په یو ورځنیو لوبو کې پنځم آلراونډر شو چې له «۵۰۰۰» څخه یې زیاتې منډې جوړې کړې او له «۲۵۰» څخه یې زیاتې ویکټې بشپړې کړې، له ده وړاندې سنت جیسوریا او شاهد افریدي په لومړي او دویم نمبر دي.

یاده دې وي چې په ۲۰۰۷م نړیوال جام کې بنګلدیش لوبډله توانېدلې وه سویلي افریقا ته ماتې ورکړي چې اوس په ۲۰۱۹م کال نړیوال جام کې یې یو وار بیا دغه تاریخ تکرار کړ.

په روان نړیوال جام کې تر دې دمه بنګلدیش لومړۍ اسیايي لوبډله شوه چې بریا خپلوي، له دې وړاندې پاکستان، سریلانکا او افغانستان په لومړیو لوبو کې له خپلو سیالانو څخه ماتې خوړلې ده.

د نړیوال جام سیالیو په تسلسل کې نن د دوشنبې په ورځ د ویسټ انډیز پر مټ له ماتې وروسته پاکستان لوبډله د انګلستان لوبډلې پر وړاندې بخت ازمایي، انګلستان لوبډله د نړیوال جام تر ټولو غوره لوبډله ګڼل کیږي.

د سویلي افریقا او بنګلدیش لوبډلو ترمنځ د سیالۍ ویډیویي لنډيز:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x