که نارینه د کور کارونو په ګټه پوی شي میرمنې به کار ته پرینږدي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د المان هېواد مشهوره څیړونکې د کور کارونو په اړه وایي؛ که چیرې نارینه د کورني کارونو کولو په ګټه پوی شي هیڅکله به ټول کارونه یوازې خپلې میرمنې ته پرینږدي، ځکه چې دا د بدن بې شمېره کالوریز سوزوي.

د المان یوه تکړه ډاکټره «الکسندرا بورشارد بیکر» وایي چې کورني کارونه د انسان د ورځني ورزش سره مساوي دي، ځکه دواړه په یو ډول د بدن کالوریز له منځه وړي، او کالوریز له منځه وړلو سره د بدن غوړ یا وزن کمیږي او بدن نور هم فعالوي.

پوهڼه زیاتوي؛ د یو نارینه لپاره چې وزن یې نږدې ۷۰ کیلو وي تر دوه ساعته کورني کارونه کولای شي د بدن تر «۶۰۰» زیات کالوریز وسوزوي، چې د یو ساعت ورزش سره مساوي دی.

په عام ډول د بدن وزن کمولو او د کالوریز سوزولو لپاره انسان د ورزش له سختو پړاوونو ځان تېروي خو د کور کارونه ترسره کول انسان ته دغه ګټه په اسانه رسولی شي.

د څیړنې له مخې تر ۳۰ دقیقو جارو وهل تر «۲۰۰» زیات کالوریز سوزوي، ځکه چې په دې سره د مټو استعمال کیږي، ورسره د خيټې او ملا عضلات هم سختيږي، د ملا او خیټې عضلاتو سختولو لپاره په عام ډول د سخت ورزش کولو اړتیا وي.

ددې سربېره دغه پوهڼه په دې لړ کې زیاتوي چې د نیم ساعت لپاره د خونۍ کړکۍ پاکول نږدې «۳۲۰» کالوریز سوزوي، ځکه چې د پاکوالي په دوران کې لاسونه ښکته پورته کول، د کړکۍ لاندې برخې پاکولو لپاره ټيټیدل، پورته برخې لپاره پورته کېدل او په زینو ښکته پورته ختل عضلات سختوي او د بدن انرژي او ستیمنا لا هم زیاتوي.

همدا ډول د «۱۵» دقیقو لپاره تشناب پاکول یوازې د انسان «۷۵» کالوریزې سوزوي، د تشناب حوزه او نور کارونه ترسره کولو سره د مټو او خیټې عضلاتو تمرین ترسره کیږي.

یاده دې وي چې میرمنې دې د کور کارونو پرمهال د ثقیلو توکو پورته کولو او یا جارو وهلو پرمهال له احتیاطه کار واخلي، ځکه چې دا په ناسم ډول ترسره کولو سره د ملا دردونه رامنځته کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د