اختر ته! جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

تر اوسه لا د جبر ماڼۍ دنګې دي اختره
او دلته د خوارانو مېنې ړنګې دي اختره

راځې که نه او څنګه به راځې پر دغه کلي؟
لا دلته د وحشت څېرې بد رنګې دي اختره

حالاتو مجبور کړي یو، د ځان مرګ ته تیار یو
دا شپې ورځې په مونږه دومره تنګې دي اختره

باران د اوښکو، وینو اُوري، شنه زرغونه نشته
د چم هوسۍ مو ځکه داسې چنګې دي اختره

څوک ورارې دي، د چا د مینې یار دی شهید شوی
په ویر اخته ګلرنګې، غنمرنګې دي اختره

لاسونه په نکریزو، له بنګړو ډک مړوندونه
هغه پېغلې اوس خوارې او ملنګې دي اختره

په جنګ کې “خدرخېل” دی وژل شوی، ځپل شوی
په جنګ کې خو د نورو غواوې لنګې دي اختره

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

(.په جنګ کی خو د نورو غواوی لنګی دی اختره)
کاشکی ددې ورور د ښکلی شعر د ادامې شاهدان وای او وضاحت ئی راکړی وای چی:
( نور) څوک او غواوی ئی کومی دی.
پر دې خبره ټول د نظر یووالی لر وچی زموږ جنګ د ( نورو غواوو) جنګ دی خو د نظر د اختلاف ټکی مو د ( نورو) د تشخیص د ثبوت مسئله ده.