افغانستان

کابل: د دولتي کارکوونکو په موټر چاودنې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۱۳غبرګولی، ۱۳۹۸ل): په پلازمينه کابل کې د دارالامان په سرک د اداري اصلاحاتو کميسيون په موټر چاودنه شوې چې له امله يې ددې ادارې پنځلس تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په کابل کې د اداري اصلاحاتو کميسيون وياند عبدالفريد احمد رسنيو ته د یادې ادارې په کاسټر موټر چاودنه تائيد کړې ده او ويلي يې دي چې د دوی کارکوونکی له کار ځای څخه کورونو په لېږدول کېدل چې د دارالامان سيمه کې پرې چاودنه شوې ده.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد الله مايار په خپل ټوېټر ليکلي دي چې په دې چاودنه کې ۵ تنه وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند هم ويلي دي چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته د يو چسپکي ماين په واسطه رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په کابل ښار کې بمي چاودنې او په امنيتي پوستو بريدونه زيات شوي دي.

تيره ورځ هم په کابل ښار کې څلور چاودنې شوې وې چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان شوي وو.

تر اوسه ددې چاودنې مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه.
دولت، طالیبانو داعش په ګډه ولس قتل کوی.
دولت، ولس په موټرو کی یو ځای کینوی.داعش او طالیبان په موټرو پسی چسپکی بمونه کیږدی .
او که داسی نه وی .ولی دولت په موټرو کی یو ځای مامورین لیږی؟
ولی سفریه کرایه نه ورکوی|؟څومره خر دولت دی؟

انجینر بختور منګل

اختر مو مبارک.
چسپکی بمونه ،د روسانو نوی تحفه طالیبانو ته

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x