مناجات؛ فدا محمدنومير

فدا محمد نومير

لويه خدايه بختور په مونږ اختر کړې
رابهر مو د نفاق له سمندر کړې

دواړه لاسه مو اوچت په استدعا دي
کور، کهول نه مو نوم ورک د مرور کړې

څو لاسونه د ورورۍ يو بل ته ورکړو
بختور اختر په مونږه بختور کړې

فکر او هوش نه مو کينه او بغض وباسې
خيرن زړونه مو په نور رامنور کړې

د ورورۍ مينه الفت راکې پيدا کړې
اتحاد او اتفاق مو يو په زر کړې

د ولس د سوکالۍ فکر، خيال راکړې
په دې لار کې برکت په ښځه نر کړې

چې دا وران ويجاړ کورګی سره سنبال کړو
ابادۍ ته د هيواد هر فرد ناظر کړې

ځانځانۍ، خود پرستۍ نه مو وساته
په تقوی کې مو اوچت له قلندر کړې

د يتيم، کونډې ارمان چې کړې ترسره
تاج وتخت په هغه کس ته بختور کړې

توپ او ټانګ په خپل قدرت ايرې اوبه کړې
محوه نوم ته د کمزوري، زورور کړې

چې سو سيال د سيالدارۍ په دې دنيا کې
د ګربت په څېر عطاء راته وزر کړې

ستا بې دره بل در نسته په ژړا يو
ستر څښتنه زما ولس باندې اختر کړې

متحده ايالات ، کلفورنيا . ۲۴ می ۱۹۹۳
اقتباس له : څڅيدلي ويني

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د