افغانستان

ملګري ملتونه: د جګړې ښکېل اړخونه دې د اختر په ورځو کې تشدد ودروي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۱۳غبرګولی، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا «یوناما» وايي، د جګړې له ښکېلو خواوو هیله لري څو د اختر په ورځو کې خشونت ودروي.

د یوناما له دفتر څخه د اختر په مناسبت خپره شوې خبرپاڼه کې افغانانو ته د اختر مبارکي ویل شوې او تر څنګ یې د جګړې له ښکېلو خواوو هیله شوې څو د اخترپه ورځو کې تشدد او جګړه ودروي « موږ د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو په جدي ډول هیله لرو څو د اختر په ورځو کې خشونت ودروي څو افغانان وکولای شي د اختر ورځې په پوره امن او خوښۍ سره ولمانځي».

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي « د جګړې د پای ته رسولو په لاره کې ملګري ملتونه د افغانستان له خلګو سره هر ډول مرستو ته ژمن دي او د جګړې له ښکېلو خواوو هم غواړي څو د اختر په مبارکو شپو کې خشونت ته د پای ټکی کېږدي».

ملګري ملتونه داسې مهال له ښکېلو غاړو د جګړې درولو غوښتنه کوي چې، د روژې په میاشت کې هم د جګړې په ښکېلو اړخونو سربېره ګڼ شمېر ولسي خلګو تلفات ورکړي، دا تلفات چې تر ډېره د ګډو ځواکونو په چاپو او بمباریو کې عامو وګړو ته اوړي د کمېدلو په ځای ورځ تر بلې زیاتېږي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو له لوري د جګړې د کمېدلو هیله داسې وخت کېږي چې د ګډ حکومت د مشرانو جرګې له حکومت غوښتي څو د طالبانو په وړاندې جګړه تېزه کړي او د هغوی د ځپلو له لارې یې سولې ته اړ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

یوناما باید لمړی خبله بیطرفی وساتی او بیا له دواړو اړخونو څخه د منځګړتیا او د اختر ورځو کی له جنګ کولو او تشدد څخه کار د کار نه اخستلو هیله او غوشتنه وکړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x