ورزش

راشد خان کابل کې د کرېکټ اکاديمي پرانيزي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۱۳غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نامتو ځوان لوبغاړي راشد خان اعلان کړی چې ډير ژر به د «راشد خان کرېکټ اکاديمي» پرانېسته وکړي.

راشد خان پر خپله فيسبوکپاڼه اعلان کړی چې د روانې جوزا مياشتې په ۲۱مه نېټه چې د جون مياشتې ۱۱مې نېټې سره سمون خوري د ځانکړې اکاديمۍ پرانېستلو اعلان کړی.

دغه اکاديمي به د کابل ولايت د ارزان قيمت سيمه کې د احمد شاه بابا مينې ترڅنګ د کابل جلال اباد پر غځېدلي سرک موقعيت ولري.

په دې اکاديمۍ کې به د کرېکټ زده کړې ترڅنګ د باډي بلډنګ کلب، د فټنس ځای، د تمرين ځای، د لامبو ځای، کانتين، د موټرو تم کېدلو ځای، د سپورت دوکان او د VIP يا ځانګړی ځای موجود وي.

ياده دې وي چې راشد حان به د يادې اکاديمۍ په پرانېسته کې ګډون ونکړي، نوموړی اوسمهال د ملي لوبډلې سره په انګلستان کې د نړيوال جام په سياليو بوخت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سخی ګل

زه راشد خان ته وایم جه همدا ګناه دی بس ده جه به میلیونو خلک دی له کار نه ایستلی دی آیا کرکت په دی اوس وخت ګی خلکو او هیوادته ځه فایده رسولی ده داسی یو کار وکره جه یا د آخرت خیر وی پګی او با خو د دنیا

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x