افغانستان

خلیلزاد د جرمني له چارواکو سره په افغان سوله غږېدلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۱۵غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» د سیمي هیوادونو ته  د خپل اووم سفر په لړ کې جرمني ته رسېدلی او هلته یې ددې هیواد له چارواکو سره د افغان سولې اړوند بحثونه کړي.

نوموړي په دې لړ کې د افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي «مارک پوتزیل»، د ملي امنیت له سلاکار او د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره لیدلي.

خلیلزاد په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي « له جرمني چاواکو سره مو په دې بحث وکړ چې له ۲۰۰۱ م کال او دبن له کنفرانس وروسته موږ په افغانستان کې کومې لاسته راوړنې لرو او څرنګه په دې هیواد کې یوې پایدارې سولې ته رسېدای شو».

د خلیلزاد په خبره، په جرمني کې یې د اروپایې اتحادیې له استازو سره هم لیدنې کړې، هغوی یې د افغان سولې له جزئیاتو خبر کړي او د یوه داسې بین الافغاني ډیالوګ په اړه یې ورسره بحث کړی چې افغانستان یوې پایداره سولې ته رسولای شي».

زلمی خلیلزاد دا مهال د افغان سولې په تړاو د خپل اووم سفر په درشل کې دی، نوموړي تر دمه له پاکستان او جرمني هیوادونو لیدنه کړې او تمه ده کابل، قطر او د سیمې یو شمېر نورو هیوادونو ته هم ورشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر خالد منګل

شف شف ته نور ضرورت نشته سم اشعال ختم کړی چی دا پخپله له بنسټیزی سولی څحه سرچینه اخلی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x