نا اعلان شوی اوربند؛ د اختر تر دویمې طالبانو په افغان امنیتي ځواکونو هیڅ برید نه دی کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۱۵غبرګولی، ۱۳۹۸ل): په داسې یو حالت کې چې د افغانستان امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی او جګړه هره ورځ د لسګونو کسانو ژوند اخلي، افغانانو د جګړې له ښکېلو غاړو تمه درلوده چې لږ تر لږه د اختر په ورځو کې ډزبندیز اعلان کړي څو له یوې افغان امنیتي ځواکونه او طالبان یو بل ته د سولې او امن سیګنال ورکړي او له بل لوري د اختر مبارکې ورځې په عام ولس او ښکېلو غاړو پرته له کومې ویرې او ډار تېرې شي.

د جګړې د یوه اړخ په حیث طالبانو که څه هم په رسمي ډول اوربند اعلان نه کړ خو؛ شنونکو د طالبانو تېر ته په کتو باور درلود چې؛ طالبان به د اختر په ورځو کې له رسمي اعلان پرته اوربند کوي او افغان امنیتي ځواکونو ته به په دې ورځو کې هیڅ ډول تلفات نه اړوي.

د شنونکو د ادعاوو او د طالبانو رسمي پاڼې ته په کتو درک کېږي چې، طالبانو رښتیا هم په یادو ورځو کې د افغان امنیتي ځواکونو په هستو هیڅ برید نه دی ترسره کړي او نه هم په دې اړه کوم خبر ورکول شوی.

د ذبیح الله مجاهد ټویټر چې، د طالبانو د بریدونو تر ټولو مؤثقه او چټکه سرچینه ده، د تېر په خلاف په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې په افغان امنیتي ځواکونو د برید هیڅ خبر له ځانه سره نلري او یوازې د بګرام په هوايي اډه باندې د توغندیز برید راپور ورباندې خپور شوی.

بل لور ته افغان امنیتي ځواکونو د امریکايي عسکرو په ملتیا د اختر لومړۍ ورځې هم د عام ولس په منځ کې په عملیاتو تېرې کړې چې په پایله کې یې لسګونه کسان وژل شوي او کورنۍ یې د ویر په ټغر ناستې دي.

همدا تېره ورځ د غزني ولایت په ګېرو ولسوالۍ،  د پکتیکا ولایت په چاربران ولسوالۍ او د میدان وردګو او خوست په ولایت په ګڼو سیمو باندې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې تر شلو زیات ملکي وګړي وژل شوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
5 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدګل اغابنوری
میلمه
سیدګل اغابنوری

دطالبانو عمل عاقلانه اودالله درضا لپاره دی ، نه دځان خودنی اونه دکمپاین او تظاه لپاره ، اودا ددینی فراست ښه بیلګه ده؟ والسلام .

Karwan
میلمه
Karwan

غمي خان ، اجمل خان، غ حضرت او داسي نور دالريان، څنګه پټه خوله ياست. ستاسي دالري غلام عسکرو او بادارانو ئي داختر په ورځ د افغانستان ګوټ ، ګوټ په سرو وينو رنګ کړ، اما طالبان بيدون له اعلان شوي اوربند، اوربند ته ژمن پاته شوه. نامردو ځواب راکړي، نو زه ځکه متاسيفانه وايم چه اختر مو مبارک مه ښه او ستاسي دالريانو کورونه دي هم الله په وينو رنګ کړي، ترځو دنورو له درد او حال ځخه خبر شي. کاروان

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

په بحث کې ګډون وکړه…کاروان ته،
قسم په الله ج. چه ټول افغانستان په قواله د پاچهی سره راکوی،نه یو عسکر .نه پولیس،نه طالیب،نه یهود نه هندو نه مسلمان نه عیسوی هیڅ څوک قتل نه کړم.ته چه قتل ته ډمبکی وهی،نو الله ج د اول هدایت درته وکړی او که نه وی ،چه بل ته کوهی کندی الله ج د خپله داسی په کی غورځار کړه.چه نوم نشان د ورک شی،

اجمل
میلمه
اجمل

کاش چی بیا افغانستان دوی ته ورکړی، دوی د جنګ د سوخت مواد دی.

اجمل
میلمه
اجمل

یی غلامیه اختر د مبارک سه لمونځ او روژی قبول: ما پر هغو مشماره. لعنت دی پر هغو ټولو شی چی د اختر او روژی احترام نکوی او خپل خلک وژنی. هغوی چی د کلیوالو کورنه بمبارده وی الله دی د هغوی کورونه په وینو رنګ کړی. مړه زه یو معیوبه د تیر جهاد غمزده نیم انسان یمه چی هر څه می له لاسه تللی په لاره د الله کی، تر اوسه شپی او ورځی په مهاجرت کی تیره ومه خو په پاکستان کی نه ځکه چی هلته می ۱۴ کاله تیر کړل نور بس ده. زه سپینی خبری کوم،… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

کار وانیه: الله د په ریښتیا هم د هغوی کورونه پر وینو سره کړی څوک چی د نورو کورونه په وینو سره کوی. مخکی له اختره چیری وی چی د کابل سړکونه مو پر وینو سره کړل. هغوی لکه چی افغانان نه ول؟ د پوهنتون پر محصیلنو حمله، پر جومات حمله، د مولوی ریحان وژنه دا ټولی د روژی په میاشت کی او سل داسی نور…ګیله مه کوه تاسی هغوی وژنی او هغوی تاسی وژنی. بیا زما زړه پر تاسو دواړو خفه کیږی ځکه چی دواړه افغانان یاست. الله مو هدایت کړه خلګ مو تباه کړل ورک شی.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

کار ورانه!
نور څنګه ئی؟

اجمل
میلمه
اجمل

الله د تاسو ته خیر درکړی چی د اختر احترامو ساتلی. دغسی کارونه ستاسو محبوبیت په خلکو کی ډیره وی. پریږده حکومت به تر څو په ړندو سترګو بمباری کوی. د کاروان خان خبره څوک چی دخلکو کورنه په وینو سره کوی الله د هغوی کور ته هم همداسی غم ور وړی. آمین

Karwan
میلمه
Karwan

اجمل صاحب، تير جهاد او روژه مو قبواله شه او اختر مو مبارک شه. موږ او تاسي له نږدي نه سره پيږنو، نو په همدي دليل زه دهيچا سره کومه دوشمني او خصومت نه لرم. البته بعضي ليکني چه کيږي، نو فکر کوم چه ولي افغانان په پټو سترګو روان دي، حقيقت نه وائي او خپل دوست او دوشمن نه پيږني. زه خپله دا ۴۰ کاله کيږي چه دخپلو خلکو او کلتور نه لري مسافر پاته يم اودبيګانوو له کلتور ځخه ډير ستړي شوي يم. باور وکړي د هر افغان له ضايع ځخه زه رنځ وړم او اکثره وخت مي… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

د اختر دری ورځی تيری شوی خو چا ونه ويل چی طالبانو کومه حمله وکړه، هغو کرامو نه وه ويیلی چی په اختر کی اوربند کوو خو دولتی غلالامانو او بادارانو يی د اوربند لپاره ستونی وشلول ، يوازی تر ۵۰ لا ډير هوايی بريونه يی وکړل ، دلته روښانه شوه چی درانه څوک دی او سپک څوک دی . چيری ده آ بله سپکه يوناما او نور غربی مګری يی چی د دواړو خواوو يی د اوربند غوښته کړيوه ، که يوڅه انسانيت لا پکښی پاتی وی چی ندی پاته نو ورته ښايی چی د طالبانو دا عمل وستايی… نور لوستل »