نړۍ

کوټه: نامالومو وسلوالو یو بس له سواریانو سره یو ځای داور لمبه کړ

bus_set_on_fire_near_sibi (نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۶) کوټه: نامالومو وسلوالو نن سهار وختي له پیښور څخه وکوټی ته پر لار بس سیبي ته څیرمه داورلمبه کړ، له سیمی څخه عیني شاهدانو خبرور کړیدي، چي بس هغه وخت داور ښکار شو کله چي  چلونکي بس سیبئ ته څیرمه دپیرک په سیمه کي دیو خوړن ځای مخته ودراوو، دپیښي له ځایه څخه خلګو خبر راکړ، او زیاته یی کړه کله چي بس ودریدي څلور نامالومه موټرسایکل سواره راښکاره شول، موټرسایکلان بس ته څیرمه تم کړل، او دوه کسه بس ته ننوتل، بس ننوتلو کسانو پربس باندي پطرول وپاشل، او وروسته یی بس ته اور ورته کړ، چي داور له کبله په بس کي سواره ۱۵ کسه وژل شویدي اوډیری نور سخت ژوبل شوی دي.

امنیتی مسئولین دپیښی ځای ته رسیدلي دي ژوبل او وژل شوی کسان یی دسیبي مرکزي روغتون ته رسولي دي، په روغتون کي روغتیا پالان وایی کیدای شي وژل شویو کسانو شیمره زیاته شي ځکه چي ډیری ټپیان ډیر سخت سوځول شوی دی، د روغتون کارکونکي وایی په وژل شویو کسانو کي ښځه اوماشومان هم شامل دي

بخت الرحمن بخت………….نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x