افغانستان

غني له پاکستان سره خپلې اړیکې بیاځلې رغوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۱۵غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «محمد اشرف غني» د روانې میلادي میاشتې په ۲۷ نېټه د پاکستان د لومړي وزیر «عمران خان» په رسمي بلنه اسلام اباد ته ځي.

محمد اشرف غني پاکستان ته د خپل سفر خبر تېره ورځ په اختریز پیغام کې څرګند کړ، نوموړي څرګنده کړه چې د بې اعتباریو ښکار شوې دوه اړخیزي اړیکې رغول یې ددې سفر په لومړیتوبونو کې شمېرل کېږي.

د غني په خبره؛  څو ورځې وړاندې یې په سعودي کې د پاکستان له لومړي وزیر سره له لاسته راوړنو ډکې خبرې درلودې او د هماغه مجلس په تعقیب به د خان په بلنه د پاکستان او افغانستان د اړیکو د یوه نوي باب د خلاصولو په موخه اسلام اباد ته ځي.

په سعودي کې د غني او عمران خان د خبرو په تړاو د عمران خان له دفتره خپره شوې خبرپاڼې څرګندوله چې؛ عمران خان غني ته د افغان سولې په برخه کې د ملاتړ ډاډ ورکړی او د افغانانو په مالکیت د سولې مذاکراتو ته یې د اسلام اباد ژمنتیا وریاده کړې.

کابل داسې مهال له اسلام اباد څخه د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه لري چې؛ د طالبانو او امریکایانو تر منځ اووم او پریکړه کوونکي دور مذاکراتو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې خو کابل په دې خبرو کې په بشپړ ډول منزوی شوی.

په ورته وخت کې اسلام اباد ته د غني سفر په افغان فعالانو او څارونکو کې اندېښنې راپیدا کړې، دوی ویره لري چې په داسې یو حالت کې چې د غني قانوني کاري موده پای ته رسېدلې او نوموړی راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته په تیاري بوخت دی له نوموړي سره به د پاکستان همکاري یو ځل بیا کابل ته د تېر په څېر د افغانستان په حساسو مسائلو باندې د معاملې په بیه پرېوزي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

پاکستان تر افغانستان دمخه غلام هیواد دی ، له موره غلام زیږول شوی، د اسلام په نوم په عین کال کی چه د اسراییلو هیواد د یهودیت په نوم د انګریزانو له خوا جوړ شو پاکستان هم د انګریزانو له خوا جوړ او له اوله یی پکی جناح ( نیمه یا پوره انګریز ) ریس او حتی د مسلم لیک ګوند مشر مشر وتاکه. انګریزان غواړی هماغسی جه یی اسراییل په منځنی ختیز په زړه کی جوړ او ټول منځنی ختیز یی د اسراییلو د نفوذ لاندی راوست مرکزی او جنوبی اسیا هم د پاکستانی اسراییلو استعماری نفوذ لاندی راولی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x